په هیواد کې تر اتلس کاله سخت جنګ وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې خورا تاوده پړاو ته ننوتلې دي، په ولس او نړۍ والو کې د سولې هیلې را ټوکېدلې دي او همسایه هیوادونو هم یا د نړۍ د فشار له امله یا هم د خپل کمزوري اقتصاد له امله د سولې بهیر ته زرغونې اشارې ور کړې دي.

خو له دې سره هممهاله د ولسمشرۍ د انتخاباتو وخت هم پوره دی او د سولې له خبرو سره یوځای د انتخاباتو لپاره هم تېز کار روان دی. دا دوې موازې پروسې دي، که متناقضې؟ د دې پروسو یوه د بلې تکمیلونکې ده او که یوه يې بله له منځه وړي؟ حکومت پلوه کسان زیاتره فکر کوي چې دا دوې موازي پروسې دي او هره یوه پر خپل ځای او وخت له شرایطو سره سمه باید مخته یووړله شي، مخالف جهتونه، د ولس لویه برخه، نړۍ وال او طالبان ټول دا دوې مخالفې او متناقضې پروسې بولي چې که هره یوه يې مخته شي بله به حتما ختمېږي.

د سولې له کیدو سره د موقت حکومت اوازې هم دي چې حکومت د دې اوازو په اړه توند غبرګون لري او فکر کوي چې موقت حکومت هیواد ته هغه فاجعه راولي لکه د ډاکټر نجیب الله له سقوطه وروسته چې په هیواد کې پيښه شوه او دوی په هیڅ صورت دې ته اجازه نه ور کوي چې هیواد یوځل بیا بحران ته ولاړ شي.

په دې اړه ځينې ټکي مهم دي چې باید پام ورته وشي: 

اول: د هغه وخت او نن  ترمنځ جوت تفاوت موجود دی، هغه مهال نړۍ د حکومت مخالفه وه او د حکومت دوام يې نه غوښت، اما اوس نړۍ هیواد بحران ته نه ایله کوي، ځکه په دې سره نه یوازي د متحدو ایالاتونو رنګ بدېږي بلکې د ټولې نړۍ مرستې او هڅې په اوبو لاهو کېږي، نو دا هيڅ امکان نه لري چې که د اوسني حکومت پر ځای یوه موقته اداره واک ته ورسېږي بیا به هیواد له بحران سره مخ شي.

دوم: هغه مهال واک مطلق جنګي ډلو ته ور ایله کړل شو، مګر اوس داسې نه ده، نن واک سره ويشل کېږي، طالب هم ورګډوي او د حکومت لوری هم، مجاهد هم ځای کې لري او نور د ولس استازي هم، په دې ډول انډول ساتل کېږي او څوک د جنګ لپاره بانه نه شي تر لاسه کولای چې زموږ حقونه خوړل شوي دي او جنګ کوو.

درېم: هغه وخت د حکومت ساتنې ضمانت یوازي د هیواد اردو کاوه، کله چې هغه منحله شوه او نړۍ يې منحل کېدل هم غوښتل، نو بحران ته د هیواد تلل لازمي وو، اما نن له اردو سره نړۍ هم د هیواد ساتنه او له بحرانه وتل غواړي، که بحران رامنځته کېږي نه یوازي چې زموږ د ولس خیر نه شته بلکې د نړۍ هم نه شته، له دې امله نه ولس هغه تېر حالت غواړي او نه يې نړۍ غواړي، نو د بحران چیغې دا وار کار نه ور کوي، یوازي څو کسان يې د خپل قدرت د ساتنې لپاره وهي، دلته یوه پوښتنه داده چې نن د یوه انتخاب شوي حکومت ضمانت څوک کوي؟ خپله ولسمشر ویل که نړۍ نه وي نو شپږ مياشتې حکومت دوام نه شي کولای، که د یوه انتخاب شوي حکومت ضمانت دې په نړۍ پوري اړه لري، نو د موقت حکومت او د نظام د بنسټیزو ستنو ساتنه د نړۍ تر غاړه ده چې په اړه يې بې ځایه تشویش نه دی په کار، ځکه که نړۍ د هیواد بحران غوښتی، نن به يې د حکومت له ملاتړه لاس اخیستی وای او هر څه به يې طالبانو ته ور ایله کړي وای، نړۍ ولې له طالبانو سره سیاسي جوړ جاړی غواړي؟ د همدې لپاره چې هیواد له بحرانه ووزي او نړۍ ته هم بانه جوړه وي چې افغانستان ته مو امن راوستی او نور هیوادونه له افغانستانه خطر نه احساسوي، کله چې نړۍ د هر څه ضمانت کوي، دا که د نننۍ ادارې تر چتر لاندي وي یا د موقت حکومت تر سیاوان لاندي، توپير په څه کې دی؟

څلورم: که ټاکنې وشي، نو حکومت به د څو کلونو لپاره بیا له طالبانو سره جنګ کوي، چې لکونه کسان به پکې وژل کېږي، نو حکومت ټاکنې په کوم قیمت کوي؟ ایا ټاکنې د لکونو کسانو په سرونو ارزي؟ دا ټاکنې د ټول ولس له لوري هم نه دي، یوازي د ښارونو کسان پکې ګډون کوي چې هغه هم د ټولو ګډون حتمي نه دی، یو بل مهم ټکی دادی چې تېرو ټاکنو کې حکومت خپل اعتبار له لاسه ور کړی دی، هلته يې معاملې وکړې، د ولس رایې خرڅې شوې، د ولسمشر سیاسي سالاکار فضلي له وکیلانو سره معاملې وکړې او د لکونو ډالرو ان د میلیونو ډالرو معاملې وې چې د عزتونو د لوټلو خبرونه لا هم ورسره مله و، نو ایا داسې انتخابات په دې ارزي چې د سولې مخه ونیسي او د هیواد لکونه سرونه ورته ورغړي؟

پنځم: سوله د امریکا لومړيتوب دی، ټاکنې هغوی ته نن دومره اهمیت نه لري لکه سوله، که موږ پر ټاکنو ټینګار کوو نو د امریکا غوندي یو ستراتیژيک ملګری به خپه کوو چې په دې سختو شرایطو کې د یوه مهم ملګري خپله کول به موږ ته سیاسي، اقتصادي او ډپلوماتیک اړیکو په برخه کې مشکلات پيدا کړي او طالبانو ته په د زیاتو ځمکو د لاندي کولو چانس په لاس ور کړي، په کومو شرایطو کې چې موږ واقع یو ټاکنې په دې نه ارزي چې د امریکا غوندي ستراتيژک ملګری په خپه کړو.

شپږم: که ټاکنې نور کاندیدان تحریم کړي، نو په کور دننه او بهر به حکومت له سولې پرته بل هر کار نامشروع وبلل شی چې دا به نه یوازی امریکا خپه کړي بلکې د نړۍ زیاتره دوست هیوادونه به زموږ د حکومت د خپل سرو کارونو له امله خپه شي او مرستې به بندې کړې چې په هغه صورت کې ممکن طالبان په کاله دوه کې حکومت په زور ونیسي او لکونه امنیتي سرتیری به هم وژل شوي وي.

اوم: که ټاکنې د ۲۰۱۴ کال غوندي جنجالي شي نو حل ته به يې څوک رامخکي شي؟ هغه وخت امریکا منځګړيتوب کاوه، دا ځل چې امریکا ته سوله مهمه ده ممکن د انتخاباتو د کشالې اوږدولو ته لا زور ور کړي چې هم ملت نور له دې کشالې ستړی کړي او هم کاندیان، بیا به حل چیشي وي؟

اتم: حکومت په خپله پنځه کلنه دوره کې ملت ته امتحان ور کړی دی، غني له هر چا سره معامله وکړه، حتا د معارف پر وزارت يې هم معامله وکړه چې د ملت بنیادونه يې د لسګونو کلونو لپاره ولړزول، فساد په خپل اوج کې دی، لويې لارې تر بل هر وخت زیاتې ناامنه دي، د حکومت په ګمرکاتو کې نیمه مالیه شخصي جیبونو ته ځي، طالبانو په ټولو لارو کې له باري موټرو خپله مالیه اخلی، د حکومت پرتې پوستې هم له موټروانانو د دوی په اند خپل حق اخلي چې د بي بي سي د یوه راپور له مخې یوازي د اقینې له بندره تر کابله د یوه موټر څخه د طالبانو د محصول په شمول یو نیم لک افغانۍ کېږي او دا د دې بې چاره ملت پر اوږو یو خورا دروند بوج دی چې که پنځه کاله نور دوام وکړي نو د ملت ملا به تر دې بار لاندي غوټه ماته شي.

نهم: ځينې کسان پوښتنه کوي چې له امریکا سره د طالبانو پر بیخي محدودو موضوعاتو بحثونو تقریبا یو کال وخت ونیوی، نو له حکومت سره پر زیاتو او نسبتا جزيي مسلو به ښايي تر دې هم زیات وخت ونیسي، په دې صورت کې که انتخابات ونه شي، نو د حکومت مشروعیت به تر پوښتنې لاندي وي او د ملت و نړۍ له لوري ممکن د نیوکو سبب شی. دا خبره سمه ده چې له حکومت سره د طالبانو خبرې به زیات وخت ونیسي، اما د حکومت د نامشروعیت خبره خو اوس هم مطرح ده، پنځه کاله مخکې دوه سره حکومت هم په قانون کې نه وو بیا مو ولې جوړ کړ؟ که پنځه کاله حکومت له قانونه مخالف روان وي، جوړښت يې غیر قانوني وي، اکثره وزارتونه يې تر کلونو سرپرستان اداره کوي چې غیر قانون کار دی، اوس هم ولسمشر په غیرقانوني ډول ناست دی او اجرایه رییس هم بې قانونه چوکۍ نیولې ده، نو که د سولې لپاره دا حالت یو کال یا یونیم کار نور هم وغزېږي، څه اسماني ټکه به راولوېږي؟ ولسمشر وايي، چې ټاکنې د قانون اصل دی، نو اجرایه رایاست د چا وړاندیز وو، سرپرستان د کوم اصل له مخې پر چوکۍ سریښ دي؟ دا اوس ستا ناسته د کوم اصل پر بنسټ ده؟ په خپله پنځه کلنه دوره کې يې تر سل ځله زیات قانون مات کړی دی، نو که نن د سولې لپاره مات شي هم به ټکه نه رالوېږي او سوله تر انتخاباتو، دې مفسدې ادارې او د وینو تویولو له دوامه د افغانانو لپاره لومړیتوب لري. موږ ژوند نه لرو، دوی انتخابات په را کوي، موږ ته دا ځل د ژوند او مرګ تر منځ انتخاب راکول شوی دی چې د ملت لپاره تر بلې هرې مهمې پروسې د خپلو سرونو او مالونو د ساتنې پروسه مهمه ده.

تر سوله به موږ هله انتخابات غوره بللي وای چې غني په خپله پنځه کلنه دوره کې اقلا دوه داسې پروژې عملی کړې وای چې د ملت لپاره يې بنسټیز حیثیت در لودلای. هيڅ ښار تر ننه هم ۲۴ ساعته وارداتي برق نه لري، ۵۴ فیصده ولس د فقر تر کرښه لاندي ژوند کوي، دولتې ادارې تر دبل هر وخت په فساد کې زیاتې ډوبې دي، ولمسشر د څو غلو او مفسدو کسانو له لوري داسې انحصار شوی دی چې ان د ولایتونو د سقوط خبر هم پر خپل وخت نه ورته رسېږي، د عبد الجبار ثابت له وینا سره سم ټول پخواني غله او مفسدین په دې حکومت کې د وزیر، معین او رییس تر کچې لوړ شوي دي، غني د ټلیفون له کارډ څخه اخیستونکې لس روپۍ هم مدریت نه کړې، نو ولس نور څنګه د هغه پر شعارونو باور وکړي او تر سولې يې بهتر وګڼي؟! دلته خلک ژوند نه لري، د خلکو غوښتنه لومړی د ژوند حق دی، د حکومت د انتخاب حق تر ژوندي پاتېدای وروسته وي، نو ولس لومړی ژوند غواړي نه د یوې فاسدې ادارې د بقا لپاره انتخابات.

