تاند- وروسته له دې چې د مشرانو جرګې څو غړیو سولې ته د طالبانو د هڅولو لپاره دې ډلې ته په حکومت کې د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه، د پاکستان د بهرنیو چارووزارت هم نن /پنجشنبه/ ورته غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا وویل، د دې لپاره چې طالبان خبرو ته تیار شي، پکار ده چې سیاسي امتیازونه ورکړای شي.

نن د جرمني ولسمشر شتاین مایر هم د افغانستان د سفر په لړ کې وویل چې په افغانستان کې تر هغو سوله نه شي راتلای چې له طالبانو سره تفاهم ونه شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي نظر محمد فقیري د چهارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، د سولې له بهیر سره یوځای کېدا د تسلیمۍ معنا نه لري، ولسمشر غني باید د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره طالبان په حکومت کې شریک کړي.

ده همداراز وویل«باید یو شمېر وزارتونه  او سفارتونه طالبانو ته ورکړای شي او طالبان په حکومت کې شریک کړای شي.»

د مشرانو جرګې د دفاعي او کورني امنیت د کمیسیون ريیس هاشم الکوي هم وویل چې سولې ته د طالبانو د هڅولو لپاره دې، دې ډلې ته امتیارونه ومنل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *