ودان روښان   

دا نوره له شک او تردید وتلې خبره ده چې د هلمندي سوله غوښتونکو غورځنګ نور د افغانستان د تاریخ زرینه برخه ګرځېدلی، ښایي هغه وخت به د ډېرو زړه نه منله چې له اقتصادي پلوه بې وسه او ځینې معلول ځوانان دې یوخت دومره شور او ځوږ جوړ کړي چې د نړۍ زبرځواکونو سفیران او واکمن استازي دې له خپلو ماڼیو راووځي او سوله غوښتونکو سره دې افغاني پرلت ووهي او غوښتنې دې یې نه یوازې واوري بلکې هغه دې پرحقه او مشروع هم وګڼي خو چې سیاستونه به یې پرکوم لوري روان وي دا بېله خبره ده خو نفس د مسلې خورا مهم ځکه دی چې دا یوازې ددغو څو سرسپارلو ځوانانو غږ او غوښتنه نه بلکې له څلویښت کلنې جګړي ستړي او بېزاره ولس د زړه څړیکي او دردونه دي چې ددغو ځوانانو په څېرو کې راڅرګندې شوي دي. د جنګ جګړو په لمبو کې  دوریت شویو زړونو ساندې د هلمندي ځوانانو له ستوني راووتې او د سولې ناوې ورکې هیلې په هیله یې د کابل پرلور مخه کړه، د لارې په اوږدو کې یې زرګونه سولې ته تږو انسانانو هرکلی وکړ، ترهغو چې کابل ته راورسېدل. په کابل کې یې بېلابېلې دروازې وټکولې او دادی اوس یې په یبله پښو د هېواد شمال ته مخه کړه. په دې سره اوړي او سوزنده ګرمۍ کې پر پاخه سرک، د سکروټو په شان ډبرو او شګو یبله پښو مزل د سولې ورکې ناوې په لټون له مینانو پرته نورڅوک نه شي ګاللی. د سفر خوارۍ، سختۍ او ښایي د ځینو بې احساسو تانې او پیغورونه هرڅوک نه شي ګاللی او نه یې شي رغملی. اه څومره ستره لویې او د مینې قرباني باعظمته سمول او بېلګه ده.

دغه د سولې اتلان او سرسپارلي سرتیري یوازې د ځان او خپلې کورنۍ غم نه دي اخیستي بلکې دوی په دې توګه غواړي له جګړې د افغاني ټولنې ژوره کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړي. زه دغه عظمت ، دغه غیرت، دې مېړانې او تورې ته په داسې حال کې د درناوي سلام کوم چې پر خپله بي وسي او کمزوري ځکه د ناهیلي اوښکې تویوم چې رنځور تن مې ددې جوګه نه دی چې له دغه باعظمته کاروان سره مل شم. کاشکې خدای تر دغه وخته له روغتیا برخمن کړی وای چې له دغه سپیڅلي او برمه ډک کاروان سره ملګری شوی وای. هغوی چې کولی شي او کوم شرعي عذر نه لري باید ددغه کاروان ملتیا وکړي دا ځکه چې دا زموږ ټولو درد دی. بیا هم پر خپله بې وسي ژاړم چې له بده مرغه هغه ډول چې ښایي له ماسره هغه پوهه ن او هنر نه شته چې ددغو عظیو او سترو انسانانو لویې پرې انځورکړم نو ځکه خو خپل ځای حمید بابا ته پرېږدم چې دغه بې ساري مسوولیت ته یې شاوخوا دوه نیمې پېړۍ پخوا لا اوږه ورکړې. که په ځیر سره وګوره حمید بابا په اصل کې زموږ د سوله غوښتونکو دغه کاروان انځور کړی:  