له دې هر څه ور هاخوا، نن هم حکومت پر څو ډلو ویشلی دی، تر ولسمشر راتاو کړۍ تر خپل منځ سره همغږي نه دي، د حمد الله محب ډله د سلام رحیمی له ډلې سره جوړه نه ده، له دوی دواړو سره بیا د ستر سیاسي سلاکار ډاکټر فضلي ډله په هيڅ وجه جوړه نه ده، همداسې وړې او غټې ډلې نورې هم شته چې یوازي خپلې شخصي ګټې ورته مهمې دي او د هیواد بحراني حالت ورته مهم نه دی. د دوی اختلافات داسې یوه حد ته رسېدلي دي چې د سرتیرو لپاره د خوراک او څښاک پیسې غلا کېږي او دوی يې یو دبل په مقابل کې مصرفوي، د اردو په الوتکو کې د لوړپوړو کسانو ملګري چکرونه وهي او د اردو سرتیري د جنګ په میدان کې ساه ور کوي.

د غني او عبد الله تر منځ له لومړي سره مشکلات وو او نن هم شته. خپله ولسمشر له طلوع سره په مرکه کې د دې یادونه هم وکړه. تر دې اندازې جدي مشکلات دی چې د ولسمشر فرمان د بهرنیو چارو وزارت کې صلاح الدین ربانی نه مني، د ده په امر ټاکل شوی هیئت يې څو واره د بهرنیو چارو د وزارت له دروازې پسې اخیستی دی، حتا د ولسمشر په فرمان ټاکل شوې معینه څو میاشتې صلاح الدین خپلې دندې ته نه ایله کوله ان چې هغې معینې يې پر کور مرکه وکړه او د خپل کار اجازه يې له وزیر صاحب څخه واخیسته.

همدا د بهرنیو چارو وزیر څخه څو کاله مخکې پارلمان د اعتماد رایه اخیستې ده، مګر هغه کلونه کېږي چې په زور يې وزارت اشغال کړی دی او د هیچا امر هم نه مني، نه قانون مني او نه تر خپل ځان لوړ کس ویني. ټولې ټاکنې يې په سفارتونو کې د افغانستان لپاره شرمونکې دي او حتا په لس کې يې اته ټاکنې د قانون څخه په مخالفت کې دي، خو بیا هم پر وزارت ناست دی او څوک يې د ولاړولو جرات هم نه لري.

تر هغه حکومت چې په یوه امتحان کې ناکام شوی دی، د اصلاحاتو هيڅ اراده په کې نه وي، غله، مفسدین، زورواکې، لنډغر، نااهله او حتا ماشومان يې پر سترو حکومتي چوکیو کېنولي وي، هيڅ زیربنايي کارونه يې نه وي کړي، د مسلکي کسانو ځای بې مسلکو نیولی وي، د ښې مشورې ځای غوړه مالو ډک کړی وي، د استعداد پر ځای پیسې او واسطې کار ور کوي، د ولس او چارواکو ترمنځ درانه او کلک سیمټي ديوالونه ولاړ وي او مشر يې په ارګ کې د څو کسانو په محاصره کې داسې راګېر وي چې د هغوی ګټې د ټول ملت تر ګټو ورته ګرانې وي، نو تر د دې حکومت له دویم ځلو ټاکلو به موږ څه لاس ته راوړو؟ راځئ ازمویلي پرېږدو، هغه چاره په پوره توجو مخته یوسو چې د ولس، نړۍ، طالب او ټولو پرګنو هیلې ور پوري تړلې دي.

۱۳۹۸/سنبله/۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *