د سمندر څپې يو پر بل اوښتې کله ژورې او کله برسیرنې. په غټه ډبره د اوبو دوه مرغان ناست وو، مښوکې ېې په ناز سره موښلې. باد د بيړى په سر بيرغ رپاوه. شنې اوبه، د لمر ځلیدلې پستې وړانګې، د مرغانو الوت، او شاوخوا شنه ځنګلونه تر هر څه زيات د طبعیت ارام سکون… خوند مې ترې اخيست. خو له دې ټولو ښکلاګانو سره سره زما د چيغو ځواب ورسره نه وو. ميرمن (ستينه) د خپلې کښتۍ جلب ته ناسته وه ومې بوښتله:
– کله هم پوهه شوې يې چې ولې خوشاله يم او علت يې څه دی؟
په کټ کټ يې وخندل:
– هو په ژوند کې داسې ښکلې شيبې ډيرې تکراريږى خو ډير مى سر نه دی پري خوږولى موږ ناروژيان يو ښکلي متل لرو، د ژوند ګلاب همدا نن راټول کړه.
مخ يې راواړه:
-نن ستا په شوندو کې هم له ورایه خوږه موسکا ځليږي څه خبره ده؟
موسکه شوم:
– پوهيږئ ټوله شپه مې له خوشالۍسترګې سره نه دي ورغلي له ډېرو کلونو ورسته به زموږ خلک هم د اختر درې ورځې د ژوند ګلاب راټولوي.
پای، اسلو