تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: د سولې عالي شورا وايي، امریکا باید واشنګټن ته ورغلي عمران خان باندې لا زیات فشار وارد کړي څو له افغان سولې سره رښتینې مرسته وکړي.
عمران خان د شنبې په ورځ امریکا ته تللی خو هیچا یې تود هرکلی نه دی کړی، ځکه امریکا فکر کوي چې پاکستان ورسره د افغان جګړې په ختمولو کې جدي همکاري نه کوي.
نوموړی به نن د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره هم وویني چې د لیدنې او بحث زیات تمرکز به یې پر افغان سوله وي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري د دغې لیدنې په تړاو وايي، کابل تمه لري چې ټرمپ به پر پاکستاني چارواکو لا زیات فشار وارد کړي څو له افغان سولې سره واقعي همکاري وکړي.
د زایري په خبره امریکا باید پاکستان قانع کړي چې دوه مخې لوبه یې افغانستان او د سیمې امنیت ته خطرناکه ده.
د چارو شنونکی انتظار خادم بیا وايي، امریکا غواړي افغان جګړه په هر شکل چې وي ختمه کړي او د همدې لپاره به پاکستان نه جدي غوښتنه وکړي، خو په بدل کې یې شاید پاکستان له امریکا څخه وغواړي څو نړیوال بانک ته اجازه ورکړي چې پاکستان سره پور وکړي.
د چارو نور شنونکي هم د افغان سولې پروسه کې د پاکستان پر رول محتاطانه غږېږي.
دوی وايي، پاکستان یا شاید د خپلو اقتصادي مجبوریتونو له کبله خپله پالیسۍ کې د افغانستان په تړاو په دې شرط نرمښت راوستی وي چې طالبان لوړ امتیاز سره راولي.
دوی دا هم وايي، کیدای شي دې لیدنه کې طالبان پر امریکا خرڅ شي او پاکستان د یوې بلې ډلې یا هم داعش په روزلو تر ډیره کار کړی وي او افغانستان سره د جګړې یو نوی باب پرانیزي، چې په هغې کې د وروستي ځل لپاره هم چالاکه ټرمپ او پر پاکستان پوه شوې امریکا بیا وغولول شي.