له اسلامي حزب سره د سولې خبرو څخه تمه دا وه چې تر کوچني اختره به څرګنده پایله ولري او دغه ډله به د سولې په تړاو افغانانو ته د اختر په ورځ یو زیری ولري، خو وروسته څرګنده شوه چې ددې خبرو اغیزناکتوب په کور دننه یو شمیر مغرضو او په نظام کې دخیلو عناصرو ونه شو زغملای نو په خپلو شومو هڅو سره یې بریالیتوب پولې ته نږدې پروسې پر وړاندې د خنډونو په رامنځته کولو سره په یو ډول سبوتاژ کړه.
له دې وړاندې هم چې د سولې عالي شورا بنسټ کیښودل شو نو د سولې شورا لپاره د پخواني ولسمشر کرزي په ناکاره دوره او اداره کې یو داسې مشر وټاکل شو، چې د طالب رژیم د نسکورولو او د افغانستان بمبارولو سند یې له امریکا سره لاسلیک کړی ؤ او امریکایانو ته یې سپارښتنه کوله چې پر طالبانو غت غت بمونه واچوئ تر څو یې بیخ او بنیاد له هماغه پیله خراب کړل شي ځکه د وخت د سولې شورا یاد مشر هم هیڅکله د طالبانو په اړه ښه نیت نه درلود او نه یې غوښتل چې طالبان د وخت په فاسد حاکم نظام کې ځای پیدا کړي او د دوي غلاوو او شوکماریو پر وړاندې دې خنډ شي؛ نو دا د سولې برخه کې پر سولې ملنډې وهل او له طالبانو او اسلامي حزب سره خبرې نه بلکې په څرګنده یوه مسخره وه او له برهان الدین رباني وروسته چې یې زوی د سولې شورا رئیس وټاکل شو نو دا بیا له بدو څخه بد تر عمل ؤ، خو دداسې کسانو ټاکل د سولې په شورا کې له پیله د سولې ضد عناصرو ځاي پر ځای کیدلو ته بشپړه زمینه برابره کړه او که اوس یې رئیس د هرې مخالفې جنیالۍ ډلې په خوښه هم وي خو چې مخرب عناصر له پیله په کې له وړاندې ځای پر ځای شوي وي نو د خپلو پخوانیو بادارانو په لارښونه عمل کوي او د هغوي په څير د سولې هر ډول پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، چې څو یې په لنډو وختونو کې مطبوعاتو رسوا هم کړل.
له ولسمشر کرزي وروسته بیا د نوي ولسمشر اشرف غني په پرلپسې هڅو سره او د نظام جوړښت ستړیاوو سره سره د سولې لپاره یو مناسب شخص د مشر په توګه وټاکه خو د بهرنیانو فشار او لاسوهنو بیا هم د معاونینو برخه کې نیمګړتیا رامنځته کړه ؛ ځکه لومړی معاون له طالبانو سره د رباني په څیر پخوانۍ کینه ګره جنګي مخیینه لري او دوهمه معاونه هم د تمې خلاف داسې څوک وټاکل شوه چې مخالفینو سره د سولې خبرې ټکنۍ کوي، ځکه طالبان او نورې مخالفې ډلې د یوې ښځې ټاکنه په دې شورا کې کیدای شي وزغمي، خو هغه د یوې سخت دریځې طالب ضد کړې او د امریکا او ایران میلان څخه کیدای شي ورته یو څه ستونزمنه وي. خو په دې ټولې مخالفې ډلې پوهیږي چې د ګاونډیو او بهرنیانو فشار او هم په کور دننه کې د نظام پر وړاندې پرتو ستونزو را کمولو په خاطر ولسمشر غني دا تریخ غوړپ زغمي.
ولسمشر غني د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له ورځې راهیسې د پخواني ولسمشر په فساد او …. عناصرو لړلې ادارې د پاکولو لپاره مټې رابډوهلي دي او تر دې دمه یې په ګڼو برخو کې له ستونزو سره سره لاسته راوړنې هم درلودلي دي نږدې بیلګه یې په نړیواله کچه په لویو غونډو کې د افغانستان دریځ روښانول دي ځکه هغه د وارسا له غونډې کابل ته تر ستنېدو وروسته په کابل کې یوه خبري ناسته کې وویل؛ نړۍ له پاکستان سره د ښو اړیکو او سولې لپاره د افغانستان پر نیت شک درلود، خو افغانستان ثابته کړه چې هم د سولې نیت او هم ورته څرګنده طرحه لري ، ځکه د هغه په وینا چې د ولسمشر په توګه د کار د پیل له لومړۍ ورځې یې د سولې لپاره هراړخیزې هڅې وکړې، غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې ترهګرو ته دې ځاله او ځای نه ورکوي او هرڅوک چې ددغه هېواد امنیتي مسایلو کې لاسوهنه کوي او اورپکو ډلو ته ځای ورکوي، پیغام یې ورته څرګند دی، خو ولسمشر غني تر ټولو مخکې د سولې غږ کړی او بیا یې د څرګند پیغام خبره کړې ده، چې دا دریځ یې تر ډیره کارنده هم تمام شوی دی. خو ولسمشر غني ته تر ټولو مخکې په کور دننه د سولې ضد مخرب عناصرو غلي کول او له دې ډول عناصرو د سولې شورا بشپړ فلتر کول په کار دي تر څو یې د سولې په تړاو هڅې څرګنده پایله ورکړي او د یوې مخالفې ډلې سره د کلونو کلونو هڅې یې په شورا کې شته مخرب عناصرو لخوا په اوبو لاهو نه شي.
ولسمشر غني باید د سولې شورا له یو ځانګړي فلتر څخه تیره کړي؛ لومړی دې د مخربو عناصرو پر ځای چې لوړو لوړو ډالري معاشونو ته ناست دي او د کورنیو پخوانیو جنګسالارانو او ګاونډیو هیوادونو په لمسون ستونزې رامنځته کوي سوله پلوه او منځلاري مشران او قومي با نفوذه کسانو ته ځای ورکړي. په دوهم پړاو کې باید د امریکا لخوا زنداني او نظربند طالب مشرانو د آزادولو لپاره اقدام وکړي او هغه آزاد شوي طالب مشران چې اوس نظر بند دي د سولې شورا غړیتوب ورکړل شي او د سولې له شورا څخه باید د پخوانيو جنګسالارانو لنډ شي تر څو د ستونزو په رامنځته کولو کې ونډې موندلو چانس له لاسه ورکړي او د سولې کوچنۍ هڅې په لویو بریالیتوبونو واوړي.
ولسمشر غني باید پر دې سربیره پر دې هم غور وکړي چې ولې یو شمیر کورني عناصر له مخالفینو سره سوله نه غواړي ؛ ځکه داسې ډلې ټپلې شته چې د کوکنارو ، کانونو او مافیايي کړیو دوام یې له روانې جګړې سره تړلی دی او د هیواد په شمال او ختیځ کې له جنګیالیو سره د جګړې په دوام کې مرسته کوي تر څو په ډاډه زړه کانونه په خپل سر راوباسي او دغه راز یو شمیر نور بیا په سویل لویدیځو سیمو کې د کوکنارو د کر او قاچاق لړۍ دوام په روانه جګړه پورې اړوند بولي او له طالبانو سره مرسته کوي تر څو جګړې ته زور ورکړي او د دوي نیش او د مخدره موادو کارخانو کار په ډاډه زړه روان وي دغه راز که چیرې نا امني او جګړه روانه وي نو امنیتي سکتور او نورو سکتورونو ته د اداري فساد پراخه زمینه مساعدیږي او خپل جیبونه ډکوي، چې پر دې ټکو به بیا په یوه واضح او پراخ تحلیل کې رڼا واچوم خو اوس تر ټولو مخکې باید د سولې شورا له مخربو عناصرو پاکه شي تر څو له اسلامي حزب سره د خبرو دریم پړاو څرګنده پایله ورکړي او دا خواري په اوبو لاهو نه شي.