سوله د الله ج لوی نعمت دی،او د اسلام مبارک دین د سولي لپاره لوی پیغام لري، موږ په غني افغانستان کې هر څه لرو، هم باتوره ملت لرو، هم طبعي زېرمې لرو، او هم پراخې ځمکې او خوږې اوبه، بس یو د سولې کمبود دی.
موږ په نړۍ کې داسې یو ملت یو چې اوږده څلویښت(۴۰)کلنه جګړه تېروو!
په دا وروستیو کې د سولې په اړه، هم په کور دننه ، او هم په نړیواله کچه د سولې لپاره ملي اجماع رامنځ ته شوې ده.
حالاتو ته په کتو سره، دا د دایمي سولې ته د راتلو لپاره بهترین وخت دی.
زه د یو افغان په صفت حکومت ته دا مشوره ورکوم، چې د سولې لپاره هرې قربانۍ ته باید تیار شي، جګړه په جګړه د افغان سره د افغان څخه نه ګټل کیږي!
موجوده مسولین که دا کار وکړي، دوی به د دې وطن ډېر ښاغلي خلک یي.
وسلوال افغان طالبانو ته هم همدا وایم، چې دوی هم دا جګړه په جګړې نشي ګټلای، بس دی! پر دې کونډو او یتمانو رحم پکار دی، نو تر ټولو ستر ثواب دا دی چې د دې کونډو او یتمانو پالنه وکړو ، ملت چې په نس وږی دی ډوډۍ ورکړو.
خبرې باید بین الافغاني چوکات کې وشي، د نړۍ مرسته کوونکي هیوادونه چې د ناټو په چوکاټ کي دي، په خاص ډول ملګري ملتونه، او متحده ایالات امرېکا ، ټول باید د سولې د پروسې ټينګ ملاتړ وکړي، او د دې تر څنګه په هیواد کې د سولې آرمانجن شخصیتونه هم مسولیت لري، چې د سولې په اړه هڅې وکړي، او د سولې د شورأ سره دې په ګډه کار وکړي.
د سولې لپاره یواځې د سولې شورأ مسولیت نلري، دا کار ډېر لوی قیمت لري، بلکې دا د ټولو ګډ مسولیت دی!
لومړی باید ټولې هڅې په بې طرفانه ډول پیل شي.
د نړیوالو دېپلوماتیکو اړیکو لپاره د قطر دفتر او د دې تر څنګ له پاکستان څخه د طالبانو ټول مشران او غړي دی، د افغانستان یو ولایت ته انتقال شي، د ټولو په توافق دې یو ولایت د سولې ولایت اعلان شي، او هلته دې د هر ډول جګړې مخ ونیول شي، دا دې د سولي داخلي ادرس وي، مخامخ دې خبرې پیل شي، حکومت دې هم خپل وړانديزونه وړاندې کړي، او طالبان دې هم خپل وړاديزونه ووایي، د ځینو خبرو دې حکومت تير شي، او د ځینو دې طالبان، نتیجه ګیري دې را ؤ وځي.
نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې هم ملاتړ اعلان کړي، او په کور دننه دې هم ټول سیاسیون دې کار ته لبیک ووایې، همسایګان او هم هغه هیوادو نه چې د سولې مخالفت کوي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید هغوی مجبور کړي چې سولې ته غاړه کیږدي، په صداقت دې ټوله پروسه مخ ته ویوړل شي.
په پای کې بیا د یو دردیدلي افغان په حیث ټولو ښکېلو اړخونو ته خواست کوم، چې راځئ د انسانیت او بشر دوستۍ پر بنیاد پر دې مظلومو افغانانو رحم وکړو، دا ملت نور یوه ورځ هم د جګړې تاب نلري.
د تل پاتې سولې په هیله!