تاند- سوني کمپنۍ نن /دوشنبه/ خپل نوی ځیرک ټېلفون (Xperia XZ2) نندارې ته وړاندې کړ.

دا کمپنۍ وايي چې نوی ځیرک فون Xperia XZ2  یې د نړۍ لومړنی موبایل ټېلفون دی چې د 4K په نوم د لوړ داینامیک رېنج HDR ویدیو ریکاردر لري.

دا جاپانۍ کمپنۍ هیله لري چې د لوړ کیفیت کمره به دا Xperia XZ2 ملفون  له اپل او سامسونګ سره په سیالۍ کې وړاندې شي.

سوني وايي چې د کمرې د عکس او ویدیو کیفیت یې دومره لوړ دی چې له حقیقت سره یې توپیر نه کېږي.

د دې ملفون په ویدیو سوپر سلو موشن (super slow motion) فلم هم اخیستل کېږي.

همداراز 3D عکس او ویدیو فلم پرې اخیستل کېدای شي.

د (Xperia XZ2) د شیشې یا سکرین اندازه ۵ اعشاریه ۷ اینچه ده، په شاتنۍ برخه کې یې د ګوتې (فینګر پرینټ) د نښې سینسر شته او بې سیمه چارج کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *