له هېواده بهر په مهاجرت کې وو. له رسنيو داسې برېښېده چې د طالبانو په تګ او د سوله ساتو په راتګ سره دوی وطن د ګل کولو لپاره کرچ کړی دی! اوس به که خدای(ج) کول هرڅه ګل ګل شي! نه به ويره وي او نه ترور! نه به لوږه وي او نه بې وزلي! نه به د کوکنارو کر وي او نه به له ښځو سره زياتی! نه به افغانستان د نړۍ له کلي نه په سر وتلی وي او نه به کومه بله ستونزه!

خو کله چې له کډوالۍ نه راستانه شوو ګورو چې هېواد مو ځاي ځای د بمونو په وسيله کرچ شوی چې د ګلونو پر ځای پکې ويره او نفرتونه راشنه شوي! ترور همهغسې روان دی بلکې لا ډېر ويروونکی ترور چې ورځ تربلې يې ويره د انسان په مغزو کې ځالې کوي! که نسي لوږه کمه شوې خو نفسي زياته شوې! د کوکنارو کرکيله او له ښځو سره بد چلند هم يوڅو برابره زيات روان دی، د سوله ساتو له راتګ مخته وخت ما ته يادېږي چې د ښځو سره د تاوتريخوالي دومره زياتې پېښې په ډېر وخت کې هم نه وې پښې شوې لکه نن سبا! هغه وخت که افغانستان نږدې په انزوا کې و خو نن سبا هم له انزوا نه کم حالات نه دي! بلکې هېواد په نړېواله محاصره کې دی!

د هغه وخت د سولې او امن په اړه ډېرې خاطرې شته خو دلته به د يو کلېوال يوه کېسه رانقل کړو:

له هجرته تازه راستانه شوي وو. يو کلېوال ته مې شکايت وکړ؛ دا څه بد حال دی؟ هره شپه ړانده توغندې راځي دومره ټېټ او ګډوډ روان وي چې سړی يې له غږه پېژنې چې پرته له دستګاه نه شارټ شوي او توغول شوي دي هره شپه مو له درانه خوبه راويښوي او چې له خوبه راوېښېږو په نيمه خوبولي حال کې مو داسې ويره ونيسي چې ته به وايي دا دی اوس اوس مو پر سر توغندی رالوېږي!!! دا داسې يو حالت دی چې د انسان رواني حالت دروي او په رواني رنځونو يې اخته کوي! هغه بله ورځ دې ونه لېدل چې د کلي په هغه بر سر کې د پلاني دغو پر کور توغندی راوليد خو خدای(ج) وساتل! له دې مخکې يې په ښار او نورو ځايونو کې هم خلک وژلي!

کلېوال ګرم اسويلی وويست؛ هو والله. د سوله ساتو له راتګه مخکې دا ډول خبرې نه وې! نه توغندي وو او نه هېلکوپټر! نه دومره ډار و، نه غله او شوکه! د دوی له راتګه وړاندې يوه ورځ په ښار کې د ګاز ډابه رانه پاتې وه په کور کې د ماسپېښين په لمانځه کې راياده شوه. ښار ته ورپسې لاړم بس پر همهغه ځای ايښې وه!! خو په هغه وخت کې بيا بې وسي زياته وه!

د کلېوال خبرو په چرت کې يووړم. هغې بل کلېوال په جګ غږ وويل: دا ګوری! دا دومره خبره نه ده! زه دا دوې ورځې له يوه بل مشکل سره مخامخ يم! زما د لسو مياشتو وراره دی هغه بله شپه چې دوې بجې به وي د کور پر سر مو هېلکوپټر ټيټ راغلل او بېرته راتاو شول موږ خو په هر صورت لويان يوو خو هغه وراره مې بس يو ځل په کريغو پيل وکړ! هغه شپه، پرون ورځ، بېګا شپه او نن هم په کريغو کريغو و! نه په دوا  رغېږي او نه په دم! هېڅ نه پوهېږم چې دا څه حال دی؟ دوی سوله ساتي دي او که سوله ماتي؟ که سوله ساتي وي نو کومه ده سوله؟

اوس چې د هغې کلېوالو له خبرو شاوخوا يوولس کاله تېر شول او سوله لا هم نشته! نو د هغه کلېوال پوښتنې مې په ذهن کې پورته پورته کېږي! که دوی په رښتيا سوله ساتي وي نو کومه ده سوله؟ ايا دوی سوله ساتي دي او که سوله ماتي؟

سوله ساتي ځواکونه به له هېواده ووځي يا نه خو که ووځي نو سوله يې کومه ده؟ تر شا يې څه پرېښول؟ او که نه ووځي نو بيا هم کومه ده سوله؟ که دوی پاتې شي نو ايا مخ پر وړاندې به سوله راشي؟ که په تېرو ديارلسو کلونو کې د سولې په راوستلو کې پاتې راغلي وي نو ممکنه نه ده چې په دې کار کې به بريالي شي! البته که دوی قصداً سوله نه غواړي نو بيا ولې نور ګرموي چې د دوی په مقابل کې ولاړ دي؟ ښايي د دوی په مقابل کې لکه دوی هغه نور هم خپلې موخې لري!

ساده حيدرخېل

۱۴ لېندۍ ۱۳۹۲

خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *