د کندهار د سولې د عالي شورا خبرپاڼه
وسله والو طالبانو د پخلاینی او دسولی پروسی سره د یوځای کیدو په موخه د سولی ولایتی کمیټی رئیس د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالی د دریو کلیو د اوسیدونکو قومی مشرانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کی د سرطان د میاشتی په ۱۱ نیټه غونډه وکړه او د هغوی ستونزی یی واوریدی.
په پیل کی د کندهار د سولی ولایتی کمیټی ریس حاجی شیراحمد خان حقیار راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د سولی پروسی د تامین پر لارو چارو یی په خپلو خبرو کی وویل؛ تپل سوی اوږدی جګړی زموږ هیوادوال ډیر وځورول او د ژوند په هره برخه کی یی له زیانونو سره مخامخ کړل، اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی افغانان د خپل هیواد د ژغورنی لپاره سره یو او په خپل هیوادنی مسولیت سره داسی ګډ کار وکړی چی د سولی او امنیت د تامین سره جګړه پای ته ورسیږی نو زه ستاسو څخه هم هیله کوم چی د وسله والو مخالفینو په پخلاینه کی زموږ سره مرسته وکړئ او د جګړی له لیکو څخه یی راوباسی.
وروسته د ډنډ ولسوالی د میانجوی کلی اوسیدونکی قومی مشر حاجی محمد اصف صحرایی، د مردکلا کلی اوسیدونکی په استازیتوب ډاکټر محمدولی مستقیم او د خوجالی کلي اوسیدونکی حاجی ګران محمد اکا د مبارکی ویلو ترڅنګ وویل سوله زموږ لومړی غوښتنه ده نو هر افغان باید د سولی او پخلاینی لپاره کار وکړي داځکه د سولی تامین زموږ افغانانو کار او مسولیت دی د تیرو کلونو تجربو ثابته کړی چی بهرنیان موږ ته د سولی راوستولو هڅی نه دی کړی دغه راز هغوی په وار سره د خپلو کلیو د پرتو ستونزو په اړه وویل؛ د ټولو کلیو د بیا رغونی لپاره ددولت له خوا بودجه منظور او ورکړل سوی خو زموږ په کلیو کی تر اوسه د بیا رغونی کار تر اوسه نه دی ترسره سوی خو زموږ د کلیو ترڅنګ په کلیو کی د بیارغونی ښه کارونه ترسره سوی او د ژوند په کارونو کی یی ښی آسانتیاوی رامینځ ته کړی دی، موږ هم هیله کوو چی په دی لاره کی زموږ سره همکاری وکړي.