سوله یعنې مینه، رحم، سره خواږه، د یو بل په سترګو کې د ځان، وطڼ او وطنوالو لپاره هغه نغری او کاسه چې تول په خندا لاس ورټیټ کړو او په ښه زړه او خوښۍ د یو بل په خوشالیو خوشاله او په غمو سره وځوریږو. زما او ستا لپاره سوله یعنې راځه چې دواړه لاس په لاس سره لاړ شو، د وران وطن کوڅو کې سره وګرځو او د هر ویجاړ او د هر غمجن کور مخې ته یو شین نیالګی کیږدو.

پسرلې راروان دی او دا بهار به یو بل ته په نیک فال ونیسو، ریشتا راځه چې هغې غونډۍ ته لاړ شو چې په غاټولو سره ده لکه د ناوې د سر سور چکن، هلته به کینو کیسې اوخواله به وکړو. زه به د ارغوان د میلو درته وایم او ته به راته د بابا ولي د زیارت کیسې کوې. راته وایې به: لاس راکړه چې د چهل زینو چکرې درباندې ووهم. زه به لاس د مینې درکړم او ته به زما نازک لاس تر خپلې غاړي تاوکړي، زړه به مې زړه ته درنیږدې کړې، د یو بل د زړونو زخمونه به تکور شي. یو بل به په سر ښکل کړو او وایو به:خوب نه وینو؟
له لری به د شپونکي د شپلۍ ښکلې سندره اورو:

چې ريدي وي غوړليدلي په ابدان کې
د جنت شپه وي پسرلیه د کيږدۍ شپه

ته به لاس ټیت کړي لاله به راوشکوې او زما په پيکي کې به ېې وټومبې، زه به بیا ستا په وربښمینې لونګې د غاتول ګل وټومبم او دواړه به غاړه په غاړه روان شو ….

نازو پسرلی

ناروې – اسلو
۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۲۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *