موږ د جګړې قرباني ملت او ولس يو. زموږ لومړنۍ اړتيا سوله ده. موږ داسي سوله غواړو چې جګړه محوه كړي. موږ داسي سوله غواړو چې زموږ په هيواد كې وروروژنه ختمه كړي. موږ د سولې تږي يو.

دا ملت د سولې د كاروان ملګرى دى. سوله اړتيا ده. افغان ولس د سولې او جګړې تفكيك تر بل هر ملت ښه كولاى شي، ځكه د جګړې تريخ خوند مو څكلى، څوك چې زهر وڅكي بيا نو د شاتو مزه تر هر چا ښه محسوسولاى شي.

په هر صورت، پوښتنه دا ده چې سوله د جګړې له لارې امكان لري، كه د خبرو اترو او مفاهمې له لارې؟ كه سوله د جګړې له لارې رامنځ ته كېدلاى، نو موږ تر هر چا ډېره جګړه كړې، مګر بيا هم د سولې پر ځاى د جګړې لومړى درجه قرباني ملت يو.

دا ځل يوې بلي نسخې ته اړتيا ده، د سولې اوسنۍ شورا هم اغېزناكه نه برېښي. د سولې عالي شورا وايي چې د خپل فعاليت د پيل راهيسي يې تر څلورو زرو زيات مخالف وسله وال له دغې پروسې سره يو ځاى کړي، خو ولسي وګړي او سياسي شنونكي بيا وايي چې زياتره يو ځاى شوي اشخاص طالبان نه، بلكې كليوال خلك دي او يا هم د وسله والو طالبانو مخالفين دي. د سياسي شنونكو په باور، د سولې د پروسې سره يوازي د ګوتو په شمېر د وسله والو مخالفينو حقيقي اشخاص يو ځاى شوي، نور زياتره يې جعلي طالبان دي، چې يوازي د امتيازاتو په خاطر د سولې له پروسې سره يو ځاى كېږي او يو ځاى شوي.

په دې وروستيو كې يو ځلي بيا وسله وال طالبان چمتو شوي چې د افغان دولت سره خبرې وكړي. غالباً د طالبانو د خبرو اترو د پيل دا څرك، پر ايران سربېره، ځينو نورو هيوادونو ته د طالبانو د لوړپوړو چارواكو تر سفر وروسته لګېږي.

طالبان پر پاكستان سربېره په سيمه كې يو ځلې بيا متحرك شوي، تر څو د پاكستان له ادرس پرته له يوه قوي او په ضمن كې مخالف ادرس څخه د افغان دولت سره خبرې وكړي.

طالبان ايران، پاكستان او قطر ته يوازي د دې لپاره سفرونه نه كوي چې د افغان دولت سره د سولې لاره پرانيزي، بلكې په ضمن كې سخت كار كوي چې اعظمي مرستې او حمايه تر لاسه كړي. ايران د هغو هيوادونو له ډلې څخه دى چې په واضح توګه د افغان دولت د وسله والو مخالفينو ملاتړ كوي، وسلې، تجهيزات، وسايط او وسايل وركوي او آن اوس يې د پاكستان په څېر د افغان دولت ضد وسله والو روزنيز بهير هم پيل كړى.

د كندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبرې هم د پورتنۍ ادعا پخلى كوي. جنرال عبدالرازق له رسنيو سره په خبرو كې وويل چې ايران د افغان دولت ضد مخالفينو ته وسلې وركوي، خو يوه اساسي معضله چې اوس يې ځيني طالبان سولې ته اړ كړي، دا ده چې طالبان چې په دې وروستيو كې هر هيواد ته تللي، نو تر سفر وروسته سولې ته چمتو شوي، دا ځكه چې بهرني او ګاونډي هيوادونه غواړي چې د طالبانو عامه اذهان د خپلو ګټو او منافعو پر لوري منحرف كړي چې په همدې اساس كله ناكله طالبان مايوسه شي او له بهرنيو هيوادونو بې نتيجې ستانه شي. طالبان غواړي د ګاونډيو هيوادونو په مټ خپل هدف پېچكاري كړي، خو بهرني او ګاونډي هيوادونه بيا غواړي چې د طالبانو څخه فقط د خپلو ګټو اله جوړه كړي چې په همدې اساس د ايران په څېر د ډېرو نورو هيوادونو سره د طالبانو ناستې د مايوسۍ سره مخ شوي.

هر هيواد غواړي پر طالبانو خپلې موخې وتپي، خو طالبان يې د ډېرو درنو غوښتنو په اساس تر عهده نه شي وتلاى، نو په همدې اساس دوى د افغان دولت سره سولې ته مايل شي.

په ايران كې د طالبانو تر ناستې وروسته ښايي طالبان د ايران په نيت پوه شوي وي چې په افغانستان كې د سولې پر ځاى د جګړې د تداوم لومړۍ درجه پلويان دي. اوس د سولې لپاره عجيبه وخت دى افغان دولت او طالبان دې مخامخ له يوه مشخص ادرس څخه د بهرنيانو له مداخلې پرته، خبرې اترې وكړي. د سولې اوسنۍ شورا دا ظرفيت نه لري، لويه جرګه دې د سولې لپاره ترسيم شي او يا دې د ملي اجماع له لارې د سولې لپاره كار وشي.

كه اوسنى دولت د سولې لپاره د ټولو وسله والو مخالفينو په ګډون يوه پراخه، تاريخي او علني لويه جرګه جوړه كړي او په صداقت سره دې دواړه ښكېل اړخونه قرباني وركړي، په قدرت، طاقت او څوكۍ كې دې په معياري ډول ښكېلو اړخونو ته ونډه وركړي. د افغانستان اوسنۍ جګړه د ګټو او منافعو جګړه ده، كه ګټې په تساوي ډول ووېشل شي، سوله ممكنه ده، ځكه موږ تر هر چا د سولې تږي او محتاجه وګړي يو.

موږ جګړه ځپلى ملت يو، په هر قيمت د سولې راتګ ته حاضر يو او په هيواد، وطن او ټولنه كې د سولې په واسطه د ثبات او ډاډمن امنيت طرفداره خلك يو.

————————–

ليکوال : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *