اوس نو ته هم زما د ستومانه ژوند د کتاب په پاڼو کې يوه ورکه هيله شوې. له تا سره زما مينه ازلي وه، ته زما د نيکه د پټکي ګل او د شملې عظمت وې، ته زما د نيا د ټيکري غرور او سپېڅلتيا وي، خو نن د داسې ناولو کسانو تورو منګولو او دروغجنو ژبو ته لوېدلې يې چې په غوښتلو دې شرمېږم.

هغوى چې په تا پسې نارې وهي، له تا سره يوه زره هم مينه نه لري او وجدان يې د جګړې په دوزخي لمبو کې داسې سوځېدلى او تک تور دى چې د مينې په تباشير پرې د جنت د کلمې يو تورى هم نه شي ليکل کېدلى.

ته ډېره سپېڅلې يې، خو دغه پست ضميره او پلورل شوو سوداګرو له موږ نه په ډېره لويه بيه اخيستې يې، تا اوس د هغوى په رنګ شوې يې، زما په شعرونو او نورو کيسو کې ستا لپاره يوه زره ځاى هم نشته.

زه اوس له دې نمايشي افسانو سره هېڅ مينه نه لرم. ته اوس د جګړې رېښتيني کيسه يې اود جګړې له هغو سوداګرو سره اوسېږې چې تش ستا په نوم مين دي، خو روح يې دې په خپلو تورو منګولو له ستوني نيولى. بيا هم هيله کوم، رانه خپه نه شې، زه دې په دې جامو کې نه غواړم.

٢٠١٥ د جنوري ١٦مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *