څلور لسيزې کيږي افغانستان د جګړو په ميدان بدل شوی، ټول په ډول ډول کړنو يو بل ملامت وي، خو اصلي او بنيادي ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

همدې بنيادي ستونزو تر جګړو رسولي يو اوس مو جګړې هماغه بنيادي ستونزو ته نه پريږدي چې د حل په لارو يې کار وکړو.

په قومي، ژبني او سمتي تعصبونو مو ځانونه له يو بل تردې ځايه بيل کړي دي چې اوس بيرته يو بل ته د نږدې کيدو توان او اختيار نلرو. ځکه هیڅوک هم دلته ددې نيت نلري او نه هڅه کوي چې خلک له دې تعصبونو نفرتونو او کینو، دښمنيو راوباسي، برعکس ټول په همدې شيانو ویاړي او هر يو دا کوښښ کوي چې تر بل ډيره دښمني وکړي.

هغه ملتونه چې د مختلفو دينونو، باورونو او نژادونو لرونکي دي او ګډ ارام ژوند کوي وجه يې دادې چې دوی ته کرکه نفرت او يو پر بل د برتری تعليم نه ورکوي. او نه هم سياستمداران په دوی کې کرکه او نفرت خپروي ځکه چې سياستمداران يې هم سم او سالم روزل شوي دي.

بله دا چې دلته د سولې کلمه ډيره ازمويل شوې هم ده، هغه دا چې تل له داسې اشخاصو سوله غوښتل کيږي چا چې ددې هيواد خلک د سولې سره په دښمنی کې اچولي دي.

د سولې خنډونه هغه نه دي کومو ته چې همدا اشخاص ګوتې نيسي. تر هغې چې د سولې لپاره خپل ذهنونه له پورته يادو شوو مسايلو څخه پاک نشي، سوله په حقيقت کې داسې ذهنونو څخه کرکه لري. سوله له ځانه پيل کيږي او هغه هم د انسانانو د افکارو په ميوه او کړنو ثابتيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *