وایي که کور مې وسوځېده، خو دېوالونه یې پاخه شول.
څلور لسیزې کېږي، چې ګران هیواد کې د جنګ جګړو خبرې دي، هره شېبه د ژوند خوښۍ د ویر سیلۍ په مخه کوي، د همڅنګو هیوادونو مداخلې زموږ د هیواد وګړي په قبېلو او خېلونو تقسیم کړي دي، ددې پر ځای چې د لوی افغانستان محکومې سیمې د سامراجیانو له ظلم او استبداد څخه وژغورو، ددې پر ځای چې ملي یووالي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه سره لاسونه ورکړو، سامراجیان او ستمیان د جنګ او کرکې به قیچي زموږ د یووالي مزي سستوي.
اوس چې د ولسمشر غني، حنیف اتمر او پیر سید احمد ګیلاني په هڅو له اسلامي حزب سره د سولې توافقنامې لاسلیک کېدل، د جګړې په سپکو (سپرغیو) د سړو اوبو تویول دي، دولت باید د جنګ په ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي، ځکه څلوېښت کلنې جګړې بې له ویر او غم څخه بله کومه ښېګڼه په لاس راوړې نه ده، اوس باید د ملي فکر لپاره افغانان سره یو لاس او متحد شي، نن ددې اړتیا ده، چې د یو او بل په شتون کې خپل شتون یقیني کړو، په هیواد کې جګړه ماري ډلې د جنګ، جګړې په زیانونو خبر دي، جنګونو تل له افغانانو څخه فرصتونه اخیستی او هیواد یې فلج ساتلی، زموږ اردو، پولیسد نړیوالو مرستو په مټ چلېږي، په هیواد کې د جګړې نغری تود ساتل د دښمن او سامراجیانو په ګټه دی، نن چې د اسلامي حزب امیر حکمتیار د سولې له پروسې سره یو ځای شو، د افغانانو په منځ کې یې خپل محبوبیت لا غښتلی کړ، طالبان هم باید سوله د یوې ملي اړتیا په توګه ومني او د خپلو غوښتنو د تر سره کېدو په موخه د ټوپک ماشې ته ګوتې نژدې نه کړي، له قانوني لارو دې خپلو غوښتنو ته ځان ورسوي.
جګړه مارو ډلو راځئ خپل د سولې او مینې لاسونه سره ورکړئ او خپله انرژي د لر او بر تر منځ د کرغېړنې کرښې د منځه تلو لپاره وکاروئ.
د سولې په راتګ سره د ملي یووالي هیلې لا غښتلې کېږي، د لر او بر د یووالي لپاره اغېزمنه ثابیتېدای شي، موږ سامراجیانو او ستمیانو ته په ډاګه وایوو، چې ډېر ژر به د سولې کوترې مات وزرونه کوشیر ونیسي، لر او بر څخه به د جګړې ټغر ټول شي او په مینه، مینه به د لوی افعانستان د پښتونخوا له هسکو غرونو څخه د ډهلي د تخت ننداره کوو.