                                         ﺳﻔﺮ: ﻋﺒﺪﺍﻟﺤﻤﻴﺪ ﻣﻮﻣﻨﺪ
ﻧﻦ ﺑﻪ ﺷﭙﻪ ﺯﻣﺎ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﻣﮑﺎﻥ ﻭﻱ    =  ﺟﻠﻮﻩ ګﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﻫټ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ ﻭﻱ
ﺷﺮﻣﻮﻟﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺣﺴﻦ ﮐﻮﻡ ﺗﺮﮐﺎﻥ ﻭﻱ     =  ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺧﻮﻟﯥ ﺩ ﺩﺭﻭ ﮐﺎﻥ ﻭﻱ
ﭘﻪ ډﻳﻮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻣﺦ څﻮﮎ ﭘﺘﻨګﺎﻥ ﻭﻱ    = ﻫﻤﺨﻮﺍﺑﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﮐﺎﻥ ﮐﻪ ﻧﺎﭘﺎﮐﺎﻥ ﻭﻱ
ﻭﻟﯥ ﻧﻪ ﭼﻮﯤ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺯﻣﺎ ﺩﻟﻪ          = ﭼﯥ ﺩﯤ ﻭﺍﻭﺭﯦﺪﻩ ﺩﻳﺎﺭ ﺩ ﺗﻠﻮ ﺑﺪﻟﻪ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻫﺴﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ څوﮎ     = ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﺍﺧﻠﻲ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ ﺍﺏ ﻭﻧﺎﻥڅوﮎ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﯤ ﻫﺴﯥ ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ څوک    = ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﺑﻮﻟﻲ ﭘﻪ ځﺎﺭ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻗﺮﺑﺎﻥ څوﮎ
ﻳﺎ ﻳﯥ ﺳﻴﻮﺭﯼ ﮐﻪ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻻﺱ ﺩ ﺍﺣﺴﺎﻥ څوک = ﻳﺎ ﻳﯥ ﻭﮐﺎ ﺩﺑﻞ ﮐﺎﺭ ﺳﺮ ﻭ ﺳﺎﻣﺎﻥ څوﮎ

ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﺴﯥ ﻏﻤﻪ ﻧﻪ ﻣﺮﻡ، ﮊﻭﻧﺪﯼ ﭘﺎﻳﻢ  =  ﺗﻮ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﺷﻪ ﺑﯥ ﻭﻓﺎ ﻳﻢ
ﺧﻮﺩ ﭘﻪ ﺧﻮﺩ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﻻړ ﺳﺘړﯼ ﺳﺘﻮﻣﺎﻥ = ﺧﺴﺘﻪ ﺩﻝ ﭘﻪ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ ﺁﺏ ﻭ ﻧﺎﻥ
ﺍﺭﺯﺍﻥ ﻭﺳﺖ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻧﺎﮐﺎﻣﻪ ﭘﻴﺮﻱ ګﺮﺍﻥ  =  ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻳﺎﻗﻮﺕ ﺑﻪ ﭘﻠﻮﺭﻱ ﺭﺍﻳګﺎﻥ
ﺩ ﺑﯥ ﻗﺪﺭﻩ ﺟﻮﻫﺮﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺩﮐﺎﻥ   = ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺁﻩ ﺍﻓﺴﻮﺱ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺍﺭﻣﺎﻥ
ﺭﺍﮐړﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﺩﺍ ۍړګ ﭘﺮ ﺩ ﻫﻤﺖ =   ﭼﯥ ﺣﺎﺿﺮ ﺷﻮﺍﯼ ﺩ ﺑﯧﮑﺴﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ
ګﻮﺭﻩ ﻧﺎﺳﺖ ﺑﻪ ﻭﻱ ﺧﭙﻪ ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﺧﺮﻭﮐﯥ =  ﮐﻪ ﺑﻪ ﭘﺮﻭﺕ ﻭﻱ ﻟﮑﻪ ﻟﻌﻞ ﭘﻪ ﺍﻳﺮﻭ ﮐﯥ
ﮐﻮﻡ ﺳﺮﻭﺩ ﺑﻪ ﮐﺎ ﻟﻪ ﺯړﻩ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻭﺭﻭﮐﯥ =  ﺩ ﺳړﻱ ﻣﻬﺮ ﺑﻪ ﻏﻮﺍړﻱ ﭘﻪ ﭘﯧﺮﻭ ﮐﯥ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﺩﻏﻪ ﻧﻮﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺑﺸﺮﻭ ﮐﯥ  =  ﮐﻪ ﺑﻪ ځاﻥ ﻟﺮﻩ ﻭﻱ ډﻭﺏ ﭘﻪ ﺧﻄﺮﻭ ﮐﯥ
ﺩﺍ ﮐﻮﻡ ﺷﺮﻡ ﺩﯼ، ﮐﻮﻡ ﻧﻨګ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﮐﯥ  = ﭼﯥ ﻏﻤﺨﻮﺭ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﻏﺮﺑﺖﮐﯥ
ﺧﻮﺏ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻭﺭځﻲ ﻟﻪ ډﯦﺮﯤ ﺳﺘﻮﻣﺎﻧۍ  =  ﺑﻮږﻧﻮﻱ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻣﻠﻮ ﺑﺪګﻤﺎﻧۍ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ځﻲ ﭘﻪ ﺯﻭﺭ ﭘﻪ ﺷﺎﺩﻣﺎﻧۍ =  ﻧﻪ ﺑﻪ ﺑﯧﺮﺗﻪ ﺷﻲ ﺭﺍﺗﻼﯼ ﻟﻪ ﭘښﯧﻤﺎﻧۍ
ﺩ ﻫﺮ ﺳﭙﻲ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺍﻣﻴﺪ ﺩ ﺍﻣﺎﻧۍ   =  ﭼﭙړﻭﺳﻲ ﮐﺎ ﺩﻧﻤړۍ ﭘﻪ ﻣﻬﻤﺎﻧۍ
ﭼﯥ ﺩﯤ ﻳﺎﺭ ﭘﻴڅﻲ ﺩﺍ ﻫﺴﯥ ﻧﺮﻣﻪ ګﺮﻣﻪ   =   ﺗﻪ ﭘﻪ ﮐﻮﻣﻪ ﺣﻴﺎ ﺭﻭﻍ ګﺮځﯥ ﺑﯥ ﺷﺮﻣﻪ
ﭘﻪ ﻗﻬﻘﻬﻪ ﺑﻪ ﺧﻨﺪﯦﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ  =   ﺩ ﺯړﻩ ﻏﻢ ﻳﯥ ﻏﻮﻟﯧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ
ﻓﺮﺍﻏﺖ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺴﻨﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ  =   ﭼﺎ ﺑﻪ ﺣﺎﻝ ﺗﺮﯤ ﭘﻮښﺘﯧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ
ﮐټ ﭘﻮﺯﯼ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﻮﻧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ = ﻏﻮﻧﭽﻪ ﻭﺍﺭ ﺑﻪ ﻣﻮﺳﯧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ
ﻧﺸﺘﻪ ﻣﺎ ﻏﻮﻧﺪﯤ ﺑﯥ ﭘﺖ څﻮﮎ ﭘﻪ ﻳﺎﺭۍ ﮐﯥ = ﭼﯥ ﻫﻤﺪﻡ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺧﻮﺍﺭۍﮐﯥ
ﺩﻡ ﻭﺧﻮﺩ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﻻړ ﺩ ﻏﻢ ﻟﻪ ګوټه  = ﭘﺮﺍﻧﺘﯽ ﺑﻪ ﭼﺎ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺩ ﺯړﻩ ﻏﻮټه
