عبدالمنان توحیدیار

طالبانو د هلمند سوله غوښتونکو ځوانانو ته چې د پنځو ورځو راهيسې يې خېمه درولې په ځواب کې ويلي چې ولاړ شئ سوله د امريکا له سفارته وغواړئ. دا خبره د کابل کمپيوټري طالبانو هم ورسره زمزمه کړې، او په پوره هڅه د هلمند د ولسي خوځښت پر غړو بېلابېل تورونه پوري کوي، او داسې څرګندوي چې ګنې دا حرکت د حکومت له لوري پيل شوی دی.

اول،خو دا خبره ډېره واضيح ده، او هر سړی کولی شي، له نيژدې يې وګوري چې د هلمند پرلت چا کړی، او په ولاړو خېمو کې څوک ناست دي. پر ټولنيزو رسنيو د هغوئ پېغامونه، او د هغو مېرمنو خبرې خپرېږي چې د هلمند په وروستۍ ترهګريزه پېښه کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، دا د پرلت د سپيناوي تر ټولو ښه مرجعې دي.

راځم اصلي مسئلې ته: طالبان وايي، سوله د امريکا په سفارت کې ده. له دې خبرې د دوئ هدف دا دی چې ولسي خلک دې وپاڅي امريکا ته دې ووايي چې ته ووځه دا په جګړې اخته هېواد همداسې پاکستان، روسيې، چين، ايران او داعش ته ور پرېږده. طالبان له کلونو – کلونو راهيسې بيا هم پر دې ټينګار کوي چې موږ سوله کوو، حکومت او امريکا يې نه کوي.

دا عجبه منطق دی چې جګړه طالبان کوي، ځانمرګي بريدونه طالبان کوي، ماينونه طالبان چوي، د خلکو له کورونو طالبانو سنګرونه جوړ کړي، په مسجدونو کې طالبان انتحاري حملې کوي، بېګناه خلک طالبان وژني، پردۍ جګړه طالبانو د ځان بللې، او بيا هم وايي، سوله د امريکا په سفارت کې ده. د طالبانو هره خبره او دريځ دغه ډول احمقانه، او طفلانه دی.

د هلمند د پرلت کوونکو د سولې غږ د طالبانو د غلامۍ اسرار نو هم څرګند کړل. د هلمند سوله غوښتونکو ځوانانو له حکومت او طالبانو غوښتي چې تاسو فقط دوې ورځې اوربند وکړئ، حکومت يې غوښتنه ومنله، خو طالبانو تراوسه نه ده منلې. اوس دې ولس قضاوت وکړي، چې طالبان د چا غلامان دي، او ولې د خپلې جګړې د اوربند صلاحيت نلري؟

امريکا وايي، تر څو چې په افغانستان کې جګړه وي، موږ به دلې يوو.  طالب وايي، تر څو چې امريکا دلې وي، زموږ جګړه به روانه وي. طالب چې کله د جګړې د اوربند صلاحيت نلري، د جګړې د درېدو صلاحيت کله لري؟ د امريکا لپاره د طالب جګړه يوه بهانه ده، او دا بهانه طالبانو په لاس ورکړې ده. تر څو چې د طالبانو جګړه وي، امريکا به دلې وي، خلک به وژل کېږي، او طالب به د پاکستان په خوندي ځايونو کې ناست وي، نه به د ولس غم ورسره وي، نه د وطن.

خلک دې په دې پوه شي چې سوله د امريکا په سفارت نه بلکې، د ای ايس ای په امارت کې پرته ده. ترڅو چې د ای ايس ای امارت د سولې عملي غږ ونکړي، د امريکا د وتلو يا تللو خبرې هسې خوبونه دي چې طالبان يې د پاکستان په عينکو کې ويني. دا د طالبانو خبره نه ده چې امريکا دې ووځي، بيا موږ سوله کوو، دا خبره د پاکستان ده. پاکستان غواړي، افغانستان د مجاهدينو د دورې په ډول بيا په کنډوالو بدل کړي، او بيا يې په لکونه خلک کډوالۍ ته مجبور کړي.

نجيب له مجاهدينو سره سوله وکړه، نتيجه يې څه شوه؟ شورويان يې هم وويسته، مګر مجاهدينو ولې سوله ونکړه؟ طالبان هم دغسې هدف لري، د امريکا د وتلو خبره يې هسې د بانې په توګه را پورته کړې ده، کنې په اصل کې دوئ د پاکستان له لوري د افغانستان د تباهۍ اهداف ور پوره کوي، او وطن د يوې تورې تيارې پر لور کشوي.

طالب يو طرف ته ځان د ولس او وطن خادم بولي، بل طرف ته همدغه ولس ته د مرګ ګواښ کوي. د هلمند پرلت کوونکو سوله ترې وغوښته دوئ ګواښ ورته وکړ، ډول ډول ټاپې يې پر پوري کړې. نه يې د ولس احساساتو ته درناوی وکړ، نه يې د هغو ميندو ساندو ته درناوی وکړ چې د سولې خېمه يې درولې، او د هلمند په وروستۍ ترهګريزه پېښه کې يې بچيان له لاسه ورکړي.

څومره زيان چې طالب ګوډاګيانو دې غريب ولس ته رسولی دی، ګومان نکوم چې په تاريخ کې بل چا ورته رسولی وي. طالب دومره سپين سترګی دی، چې يوې خواته د همدې ولس کره ناست وي، ډوډۍ، زکات، عشر او هر څه ترې غواړي، بل طرف ته يې د سترګو اغزی دی، نه يې د  سولې خبره مني، نه زړه سوی پر لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *