څو ورځې له مخه د امریکا حکومت وویل چې افغان حکومت او طالبان د سولې مذاکراتو ته تر بل هر وخت نژدې شوې دي خو پرون د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات رد کړل او ویې ویل چې له داسې چا سره خبرې نه شي کیدای چې په افغانستان کې هرې خوا ته خلک وژني.
څو ورځې له مخه چې امریکایان د سولې خبرو ته خوشبینه وو، د کانتیننتل او جمهوریت روغتون مخې ته د طالبانو انتحاري حملې چې په سلګونو کسان پکې مړه او ژوبل شول، نه وې تر سره شوې. طالبانو په وروستیو څو کلونو کې د داسې حملو د مسولیت له اخیستلو ډډه کوله چې ګڼ ملکي کسان به پکې وژل کېدل خو د سولې مذاکراتو ته د امریکا د خوشبیني له اظهاره وروسته یې سمدستي داسې چارو ته لاس واچاوه چې د مذاکراتو د احتمالي پیل په مخ کې د لویو خنډونو نقش تر سره کړي. البته، د فبروري په پای کې چې په کابل کې د سولې په اړه نړیواله غونډه کیږي، د هغې غونډې د کامیابي چانس هم د طالبان له وروستیو انتحاري حملو سره حد اقل ته ورسېد.
که د طالبانو د تحریک ټوله تاریخچه ولیدل شي، په ګڼو مواردو کې به ووینو چې کله د یوه مثبت تحول وخت رانژدې کیږي، طالبان یو داسې ورانی وکړي چې مثبت حالات سمدستي ورسره منفي لوری خپل کړي. مثالونه زیات دي خو یو څو بېلګې به وړاندې کړو: کله چې طالبان کابل ته راورسېدل او له تنظیمي جګړو ستړي شوي خلکو ته په افغانستان کې د یوه مثبت تحول امید پیدا شو نو یو ځل طالبانو مزاري اعدام کړ او بل ځل یې ډاکتر نجیب. د دغو اعدامونو مانا څه وه؟ مانا یې دا وه چې کله په افغانستان کې د ملي روغې او سولې امید پیدا شو، طالبانو په لوی لاس داسې څه وکړل چې د روغې او سولې بهیر ته ورسره سخته صدمه رسېده.
یو بل مثال به ورکړم. د طالبانو د واکمني په وروستي کال اروپایي ټولنې وویل چې له طالبانو سره رابطه پکار ده، ځکه څو نوي فیصده افغانستان د طالبانو په لاس کې دی. طالبان چې په نظامي ډګر کې کامیاب وو، په سیاسي ډګر کې یې دغسې ذهنیت ته سخته اړتیا لرله او پکار وه چې دوی د اروپایي ټولنې د نوي نظر تود هر کلی کړی وای، خو دوی ته په دغه وخت کې د بامیان بوتان وریاد شول او یو داسې عمل یې تر سره کړ چې وروسته بیا چا له شرمه هم دا خبره نه کوله چې له طالب سره سیاسي رابطه پکار ده.
ایا دا طالبان دي چې خپل بخت په خپله په لغته وهي او هر ځل یو داسې عمل تر سره کوي چې نړیوال ورته په سپکه سترګه وګوري او که دا بل څوک دي؟
دا ډیر مهم سوال دی. حقیقت دا دی چې طالبانو ته د یوې ډلې په سترګه کتل کیږي خو دوی مختلف کسان دي چې مختلفو انګیزو سره په ظاهره یو ځای کړې دي او په دوی کې چې څوک د طالب ویاند په نوم راڅرګندیږي، د هغه په نوم په واقعي دنیا کې څوک نشته او د یوې استخباراتي ادارې تخییلي شخصیت دی چې کله یو کس شي، کله دوه او دا امکان هم شته چې یو وخت وویل شي چې هغه شهید شو!
ځینې طالبان د کوکنارو ګټو طالبان کړي دي. یو شمیر نور په کلیو کې په بدیو او دښمنیو ګرفتاره دي او د طالب غوندې ډله ورته د پناه ځای حیثیت لري. ګڼ نور عادي طالبان مفتې ډوډۍ او مفتې کلانکارۍ طالبان کړي دي. لټي او بې رحمي چې سره یو ځای شي، نو طالبي بهترین کسب دی. هم ثواب هم خرما. هم دلته مفته ډوډۍ او هم هلته حورې او غلمان.
البته، یو شمیر ایدیولوژیک طالبان هم شته چې هغه اوس داعشیان شوي دي.
په کلیو کې خواره طالبان د خپلو شخصي مقصدونو لپاره کار کوي او هغوی چې د طالبانو په نماینده ګي اواز اوچتوي او جنګ او سوله هدایت کوي، د پاکستان استخباراتي اداره ده چې تخییلي ویاندان یې پیدا کړي دي او په خاصو وختونو کې ځینې قتل عامونه په غاړه اخلي او له ځینو انکار کوي.
د طالبانو حقیقي حالت ته په پام سره ویلای شو چې د سولې خبرو ته تمه کول بې ځایه ښکاري. هغوی چې په قطر کې ناست دي، تر ډیره حده خپلې تنخواه ګانې اخلي او په جنګ او سوله کې هیڅ نقش نلري.
په سوله او جنګ کې اصلي نقش پاکستان لري او پاکستان په تیرو څلویښت کلونو کې خپل خیر همیشه په دې کې لیدلی دی چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي. مجاهدین چې تر طالبانو هوښیار وو، ژر په دې پوه شول چې پاکستان د خپلو ګټو په خاطر د افغانستان جنګ اوږدوي خو طالبان چې باسواده پکې ډیر کم پیدا کیږي، د پاکستان په چل یا نه پوهیږي او یا اوس دومره په وینو او جنایتونو کې ځان ډوب ویني چې راوتل ورته مشکله بریښي.
د دې لپاره چې واقعي سولې ته ورسیږو، دوه سخت کارونه په مخ کې لرو: یو دا چې نړیواله ټولنه متقاعده کړو چې د پاکستان په استخباراتي ادارې باندې فشار نور هم زیات کړي او بله دا چې په کلیو کې دېره طالبان چې د عشر او ذکات او قاچاق او کوکنار او مفتې ډوډۍ خوند یې جنګ او وحشت ته هڅوي، له نظامي لارو په دې پوه شي چې د مفتې ډوډۍ بیه ارزانه نه ده.
په تیر یو کال کې په دغو دواړو ساحو کې مهم پرمختګونه شوي دي. پاکستان تر بل هر وخت د زیات فشار لاندې دی او د خلکو د مشاهدو په اساس په تیرو څو میاشتو کې چې طالبانو کومې نظامي ضربې خوړلې دي، په تیرو شپاړلس کلونو کې یې ساری نه و، لیدل شوی. د طالبانو تر کنټرول لاندې کلیوال په دې نظر دي چې که په طالبانو باندې نظامي فشار څو میاشتې نور هم ادامه ومومي نو دوی به مخامخا په قرآن کریم کې هغه آیت شریف پیدا کړي چې په سوله کې خیر دی.