په کابل کې او بهر کې ځینې کسان په دې نظر دي چې طالبان خبرو ته چمتووالی نه ښیي او له دې څرګندیږي چې دوی سوله نه غواړي، د سولې هڅې ناکامې دي.

 له بلې خوا ګڼ صاحب نظران په پاکستان باندې شکمن دي او استدلال کوي چې څو پورې پاکستان سوله ونه غواړي، طالبان څه نه شي کولای.

  متل دی وایي چې مار چیچلی له رسۍ هم ویریږي، دغه کسان به شاید حق لري چې د سولې په هڅو کې د پاکستان  په رول باندې شک څرګند کړي. مګر د اوس او پخوا وخت تر منځ دوه مهم تفاوتونه باید همیشه په خپلو محاسبو کې شامل کړو:

 یو دا چې پخوا په پاکستان باندې دومره سیاسي فشار نه و  اچول شوی. په تیرو څو میاشتو کې پاکستان د امریکا له سیاسي او مالي فشار لاندې دی او دا امکان هم شته چې فشارونه زیات شي. هغه امریکا چې له ایران سره شوی اتومي تړون باطل اعلانوي او هغه ټرمپ چې د خپلو ډیرو نژدې متحدانو پروا نه ساتي نو پاکستان ولې ورسره احتیاط ونه کړي؟

  کله چې شورویانو په افغانستان باندې حمله وکړه او د نړۍ کابو ټولو هیوادونو دغه یرغل وغانده، د امریکا او لویدیځ غندنه د شدت په لحاظ شدیده وه، مګر د امریکا د هغه وخت ولسمشر جیمي کارتر په خپل غبرګون کې وویل چې دوی به شوروي ته اجازه ورنه کړي چې په پاکستان باندې تیری وکړي. د دې خبرې معنا دا وه چې افغانستان یې د شوروي د نفوذ د ساحې یو ملک باله.

  وروسته بیا چې افغانانو د شوروي یرغل په خلاف مقاومت شروع کړ، نو لویديځوالو خو مجاهدینو ته وسلې ورکړې مګر دا وسلې یې هغو ډلو ته ورکړې چې پاکستان انتخاب کړې وې او  دې ته یې ونه کتل چې ایا دا جګړه به په نهایت کې د پاکستان منافع خوندي کړي که د افغانستان ؟ دوی چې په افغانستان کې له نفوذ او ان عادي رابطې سره دلچسپي نه لرله، دا ورته مهمه نه وه چې د روسانو له ماتې وروسته افغانستان باید څنګه وي.

  لویديځوال او په تیره بیا امریکا اوس اعتراف کوي چې د شوروي عسکرو له وتلو وروسته یې افغانستان په میدان پریښود او له دې خلا القاعدې استفاده وکړه.

  په افغانستان کې د لویدیځوالو د پراخ حضور او څرګندو اعترافونو معنا دا ده چې افغانستان نور یوه تشه او خلا نه ده چې پاکستان به په اسانۍ پکې نفوذ ته زړه ښه کوي.

  بل مهم تحول دا راغلی دی چې پخوا پاکستان د اسلامي نړۍ د افراطي ډلو د وینو په بیه  په کشمیر او افغانستان کې د جګړې اور بل ساتلی و او پخپله ورته مشکل جوړ نه و. خو له تیرو څو کلونو راهیسې افراطي ډلو په پاکستان کې هم په زرګونو خلک ووژل او دغه هیواد یې له اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحران سره مخ کړ.

  منظور دا چې پاکستان اوس پخپله د ترهه ګرو له لاسه په بد حالت کې ګرفتاره دی او دا چانس ډیر شوی دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې یې ممکن جدي وي.

  د افغانستان په ګټه او د سولې په ګټه دا ده چې خامخا بدبینه ونه اوسو او په حالاتو کې راغلیو تحولاتو ته پام وکړو.

  متاسفانه په هره جګړه کې د ځینو خاصو کسانو شخصي یا تنظیمي ګټې وي. که جګړه د مظلومو خلکو کورونه ورانوي، د ځینو ټګانو او چالاکانو کورونه ورسره ابادیږي. موږ باید د سولې په اړه په خپلو محاسبو کې د هغو کسانو منفي رول او منفي تبلیغات هم په نظر کې ولرو چې په سوله کې یې تاوان دی.

  هره جګړه که د اکثرو خلکو لپاره د اسماني بلا حیثیت لري، د یو کم شمیر لپاره د عوایدو او نفوذ په وسیلې بدلیږي. په افغانستان کې داسې قوتونه شته چې سوله یې په تاوان ده. سوله کولای شي چې د قاتلان محاکمې ته راکش کړي، او  د درغلو عناصرو د ګټووټو مخه ونیسي. سوله که اکثرو خلکو ته د آب حیات حیثیت لري، ځینو نورو ته د شوکران د جام غوندې ده. هر څوک خو د یوناني مصلح او مفکر سقراط غوندې نه وي چې د قانون او اصولو د اطاعت په خاطر یې په خپله خوښه د زهرو جام په سر واړاوه او له ژوند سره یې خدای پاماني وکړه. هغوی به خامخا د سولې مخالفت کوي چې په سوله کې یې تاوان دی. د دې مخالفت یوه مهمه لاره دا ده چې د سولې په هڅو کې خوګانې ولټوو، شکونه پکې پیدا کړو او  دهغو کسانو حوصلې ماتې کړو چې د سولې د تحقق په لاره کې مزل پیل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *