د څولسیزو سرپرسر ناخوالو درامنځ ته کیدو له امله زموږ دافغاني ټولني تول جوړښتونه ویجاړاو له منځه لاړل،لا هم نور د ویجاړیدو دسترګواښ سره مخامخ دي ورځ تربلي دخرابۍ لور ته روان دي.

هرڅه له لاسه ورکوو هيڅ یو ارزښت راته نه دی پاتي،که ملي ارزښتونه وي،که فرهنګي،که اسلامي ځکه هغه اسلامي نړۍ هم پرموږ باور نه لري.نور هم همداسي که حساب کړو دهرڅه څخه ورځ تربلي بي برخي کیږو داټول دسولي نه شتون دی چي موږ دهرڅه څخه لیرې ساتي.

خو اوس دسولي د اعادي خبره چي سوله به څنګه اوڅوک راولي؟ یوه خاصه ډله؟خاص کسان؟ که ټول افغان ولس اوپه ځانګړي ډول ځوانان؟

دا چي سوله دټولو انسانانو یعني بشر اړتیا ده دځمکي پرمخ ددي لپاره هربشر مکلف دی چي کار وکړي ترڅودبشرلپاره دښه ژوند لاره هواره شي دشر اوفساد مخه ونیول شي هو خو دا هم بشر دی چي دځمکي پرمخ فساد کوي،جنګ،قتل،غلا،ناروا او نوري غیرني انساني کړني کوي.چي ددي مخنیوی هم بیرته باید انسان وکړي ځکه نور مخلوق دڅښتن تعالا پري مکلف نه دی.دهرانسان دغیرانساني عمل مخنیوی به بیرته انسانان کوي،سمي لاري ته به یې رابولي سمه اومستقیمه لار به ورته ښیي دناوړه کار مخه به یې نیسي،داځکه وخت په وخت انسانانوخپله لاره پري ایښي ده پرناسمه یې مزل پیل کړی خو مخه یې بیرته انسانانو نیولي ده.

ولي نن موږ له دي ټولوسره مخ یو لږ شمیرکسان دي چي دهغوي مخه نه شونیولای،یا داچي دلیل اومنطق به مو سم نه وي یا به ژمن نه یو که نه دلږو مخه خو ډیرباید ونیسي،هو په جنګ کې دلږو کسان ګټي وي،خو په سوله کې دډیرو،جنګ اور دی ویراني ده،سوله امن سوکالي ده،ابادي ده، نن مو ټول ولس له جنګ اوجګړي ستړی دی،له جنګه ترپوزي راغلي دي ځکه خو اوس ډیرهیوادوال وايي که په جنګ مو هیواد جوړیدلای نو نن به موږ دنړۍ پرمختللي خلک وای!

اوس رواني ټولي ناخوالي دسولي دنه شتون څخه شمیرل کیږي.

هغه که فساد،ناسمه اداره،بربادي،غربت،لوږه،بیکاري،فقر،کډوالي اومهاجرتونه،بیسوادي،روحي اونوري ناروغۍ،دسالم چاپیریال نه شتون…

خو همدا جنګ دی چي موږ یې دهرچا اړ کړي یو،دهرڅه یې ایستلي یو که یوه ورځ جنګ وي خو دا به یو څوکسان یاټول ګډول په کښي وکړي که نه زموږ ورنیکونو، نیکونو، پلرونو جنګ وکړ او نن هم موږ عملاً په جنګ کې یو هرڅه مو له لاسه ورکړي دي هیڅ نه لرو زموږ دبريا او نه بریا خبري بیا نور کوي جنګ په موږ وکړي دبریا خبري بیا نوري څارګري اداري کوي چي نه دا بریا زموږ وه نه دافغانانو چیري چي مو هغه قرباني هم ونه منل شي،ځکه خو دافغان جهاد دبریا ناري دیو شمیر څارګرو ادارو مشرانو کوي.هغه یې خپله بریا لا دوخته بللي وه او اوس یې هم دځان بولي نه د افغانانو، نو دا بیا بله سپکه هغه متل دی وايې (دژرندي زه راځم په اوړو ته سپیره یې)قرباني موږ ورکړو،ووژل شو،زخمیان شو،زیانمن شو،هیواد مو وران شي بریا دبل چا شي ګټه هم دهغو شي ځکه دلته توپک اوکوتک دواړه پردي دي،نو دا جنګ اوجنګړه هم پردۍ ده،خویوازي بربادي یې زموږ ده.

دا چي دجګړې پای اودسولي سر به وي اوڅوک به یې راولي؟هغه ټول افغان ولس اوافغان ژمن ځوانان دي،نه یوه خاصه ډله اوخاص کسان هغه کسان چي په جنګ کې یې ګټي نغښتي دي کم اومحدود دي ولي دسولي پلویان ډیراوپاک با احساسه ټول ولس اوځوانان دي هغه ژمن او وفادار دي هغه د پروژوي سولي نه بلکي دیوي بین الافغاني سولي غوښتونکي دي.

دا چي سوله ولي باید بین الافغاني وي؟علت دا دی چي دجنګ زیان افغان ولس لیدلی دلته هره مور،هرپلار،هره خور او ورور ژړیدلي دي درد یې لیدلی دی هغه چاچي درد نه وي لیدلی هغه یې درک کولای هم نه شي،هغه یې لار هم نه شي موندلای،هغه به تر ډیر سولي ته ژمن هم نه و اوسي.

دمنځګړي یو شرط هم بي طرفي وي،بل اخلاص دریم ژمنتیا څلورم نیک نیت دی.

که دا نه وي نو راتګ یې هم ستونزمن کار او هسي د وخت ضایعه کول دي.

او دا هم سمه نه ده چي موږ دي دسولي ټوله پړه پر بهرنیانو ور واچوو چي یاره دوي نه غواړي ښه نو که هغه نه غواړي نو موږ به تر قیامته همدوي ته کښینو؟ نه نن ټول کارونه د ولسونو په اراده او دهغو په غوښتنو سره کیدونکي دي خو اوس به همداسي کیږي د ولسونو به منل کیږي نه داشخاصو اوکوچنیو ډلو چي دسولي په راتګ سره یې ګټي له منځه ځي.

خوموږ ته دهیواد ګټي مهمي دي چي په سوله کې نغښتي دي،نه فردي اوبهرنۍ ګټي چي په جګړه کې یې لاس ته راوړي او راوړي یې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *