که څه هم حکومت هڅې روانې کړي، چې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي؛ خو تر دېدمه دغو هڅو کومه پایله نهده درلودلې. سربېره پر دې، چې د دغو خبرو پیل په موخه پاکستان ته مشخص امتیازات ورکړل شوي؛ خو باور دا دی، چې پاکستان پهدې نهدی توانېدلی، څو وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
پاکستان ته د ولسمشر غني له سفر وروسته په کور دننه؛ په ځانګړې توګه په دولتي چارواکو کې دا هیلې وټوکېدې، چې ډېر ژر به سوله راشي، نو پر همدې بنسټ اجرایه مشر په لومړيو کې یادونه وکړه، چې د سولې خبرې به د مارچ په لومړیو کې پیل شي؛ خو د حکومتي چارواکو لهخوا وروسته د مارچ وروستۍ په ګوته شوه. اوسمهال چې مارچ میاشت مخ په خلاصېدو ده، راتلونکې څو اونۍ د سولې خبرو پیل لپاره ټاکل شوي دي.
دغه مهلت پهداسې حال کې غځول کېږي، چې وسلهوالو طالبانو تر دېدمه د سولې خبرو لپاره چمتووالی نهدی ښودلی. پهداسې حال کې چې افغان حکومت پر پاکستان تکیه وکړه؛ خو پاکستان هم لا نهدی توانېدلی، چې وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته راضي کړي او ویې هڅوي.
د نارسمي رپوټونو لهمخې پاکستان د کوټې شورا په استازیتوب ملا جلیل آخند ته مخ اړولی دی. نوموړی د طالبانو واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و، چې اوس یوازې د یوې ډلې مشري کوي. که داسې و انګېرل شي، چې له ملا جلیل سره به خبرې پايله ورکړي، دا به یوازې د طالبانو له یوې کوچنۍ ډلې سره خبرې وي، چې دلته د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سناریو تکرارېدونکې برېښي. د قطبالدین هلال په ګډون د دغه ګوند یو شمېر غړي همدا اوس په کابل کې شپې سبا کوي؛ پهداسې حال کې چې لا هم د حکمتیار جنګیالیو لهخوا جګړه دوام لري.
باور دا دی، چې پاکستان سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې پاتې راغلی دی. لهدې سره د پاکستان ظرفیت، توان او رښتینولي څرګنده شوه، چې که څه هم د وخت د ضایع کېدو لامل شو؛ خو ښهوالی یې پهدې کې دی، چې ولسمشر او نورو چارواکو ته څرګنده شوه؛ که داسې و انګېرل شي، پاکستان له افغانستان سره رښتینی هم و اوسي؛ خو په سترو معاملو کې یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسي. له افغانستان سره په وروستۍ معامله کې یې هم همدا کار کړی دی.
حکومت کولای شي له امریکا څخه پهدې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه، که څه هم امریکايي چارواکو د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کړی؛ خو یوازې لفظي ملاتړ نهشي کولای، مثبتې پایلې له ځانه سره ولري.
اوسمهال دا په امریکا پورې تړاو لري او دا باور موجود دی، چې امریکا کولای شي، پر پاکستان د فشار له لارې وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. امریکا باید له ژمنو او لفظي ملاتړ څخه لاس پر سر شي. او عملاً لهدغه بهیر سره مرسته وکړي.
پهدې لړ کې حکومت ته لازمه ده، چې د امریکا د عملي ملاتړ جذبولو په موخه داسې میکانیزم رامنځته کړي، چې له یوه لوري د افغانستان ګټې پهکې په پام کې نیول شوې او خوندي شوې وي او له بل لوري امریکا ته دا تضمین ورکړل شوی وي، چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کېدو په صورت کې به په دې هېواد کې د امریکا ګټې له ګواښ سره نه مخ کېږي.
له دې ټولو سره د سولې په برخه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ډانیل فیلډمن وروستۍ څرګندونې، چې په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته یې کړي، د اندېښنې وړ دي. نوموړي د سولې لپاره د امریکا پر دریو پخوانیو شرطونو یوځل بیا ټینګار کړی دی: طالبانو لهخوا د افغانستان اساسي قانون منل، له القاعده ډلې سره پرېکون او له تاوتریخوالي لاس اخیستل. له القاعده سره د طالبانو اړیکي؛ لهدې امله منتفي دي، چې طالبان په افغانستان کې د خپلې خوښې نظام راتګ ته کار کوي او د همدې لپاره جګړه کوي؛ خو القاعده نړيوالې اهداف تعقیبوي. اما پاتې دوه شرطونه، چې له تاوتریخوالي لاس اخیستل او د افغانستان اساسي قانون منل دي؛ تر ډېره بریده د سولې خبرو اترو پر وړاندې د یوه جدي خنډ په توګه مطرح کېدای شي؛ ځکه که وسلهوال طالبان له تاوتریخوالي لاس پر سر شي او اساسي قانون ومني مخالفت ته یې هېڅ دلیل او توجیه نه پاتې کېږي. د طالبانو تاوتریخوالي د دې موخې ترلاسه کولو په نیت تر سره کېږي، څو اوسني نظام ته سقوط ورکړي او شونې ده، چې د سولې خبرو د پیل په صورت کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د دغې ډلې مخالفت او تاوتریخوالی زور واخلي. لهدې امله په هېواد کې د سولې او ټیکاو راوستلو لپاره مهمه ده، څو امریکا ته قناعت ورکړل شي، چې لهدغو شرایطو څخه لاس پر سر شي.