قباد شهریار
د سولې خبرې اوس تر بل هر وخت ګرمې روانې دي او تمه شته چې دا پروسه به بریالیتوب ته ورسیږي.
افغان حکومت د سولې لپاره پوره اراده لري او دا یې په تېرو څو کلونو کې ثابته کړه چې سوله لومړیتوب او د افغانان یوه مهمه اړتیا ده چې باید ورته ورسیږو.
خو افغان حکومت د سولې له پروسې سره یو ځای احتیاط کوي چې د سولې پروسه به د افغانانو په مشرۍ وي او بل هیڅ لوري ته به اجازه نه ورکوي چې لاسوهنه پکې وکړي او یا له افغانانو مالکیت واخلي.
لکه د مسکو غونډه چې افغان حکومت پکې کوربه نه بلکې د میلمه په حیث دعوت و او ګډون یې پکې و نه کړ.
افغان حکومت د مسکو غونډه په همدې موخه ترک کړه چې د افغانانو مالکیت یې ترسوال لاندې راوست.
سوله افغان حکومت او افغانان غواړي، خو د سولې اړخونه باید خپلواک وي، نه دا چې د طالبانو له لوري، پاکستان یو، ایران بل او روسیه بل فرمایش ولري.
طالبان که هر څومره ځان خپلواک یاد کړي، خو بیا هم په ډاګه ښکاري چې د پاکستان په انحصار کې دي او کله چې د سولې خبرې د پاکستان له مشورې پرته پیل کیږي، پاکستان یې پروړاندې خنډونه جوړوي.
پاکستان یا په افغانستان کې جګړې ته زور ورکوي او یا چاودنې کوي او یا هغه طالب مشران نیسي چې د سولې پلویان وي.
د سولې لپاره افغان حکومت خپل دریځ اعلان کړی او د طالبانو هغه شرط چې یوه پلمه هم بلل کیږي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي، افغان حکومت طالبانو ته ویلي چې خبرې او بحث به پرې وکړو.
خو له دې ټولو سره سره بیا هم طالبان د افغان ولس د ارادې خلاف ځي او د سولې پر ځای په جګړه ټینګار کوي.
که چیرې طالبان په رښتیا سوله کوي، نو بیا خو افغان حکومت په تمه دی چې طالبان د خبرو لپاره خپل استازي ور وپيژني.
هغه غوښتنې چې طالبان یې لري او هغه شرایط چې سوله پرې کوي، ولې یې مخامخ خبرو کې نه یادوي، طالب عجب منطق غږوي، جګړه له افغان حکومت او افغان ولس سره کوي او د خبرو ټینګار له امریکا سره کوي.
خو ښکاره خبره ده چې طالب په سوله کې خپلواک نه دی او تر هغې چې طالب خپلواک شوی نه وي، د سولې خبرې به په دومره اسانۍ نتیجه ور نه کړي.
طالب هڅه کوي چې د سولې خبرې د خپلو بادارانو هېوادونو ګټې خوندي کړي، هغه هېوادونه چې طالبان تمویل کوي او د جګړې لپاره ټول امکانات ورته برابروي.
نو سوله د افغان ولس ارمان او لومړیتوب دی، خو په دې قیمت نه چې د نورو هېوادونو لپاره پکې امتیاز ورکړل شي، داسې امتیاز چې هیڅ افغان ته د منلو نه وي.