د سولې لپاره هر کله هڅې روانې دي، ځکه سوله د ټولو افغانانو او افغان حکومت لومړیتوب دی، خو دا چې په تېرو کلونو کې سولې ته نه یو رسیدلي، یو لامل دا دی چې د سولې لپاره قومي اراده نه ده رامنځ ته شوې.

یا په بله مانا چې د سولې لپاره هېوادونو باندې فشار نه دی راوړل شوی چې ترهګر تمویل کوي او په افغانستان کې یې د جګړې لپاره امکانات ورته برابروي.

اوس چې تر بل هر وخت سولې ته تمې زیاتې شوي، یو لامل دا دی چې د جګړې اړخ دې پایلې ته رسیدلی چې جګړه په جګړه نه شي ګټلی او باید د خبرو له لارې دا اوږده جګړه پای ومومي.

طالبانو په تېرو څو کلونو کې هڅه وکړه چې ځینې ولسوالۍ او یا د ولایتونو مرکزونه ونیسي، خو له دې هڅو سره ـ سره و نه توانیدل چې یو خوندي ځای ځان لپاره پيدا کړي.

دا به سمه وي چې طالبانو چریکي جګړه کوي او په دې جګړه کې ځینو سیمو کې ملکي وګړو او یا افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړوي او یوه ګډوډي یې جوړه کړې، خو دا طالبانو هم منلې چې مخامخ جګړه او اوږده مهال لپاره سیمې نه شي ساتلی، هغه سیمي چې د زیاتو طالبانو او نورو افغانانو په قربانیو یې نیسي.

نو طالب ته د دې جګړې د خلاصون لپاره له سولې پرته بله لار نشته او اوس د افغان ولسمشر قوي ارادي ته په کتو ممکن د سولې ارمان ته افغانان ورسیږي.

طالبانو ته کلونه پيغام همدا و چې هیڅکله به په دې بریالي نه شي چې د جګړې له لارې هدف ته ورسیږي، اوس یې درک کړې چې د هوایي بریدونو له کبله پرې فشارونه زیات شوي او زیاته قرباني یې ورکړې ده.

اوس هم د سولې لپاره ناوخته نه دی، ځکه د طالبانو د جګړې له کبله افغانستان او افغانانو زیات زیان لیدلی او دا زیان کلونه وخت غواړي چې جبران شي.

بې عدالتي د جګړې له کبله ده، فساد د جګړې له کبله دی، غلا او مافیا د جګړې له کبله ، د نشه يي توکو کرکیله او قاچاق د جګړې له، که لنډه یې ووایو افغانستان کې د ټول بدبختیو لامل جګړه ده او که چرته جګړه بس شي، حتمي ده چې ټولنیز عدالت پلي کیږي چې ورسره به جرایم او نورې ستونزې کمې شي.

د سولې لویه ګټه همدا ده چې هیڅوک به نه وژل کیږي او د افغان حکومت او خلکو ټول پام به ژوند کولو ته شي، چې زیات پرمختګونه رامنځ ته کیدلی شي.

په دې ټول پوهیږو چې د فغان جګړې ګټه بهرنیانو ته ده او له همدې کبله زیاته پانګونه جګړه باندې کوي او وسله والو ډلو ته د جګړې امکانات برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *