سیاسي،روحاني او جهادي رهبر پیر سید حامد ګیلاني په هیواد کې د جګړې د ختمولو او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه خپله طرحه د یوې سترې غونډې پر وړاندې،چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ۲۵۰۰ دیني علماوو او قومي مشرانو پکې ګډون درلود وړاندې کړه.
د غه غونډه، چې د ۱۳۹۶ کال د جدي په ۱۶مه نېټه د فضیلتمآب پیر سید حامد ګیلاني په کور کې تر سره شوه،جیدو علمای کرامو او قومي مشرانو د پیر سید حامد ګیلاني له طرحې څخه ملاتړ وکړ او نومړی یې یواځنی کس یاد کړ چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ دی او د هیواد په تاریخ کې یواځنی شخص دی چې تل یې د سولې او روغې جوړې لپاره هڅې کړې.
پیر سید حامد ګیلاني چې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر دی او دهیواد په ټولو تاریخي پړاوونو کې یې ستر ملي رول لوبولی دی.
ملي محاذ ګوند له جهاد څخه وروسته کله،چې روسي یرغلګر ځواکونه له افغانستان څخه ووتل یواځنی ګوند وو،چې خپله نظامي برخه یې منحل اعلان کړه او له داخلي جګړو څخه ووتل،په ډېر افتخار سره ویلای شو،چې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند له آدرسه د داخلي جګړو پر مهال یوه مرمۍ هم نده فیر شوې او د افغانانو د وینو په بهولو کې هیڅ راز ونډه نلري،د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند تګلاره تل په خبرو اترو او سوله را څرخیدله او د اقتدار او قدرت لپاره جګړه یې مردوده ګڼله او ګڼي یې.
د بن له کنفرانس وروسته په هیواد کې د نوي نظام په راتګ سره د افغانستان ملي اسلامي محاذ ګوند تل په نظام کې د سمونونو غوښتنه کړې او د جګړې تر بیا ګرمېدو وروسته یې سوله یواځنۍ د حل لاره بللې ده.
پیر سید حامد ګیلاني د علماوو او قومي مشرانو په غونډه کې د خپلې طرحې په ترڅ کې وویل: د طالبانو ګڼ شمېر مشران په افغانستان کې دي او سولې ته لیوالتیا لري او باید د بین الافغاني سولې د راتګ په موخه داسې فضا را منخ ته شي،چې د هیواد علما او قومي مشران وکولای شي د هیواد په داخل کې له دواړو اړخونو سره خبرې وکړي او دا هغه مهال امکان لري،چې په هیواد کې دننه داسې مشخص ادرس منخ ته راشي،چې د سولې خبرې پکې تر سره شي او د دواړو لوریو لخوا پرې توافق وشي.
نوموړي زیاته کړه: د تاریخ په اوږدو کې مو دا ثابته کړې،چې تل مو د افغانانو د ښې ګنې او سوله ایز ژوند لپاره کار کړی دی او ټولو اړخونو ته د منلو وړ یو،نور هیوادونه او خارجیان پریږدۍ چې هرڅه کوي،موږ افغانان باید په خپله لاس په کار شو څو د خپلو ۳۰ میلیونه وګړو لپاره له طولاني او کړاوونو ډکې جګړې وروسته د سوله ییز ژوند زمینه برابره کړو.
پیر سیدحامد ګیلاني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، ځیني خلک چې په جګړه کې خپل آسونه چاغوي او خپلې ګټې یې په جګړه پورې تړلې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او په یوه او بله بهانه د سولې مخه نیسي.
نوموړي همدا راز وویل، د طالبانو یو شمېر مشران به په بهرنیو هیوادونو کې وي، خو په هیواد کې دننه هم د هغوۍ یو شمېر مشران شته، چې د سولې په اړه ورسره پایله لرونکې خبرې تر سره کېدای شي، پیر سید حامد ګیلاني وویل،موږ د بې طرفه علماوو او قومي مشرانو په ملاتړ د سولې غږ پورته کړی او تر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکړو څو د دې مظلوم ولس لپاره د ارام ژوند زمینه برابره کړو.
نوموړي په طالبانو غږ وکړ،چې د جګړې قربانیان د افغانستان خلک دي، که د هغه لوري کونډې او یتیمان دي او که د دې لوري د دواړو غم یوه کور ته راځي او د غم ټغر په یوه غولي اوار دی، دجګړې دوام د هیچا په ګټه ندی او بیه یې د افغانستان مظلوم او بیچاره ولس پرې کوي،نو راشئ او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې پروسې ته لبیک ووایاست څو د دې مسلمان ولس له ویني بهولو څخه مخنیوی وشي.
سیاسي،روحاني او جهادي مشر پیر سید حامد ګیلاني همدا راز وویل، د سولې لپاره هلې ځلې کوي او دا خپله ایماني او وجداني دنده بولي او په دې برخه کې له هر راز خنډونو سره مبارزې ته تیار دی، هر هغه څوک او جریان،چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي د افغانستان د خلکو دښمنان دي،نوموړي وویل، د دیني علماوو او قومي مشرانو یوه کمېته به رامنځ ته کړو،چې په بې پرې توګه له حکومت او طالبانو سره په دوامداره توګه خبرې وکړو څو د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره شي.