ﭘﺮﯤ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻫﺮﻩ ﻣﺘﺎﻉ ﺩ ﻫﻮﺱ ﺗﺮﻭټه  =  ﺍﻭﺑﻪ ﮐﯧږﻱ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻏﻤﻪ ﻟﮑﻪ ﻟﻮټه
ﺩ ﺍﺧﻼﺹ ﻣﺰﻩ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﻟﻪ ﭘﻮټه  =ﺁﻩ ﺍﻓﺴﻮﺱ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﭘﺎﺗﯥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻟﻮټه
ﮐﻪ ﺩﯤ ﻣﻴﻨﻪ ﻭﻱ ﺭﻳښﺘﻴﺎ ﻟﻪ ﺩﯤ ﺭﻣﻮﺯﻩ  =  ﺳﺮ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﺷﻨﻪ ﻟﻤﺒﻪ ﺷﻪ ﺷﻨﻪ ډډﻭﺯﻩ
ﻻ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ ﻭﻳﺪﻩ ﺷﻮﯼ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻭﻳښ ﺷﻲ =   ﮐﻪ ﻫﺮڅو ﻳﯥ ﺯړﻩ ﭘﻪ ﺧﻮﺏ ﭘﺴﯥ ﻣﯧښﻣﯧښ ﺷﻲ
ﻫﻴڅ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﮐﺎﺑﻮ ﮐﺎﺭﻭﺍﻥ ﺑﻪ ﻟﯧښ ﺷﻲ  = ﻻﻋﻼﺝ ﺑﻪ ﺩ ﻧﺎﮐﺎﻡ ﭘﻪ ﻻﺱ ﺭﺍﮐﯧښ ﺷﻲ
ﮐﻪ ﻳﯥ ﺳﻞ ﺧﻮﺍړﻩ ﺩ ﺣﺴﻦ ﭘﻪ ګواښ  ګیښ شي ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺑﻪ ﻟﮑﻪ ﺑﻨﺪ ﺩ ګني ﺯﺑﯧښ ﺷﻲ
ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺭﻧګﻪ ﺑﯥ ﺧﻮﺑﻪ ﺑﯥ ﺁﺭﺍﻣﻪ  =   ﺗﻪ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺭﻧګﻪ ﺑﯥ ﻏﻢ ﻧﻤﮏ ﺣﺮﺍﻣﻪ
ﭘﻪ ﻣﺰﻟﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺳﺒﺎ ګﻮﺭﻩ څﻮﮎ ﻣﻠﻪ ﻭﻱ  =  ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧړﻡ ﭼﯥ ﺑﻪ ﺳﺎﺩ ﻭﻱ ﮐﻪ ﺑﻪ ﻏﻠﻪﻭﻱ
ﭘﻪ څﻪ ﺷﺎﻥ ﺑﻪ ﺷﮑﺴﺘﻪ ﺯﻫﻴﺮ ﭘﻪ ﺯړﻩ ﻭﻱ  =   ﻟﻪ ﺗﻐﻤﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺯړﻩ، ﻧﻐﻤﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪﻭﻱ
ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﻮﻟﯥ ﺩ ﻣﺦ ﭘﻪ ﻭﻟﻪ ﻭﻱ =  ﺭﺍﻧﺠﻪ ﮐړﯤ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭼﺎ ﺧﺎﻭﺭﯤ ﺩ ﭘﻠﻪ ﻭﻱ
ﺳﺰﺍﻭﺍﺭ ﺩ ﻫﺮ ﺳﺘﻢ، ﺩ ﻫﺮ ﭘﯧﻐﻮﺭ ﻳﻢ   =  ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻠﯽ، ﺯﻩ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ
ﭘﻪ څﻪ ﺷﺎﻥ ﺑﻪ ﺷﮑﺴﺘﻪ ﺩﺭﻭﻣﻲ ﭘﻪ ﻻﺭﯤ   =  ﭘﻪ ګﺮﺩﻭﻧﻮ ﺍﻟﻮﺩﻩ ﺳﭙﻴﻨﯥ ﺭﺧﺴﺎﺭﯤ
ﺯړﻩ ﭘﻪ ﺧﺎﺭ ﺩ ﺑﯧﮑسۍ یې ﭘﺎﺭﯤ ﭘﺎﺭﯤ  =   ﺍﺑﻠﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻭﻫﻲ ﺩ ﻭﻳﻨﻮ ﺩﺍﺭﯤ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻫﺴﯥ ﻫﻨﺪﻭ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﺑﺎﺭﯤ  = ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﮐﺎ ﺩﻻﺳﺎ ﺩ ﻳﻮﯤ ﭼﺎﺭﯤ
ﻧﻪ ﻣﯥ ﺷﺮﻡ ﺷﺘﻪ ﻧﻪ ﺩﺭﻡ ﭘﻪ ﺣﺴﺎﺏ ﮐﯥ =  ﭼﯥ ﻟﻪ ﻳﺎﺭ ﺳﺮﻩ ﻻړ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ ﭘﻪ ﺭﮐﺎﺏﮐﯥ
ﮐﻪ ﻫﺮ څﻮ ﭘﻪ ﻏړﻳﻮ ﻏړﻧﺪ ﭘﻪ ﭘښﻮ ﺷﻞﻭﺍﯼ =  ﭘﻪ ﺳﻴﻨﻪ ﭘﺴﯥ څکېدی ﺩ ﺍﺷﻨﺎ ﻣﻞ ﻭﺍﯼ
ﺩﺭﺳﺖ ﺩ ﻏﻢ ﭘﻪ ﺧﻨډ ﻭ ﺧﺎﺭ ﺳﺮﻩ څوﻝڅوﻝ ﻭﺍﯼ = ﺩ ﻫﺮ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺩﺍ ﭘﯧﻐﻮﺭ ﻣﻼﻣﺖ ﻏﻞ ﻭﺍﯼ
ﺭﺍﭘﯧښ ﺷﻮﯼ ﻫﺮ ﻧﻘﺼﺎﻥ ﻭ ﻫﺮ ﺫﻟﻞ ﻭﺍﯼ =   ﺧﻮ ﻟﻪ ﻳﺎﺭ ﺳﺮﻩ ﻣﯥ ﮐړﯼ ﺩﺍ ﻣﺰﻝ ﻭﺍﯼ
ﭼﯥ ﺗﺮﯤ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻡ ﺭﻳښﺘﻴﻨﯽ ﻋﺎﺷﻖ ﻧﻪﻳﻢ =   ﺳﺮ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﺩﺭﻭﻏﺠﻦ ﻳﻢ، ﺻﺎﺩﻕ ﻧﻪ ﻳﻢ
ﻳﺎ ﻟﻪ ﻳﺎﺭﻩ ﺳﺮﻩ ﺗﻠﻠﯽ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﻭﺍﯼ  = ﭘﻪ ﻫﺮ ځاﯼ ﻣﯥ ﻏﻮړﻭﻟﯽ ﭘﺮﯤ ﻭﺯﺭ ﻭﺍﯼ
ﻳﺎ ﻳﯥ ﻣړ ﺩ ﺑﯧﻠﺘﺎﻧﻪ ﻟﻪ ﻏﻤﻪ ﺯﺭ ﻭﺍﯼ = ﻳﺎ ﭘﻪ ﺩﻭﺍړﻭ ﺳﺘﺮګﻮ ټﭗ ړﻭﻧﺪ ﭘﻪ ﻧﻈﺮﻭﺍﯼ
ﮐﻪ ﺩﺍ ﻧﻪ ﮐﯧﺪﺍﯼ ﻫﺮګﺰﻩ ﻣﻌﺘﺬﺭ ﻭﺍﯼ = ﺧﻮﺩ ﭘﻪ ﺧﻮﺩ ﻣﯥ ځﺎﻥ ﻭﻫﻠﯽ ﭘﻪ ﺧﻨﺠﺮﻭﺍﯼ
ﻫﺴﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻡ ﭘﻪ ﻳﺎﺭ ﭘﺴﯥ ﻣﺦ ﺗﻮﺭﯼ =  ﭘﻪ ﺟﺮګه ﺩ ﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻮ ﮐﯥ ﮐﻮﺯ ګوﺭﯼ
ﺩﺍ څه ﻣﻴﻨﻪ، ﻣﺤﺒﺖ، څه ﻋﺎﺷﻘﻲ ﺩﻩ  =  ﺩﺍ څه ﭘﺖ، څه ﻣﺮﻭﺕ، څه ﺻﺎﺩﻗﻲ ﺩﻩ
ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺩﻏﻪ ﺑﺎﺯﻱ، ﻣﻨﺎﻓﻘﻲ ﺩﻩ   = ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ ﺩﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻮ ﻓﺎﺳﻘﻲ ﺩﻩ
ﺳﺮﺍﺳﺮ ﻧﺎﻗﺎﺑﻠﻲ، ﻧﺎﻻﻳﻘﻲ ﺩﻩ   =  ﭘﻪ ﺫﻣﻪ ﻣﯥ ﺩ ﺳﻨګﺴﺎﺭ ګﻨﺎﻩ ﺑﺎﻗﻲ ﺩﻩ
ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻠﯽ ﺯﻩ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ  =  ګوﻳﺎ ﻣﺦ ﭘﻪ ﺗﺒۍ ﺗﻮﺭ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺧﺮﻩ ﺳﻮﺭ ﻳﻢ
ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﺑﺎﺭﺍﺕ ﺯﻩ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ    =  ﻧﻪ ﻟﻪ ﻏﻤﻪ ﭘﺴﯥ ﻣړ ﻧﻪ ﮐﺮ ﺍﻭ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ
ﻧﻪ ﺑﯥ ﻫﻮښﻪ، ﻧﻪ ﭘښﯥ ﻳﺒﻠﯥ، ﻧﻪ ﺳﺮﺗﻮﺭ ﻳﻢ  =   ﺧﻮﺍړﻩ ﺧﻮﺭﻣﻪ، ﺍﻭﺑﻪ څښﻢ، ﭘﻪ ﺧﻨﺪﺍ ﺧﻮﺭﻳﻢ
ﺩ ﻳﺎﺭ ﻳﺎﺭ، ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﭙﻞ، ﺩ ﻭﺭﻭﻧﻮ ﻭﺭﻭﺭ ﻳﻢ   =   ﻟﮑﻪ ﻭﻣﻪ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺍﻧځﻮﺭ ﻳﻢ
ﺩ ﺣﻤﻴﺪ ﺩﺍ ﺯﻧﺪﻩ ګﻲ ﺷﺮﻣﻨﺪﻩ ګﻲ ﺩﻩ   =   ﮐﻪ ﻳﯥ ﻣړ ﮐﺎ، ﻋﺰﺭﺍﻳﻴﻞ ﺗﻪ ﺑﻨﺪﻩ ګﻲ

2 thoughts on “سوله غوښتونکو: پرتاسې ویاړم خو پر خپله بې وسي ژاړم”
  1. خدای رب العزت دی صلح او مصلحین په افغانستان ،اسلامی امت او ټول بشریت باندی حاکم وګرځوی.
    جنګ طلبی او شرپسندی د سالم انسانیت سره اړخ نه لګوی ، انسانی او اسلامی اخلاق درلودل، لوړ تربیت او محمدی اخلاق غواړی ورانول آسانه خو تعمیر او نورو ته خیر رسول د مؤمنانو کار دی ، محمدی اخلاق او سیرت د دعوت غوره لار ده ، کوم کار چی په محمدی اخلاقو کیږی ، هیڅکله هم دمغرضو په پیسو او وسلو ممکن ندی، شرارت ،قتل،اختطاف او نور رذایل ،انسانیت نفی کوی
    قرآنکریم مؤمنانو ته حل ور ښیی :
    فان تنازعتم فی شیی فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر …
    بیا نور مؤمنان بلا وقفه د متخاصمو ډلو په مقابل کی دا مسؤلیت لری:
    وان طائفتان من المؤمنین اقتتلوا فاصلحوا بینهما بالعدل…
    نو صلح راوستل د مؤمنانو کار دی،عالی اخلاق ،خیرپسندی او قربانی غواړی،دجاهلی تعصباتو او انحصاری خصلت لرونکی دا کار نشی کولی بلکی وخت او ټول شته او د ملت ژوند ضایع کوی
    په پای کی بیا هم روښان صاحب او ټولو مصلحینو ته د رب العزت نه صحت ،سعادت او عزت غواړم واقعا چی مصلحین با عزته او سرلوړی مؤمنان دی
    حقا علینا نصرالمؤمنین

  2. خدای رب العزت دی صلح او مصلحین په افغانستان ،اسلامی امت او ټول بشریت باندی حاکم وګرځوی.
    جنګ طلبی او شرپسندی د سالم انسانیت سره اړخ نه لګوی ، انسانی او اسلامی اخلاق درلودل، لوړ تربیت او محمدی اخلاق غواړی ورانول آسانه خو تعمیر او نورو ته خیر رسول د مؤمنانو کار دی ، محمدی اخلاق او سیرت د دعوت غوره لار ده ، کوم کار چی په محمدی اخلاقو کیږی ، هیڅکله هم دمغرضو په پیسو او وسلو ممکن ندی، شرارت ،قتل،اختطاف او نور رذایل ،انسانیت نفی کوی
    قرآنکریم مؤمنانو ته حل ور ښیی :
    فان تنازعتم فی شیی فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر …
    بیا نور مؤمنان بلا وقفه د متخاصمو ډلو په مقابل کی دا مسؤلیت لری:
    وان طائفتان من المؤمنین اقتتلوا فاصلحوا بینهما بالعدل…
    نو صلح راوستل د مؤمنانو کار دی،عالی اخلاق ،خیرپسندی او قربانی غواړی،دجاهلی تعصباتو او انحصاری خصلت لرونکی دا کار نشی کولی بلکی وخت او ټول شته او د ملت ژوند ضایع کوی
    په پای کی بیا هم روښان صاحب او ټولو مصلحینو ته د رب العزت نه صحت ،سعادت او عزت غواړم واقعا چی مصلحین با عزته او سرلوړی مؤمنان دی
    حقا علینا نصرالمؤمنین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *