جمشيد غزنيوال

هغه کسان چې د توطيې له تيوري متاثره دي، هغوی د خپل برخليک په اړه دا باور لري چې هيڅکله هم د دوی په لاس کې نه دی. نور څوک دي چې دوی ته يې يوه ورځ يو رقم اړوي او بله ورځ يې بل ډول کوي.

د توطيې تيوري د يوه داسې ذهني حاکميت نوم دی چې وګړي يا ټولنه له فعال حالته انفعالي وضعې ته لېږدي او بل‌محوره کېږي.

د سولې په برخه کې هم کيسه همدې بريد ته رسېدلې ښکارېده، پر افغان حکومت د مخالفو ستر انتقاد دا و چې ګواکې د سولې په برخه کې تصميم نه‌شي نيولای او يا ګواکې د پردې تر شا نور لاسونه دي چې حکومت يې له اغېزه د بين الافغاني سولې ناره نه‌شي اوچتولای.

د ناټو عمومي مشر، د ملګرو ملتونو امنيت شورا او ان پاکستان هم د افغان حکومت د سولې په برخه کې د بې‌ساري دريځ د اعلان له ملاتړه سترګې پټې نه‌شوای کړای. د ملګرو ملتونو خبره خو بېخي واضح وه، و يې ويل چې د افغان حکومت د سولې پيغام او طرح دې مخالفې ډلې بې‌قيده و شرطه ومني. د دې خبرې معنا بې له دې څه کېدای شي چې افغان حکومت د خپلو بين الافغاني تعاملاتو، سولې او جنګ او ګڼو نورو مواردو په برخه کې ځان داسې دريځ ته رسولی چې نړيوال بنسټونه او نهادونه هم د سټنډرډ په سترګه له ورته کتلو پرته بله لاره نه لري.

د توطيې د تيوري يا ناسمو ګمانونو پر اساس تصورات هم له داسې ننګونې سره مخ شول چې نور يې پر عامه افکارو اغېز نه‌شي دوامداره کېدای. مثلاً هغوی چې حکومت يې د سولې په برخه کې د سياسي ارادې په نه‌شتون، د نورو د لاسونو منحصر او يوازې پر جګړه مجبور متمرکز ګاڼه، نن نه نورو ته دغه تصورات ور انتقالولای شي او نه خپله د دغسې تصور د منلو ثبات لري.

د سولې په هکله يوه مقوله ده، وايي چې «له شرير سره نرمي د شرم ګرمول دي او تر دې ستره تېروتنه نه‌شته.» ځينې وايي چې حکومت که چېرته دومره نرمي ښوولای شوای ولې يې پخوا نه ښووه او که له طالبانو سره ذهني مساله دومره اسانه د حل و فصل وړ وه، دا يو نيمه لسيزه جګړه ولې؟ ځينې بيا دا استدلال کوي چې له طالبانو سره دومره نرمه غاړه وړل، د حکومت حيثيت ته صدمه رسولای شي.

د دغو پوښتنو په هکله څو لنډې خبرې کوو.

لومړی دا چې حکومت د هغه ماشين نوم وي چې ټولنې يې د خپلو ارادو د تمثيل لپاره ګرځوي، ګرارۍ يې ور غوړوي، تېل ور اچوي، ساتي يې او لنډه دا چې که خراب هم وي د جوړولو هڅه يې کوي. حکومت که پرون جنګ کاوه او که يې سبا کوي، د هغه سټنډرډ تقاضا ده چې په نوره نړۍ کې له بشر ضد ګروپونو سره کېږي. د حکومت او جنګي ډلو لوی توپير همدا دی چې حکومت د سولې ظرفيت هم لري او د جګړې د مهار قدرت هم. که د ولس فشار پر هره برخه ډېر شي، د حکومت د تصميم‌ګيري پر پروسه اغېز لري او بلکې که ووايو چې رعيتونه خپل دوښمنان د حکومت په وسيله ټکوي. لنډه دا چې د حکومت جنګ د افغانانو يو ضرورت او سوله يې بله اړتيا ده. د سولې لپاره د حکومت د پراخې ټنډې غوړېدلی دسترخوان نه ناوخته دی او نه د احسان او استحسان په مواردو کې د ناوختي خبره مطرح کېدای شي.

له طالب سره د جګړې د يوې نيمې لسيزې جريان د ډيموکراسي د دوو مختلفو دورو د ولسمشرانو نظامي کردار و. بل دا چې جګړه د طالب له خوا تر دې ځايه را ورسېده، که چېرته د طالبانو د شا پر لمن د پاکستان پښې نه وای ايښې، طالبانو به اول د نظرياتي، تشريعي او تقنيني ټکر موضوع جګړې ته نه شعار کوله، بلکې د علمي مناقشو او سياسي بحثونو محور ته به يې را پورته کړې وه. دويمه خبره دا ده چې دوی به يوازې د جګړې کولو مجبوريت نه، بلکې د سولې د انتخابولو ظرفيت هم درلود.

دا دی څو اوونۍ تېرې شوې چې طالبانو د سولې د طرحې تر وړانديز وروسته هم ګونګه روژه نيولې او د پاڼ و پړانګ تر منځ را ګير دي.

هغه پخوا يوه سندره وه، ويل به يې؛

سوړسکه که دې نه خورم وږی کېږم

های های که دې خورمه کافر کېږم

ولسمشر غني طالبان پر داسې دوه لاري ودرول چې که هرې خوا ته ګام اخلي، د خپلې ماضي په برخه کې د قضاوت ننګونه ور پېښېږي. د دويمې پوښتنې ځواب دا دی چې له طالبانو سره دولت په هر خط کې وچلېد او دا سوبه يې کور ته ترې راوړه. که هغوی د خپل منطق په قوت باورمن وای، هغو ذهني تضادونو او سياسي نظرياتي ټکرونو ته يې جګړه نه انتخابوله چې نن يا سبا به يې د سياسي سټيج پر سر په خبرو حل ته را دانګي. طالبان د سولې په برخه کې سکوت ته دوام نه‌شي ورکولای، په شريعت کې سکوت هسې هم اقرار ګڼل شوی، خو دا چې دوی يې د قال ژبې ته نه‌شوای راوړلای، د پاکستان د هغو سياسي رنجو زور دی چې دا شا و خوا يوه نيمه لسيزه يې د پاکستان مشاطه په بغل کې ورسره ګرځوي او د طالبانو ستوني ورباندې خپ کړي دي.

که طالبان سکوت ته دوام ورکړي، له ولسي ټکر سره مخ کېږي او دا هغه څه دي چې طالبان يې په هيح صورت را منځ ته کېدل نه غواړي.

په ولس کې د سولې لپاره درېدلې خېمې د هغه سکوت د ماتې پيل دی چې طالبانو يې موجوديت خپل تاييد ګاڼه. مثلاً ويل به يې چې که زه د ولس خوښ نه وای، يوه ورځ به يې په اجتماعي شکل په يو نه يو ډول غږ پورته کړی وای، کله چې دا ځل ولسمشر د سولې سوې ناره له زړه پورته کړه، د ولس پر زړه يې هغسې تاثير وکړ چې د طالباني تابو د ماتولو سرشاري يې پکې پيدا کړه.

وروستۍ خبره دا ده چې که د حکومت د سولې طرح له طالبانو سره د نرمې غاړې وړل هم وبلل شي، بده ځکه نه ده چې د حکومت خپل انتخاب دی. کله چې د صدرات څلورلارې بريد طالبانو ومانه، حکومت د خپل تريخي په ښوولو، د جګړې دوام ته هم ټټر وډباوه. هغه وخت بيا ځينو په وينو د وينو د نه پاکېدو فلسفه را مخې ته کړه.

منظور دا دی چې سوله يوه نوي پړاو ته ننوته او دا کار ولسمشر غني وکړ. دا کار لوی کار و، خو لوی پوښښ يې پيدا نه کړ. طالبان يې د «هو» او «نه» په برخليک‌سازه بريد ودرول، د ملت د محاکمې درشل ته يې ودرول، د پاکستان د رد يا قبول انتخاب يې ور مخ ته کړ، د طالبانو د جګړې دليل او منطق يې لړزان کړ او نړۍ ته يې صافه کړه چې خبره له کومه را پيل او چېرته په رسېدو ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *