د پاچا ځانګړى استازى د خپلو وسله والو ساتونکو په دايره کې يوه کليوال ښوونځي ته ورغى، په ښوونځي کې ورته ځانګړې تياري نيول شوې وه، ماشومانو له خپلو باغونو د تازه ګلانو راوړې ګېډې ور وړاندې کولې او د هغه هر کلى يې کاوه.
استازى له سلام او نمايشي روغبړ وروسته د ښوونځي په دهلېز کې اېښي دريځ ته ورغى، په دېوالونو د سولې په اړه د ماشومانو په نازکو ګوتو ليکلې پردې او کاغذي ټوټې را ځوړندې وې،په ځير ځير يې ورته وکتل او خبرې يې پيل کړې.
موږ ټول سولې ته اړتيا لرو، سوله ژوند دى، ښکلا ده، ساه ده، زموږ د معظم پاچا هيله ده ، د ژوند يو بل نوم دى او… خبرې يې اوږدې شوې، ښوونکو ورته سرونه خوځول، خو له لومړۍ څوکۍ ورته يو وچ کلک او د ځلانده سترګو خاوند زده کوونکى اوچت شو، د هغه خبرې يې پرې کړې.
ښاغليه! په دې خبرو خو زه ډېر مخکې پوهېدم، مور مې په غېږ او زانګو کې راته کړې وې، ته چې د کومې سولې خبرې کوې، هغې له ډېر پخوا نه زموږ په زړونو کې د يوې اغلې مېلمنې په توګه ژوند درلود.
خو جګړه لا پاتې ده، جګړه لا هم ستاسې په څېر ښاغلو ته ښکلې ښکاري، مينه ورسره لري، په يوازيتوب او خيالونو کې يې پالي، مننه يې کوي چې دوى ته يې مقام او ستر نوم ورکړى. سوداګري پرې کوي، شپه له جګړې او ورځ له سولې سره تېروي.
ماته ښکاري چې ستا او ستا د شاهي ملګرو ذهن او زړه اوس هم په جګړه پايي، سوله مو د يوې بې وزلې سوالګرې په څېر رټلې، ستاسې دنګې ماڼۍ، جاه و جلال، سپين رنګونه، نرم لاسونه او شاهانه لباسونه د همدې جګړې له لمبو راوتلي.
تاسې ددې جګړې اور خپله بل ساتلى، نور په کې سوځي، خو تاسې يې په رڼا کې وړاندې ځى، خپل لورى او منزل لټوى، نازولي ماشومان او ميندې ورنه لرې تښتوى، خو موږ په کې هره شېبه سوځو.
هغوى چې ستاسې د لارې خنډ ګرځي، بايد په همدې اور کې وسوځي، ستاسې له مخې چپ شي، چې هسې نه يوه ورځ ستاسې په څېر د يوه ښکلي او ارام ژوند خوند وڅکي، ستاسې په څېر شاهانه ژوند پيدا کړي ، ځانته دنګه ماڼۍ جوړه کړي او له جګړې يې زړه توري.
تاسې لا تر اوسه له خپل ځان سره سوله نه ده کړې، تاسې لا د خپل ذهن د جګړې دوزخي اور نه دى مړ کړى، د نورو مرګونى درد مو خپل نه دى ګڼلى، دا خاوره مو د مغروره پلونو پر ځاى په تندي او شونډو نه ده ښکلې کړې، نو څنګه به سوله خپل پاسته لاسونه ستاسې د غاړې امېل کړي!؟
ستاسې ماڼيو ته چې هر سهار د رنګارنګ او تازه ګلونو ګېډۍ درځي، هغه دلته زموږ پلرونه په خپلو اوښکو او خولو … ماشوم غوښتل خپلې خبرې په لوړ غږ نورې هم وغځوي خو ماشوم ته د “بې ادبه!” او “سپين سترګيه!” نارو زور واخيست.
د پاچا استازي په خپل تندي روانې خولې پاکولې، ځينې ښوونکي د بښنې په دود ورته په ملا خم وو، خو ماشوم هسکه غاړه نيولې وه او د پاچا د استازي له مړو سترګو يې عجيبه خوند اخيست.
٢٠١٥ د اکتوبر ٢١مه
——————————-
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ،ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات ، ادبیات او سوله، کاذب غرور، تږې سترګې