د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره سعودي عربستان او یا ترکیه د یوه بل بدیل ځای په توګه وړاندیز کړیدی. زما په اند د سولې د تحقق لپاره لاندې موضوعات ډېر مهم دی:
۱): د ټولو اړخونو او ددوی د ملاتړو او منځګړو پر سوله له زړه باور.
۲): د ټولو اړخونو استقلالیت، آګاهانه او شعوري تصمیم نیول.
۳): ټول اړخونه دې سولې ته د یوه جنګې تاکتیک نه، بلکې د یوه هدف په سترګه وګورئ.
۴): یوازې له وسله والو طالبانو سره نه بلکې له ټولو اړخونو سره د سولې یو هر اړخیز پیکیج وکارول شئ.
۵): د جنګې ډلو پر ملاتړو یو مضبوط سیاسي فشار واردول او دهغوی منابع په چينه کې وچول.
۶): د امریکا له متحده آیالتونو سره د ملي ګټو او قانون په چوکاټ کې امنیتي تړون لاسلیکول.
ټول اړخونه د له څلورو تاریخي اشتباهاتو زده کړه وکړئ:
۱): نړیوال دې د بن په څېر افغانستان یوې ډلې ته په واک کې نه ورکوي او نه دې دا هڅه کوي چې څوک په یوه او بله بهانه له سیاسي پروسو او حاکمیت څخه محروم کړئ، بلکې ټول په قدرت او اقتدار کې شریک کړئ.
۲): وسله وال دې د مجاهدینو اشتباهات نه تکراروي چې نه یی د حفیظ الله امین، نه د دوکتور نجیب الله، نه د رباني، نه د طالبانو، نه خپلو منځو کې او نه د اوسنۍ نظام د سولې سیاست مني او په جګړه ټینګار کوي، نتیجه به یی بالکل هماغه بلکې ترهغې هم بدتره وي، کومه چې د مجاهدینو او ولس په برخه شوه.
۳): وسله وال مخالفین دې د خپلو ایدیالوژیکو ملاتړو او مشرانو چې په پاکستان، مصر او ترکیه کې سیاست کوي، زده کړه وکړئ او دهغوي سیاست د تعقیب کړئ، په ځانګړي ډول د ترکېې موډل ډېر کارنده او عملي دی.
۴): هیڅ ډله د هڅه نه کوي چې له دولت څخه حزب جوړ کړئ. کله چې ددولت مشر کېږي، په هغه صورت کې د ګټونکې اړخ مشر د ټول هېواد مشر دی، نه د خپل حزب. په سیاسۍ چوکیو کې د تغییرات د خپل حزب او یا ائتلاف په خوښه د سیاسي معاملي له لارې راولي، اما بیوروکراسۍ او ددولت بنسټونه په ځانګړي ډول امنیتي او تعلیمي بنسټونه د حزبي او تنظیمي کوي نه.
ټول اړخونه دري مهم فرصتونه لري:
۱): راتلونکې ټاکنې هغه څه دي چې ټول وسله وال په یوه غږ په کې ګډون وکړئ، خپل نظامي تشکیلات د افغانستان په ملي اردو کې مدغم کړئ، هم به اردو ملي شي او هم به د وسله والو یوڅه باور پیدا شي. له دې کار سره فورا دې د افغانستان دولت مخالفې ډلې د سیاسي جریان په توګه رسما و پیژنئ. نظام او قانون د له دننه څخه د رایو په نتیجه کې اصلاح او په ريښتیني بڼه ملي کړئ. افغانانو تل جګړه تجربه کړېده، یو ځل د کم تر کمه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې په مطلق ډول سوله اییز چلند او سیاست تجربه کړئ.
۲): د بهرنیانو له حضور څخه داسې ګټه پورته کړئ چې د افغانستان د ولسي، تعلیمي/اجتماعي، اقتصادي او سیاسي قیادتونو لپاره د هیواد او سییمې د پایښتیز انکشاف او پرمختګ لپاره مشترک لرلید رامنځته کړئ.
۳): اوس د افغانستان په داخل او خارج کې دومره ظرفیتونه او کدرونه پیدا شویدي چې د نظام د بیوروکراسۍ او دولت جوړونې د ریفورم لپاره یې له تجربو او علم څخه ګټه پورته شي.
که دا پورته کارونه ونشي، نه زده کړه کوو او نه له فرصتونو څخه ګټه پورته کوو او نه ريښتیني سوله کوو نو بیا، نه دې سولې منځګړي، نه دې سولې د ځای بدلون او نه یې اجندا افغانستان ته سوله راوستلای شي، بلکې پر سوله به د ولس باور ختم، جنګ اوږد، افغانستان او سییمه به د تل لپاره نا آرامه وي.
حليم فدايي
ښه لیکنه ده. کور دې ودان