تاند- د امریکا حکومت په لسګونو ملیارد ډالره د فاسد سیستم له لارې افغانستان ته تزریق کړي چې له کبله یې په دغه هیواد کې فساد اوج ته رسېدلی دی.
دا خبره د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش جان سوپکو په تازه راپور کې شوې او ویل شوي چې امریکا له افغان جګړه مارانو سره همکاري کړې، د هغوی جېبونه یې د امریکايي مالیه ورکوونکو په ملیاردونو ډالرو ډک کړي او په دغه هیواد کې یې پر منظم فساد سترګې پټې کړي دي.
په افغانستان او عراق کې د امریکا د لګښتونو په باب د جنجالي راپور له خپرېدو سره په یو وخت جان سوپکو په واشنګټن کې د سولې لپاره د کارنیګي اندومینټ نړیوال څېړنیز انستیتیوت ته په وینا کې د جګړې په مهال د امریکا د پیسو د ضایع کېدو په اړه وویل:
«د دې ترڅنګ چې د افغانستان په جګړه کې تر ۲۳۰۰ زیات امریکايی پوځیان وژل شوي، کانګریس د دغه هیواد د بیارغونې د چارو لپاره نژدې ۱۱۵ ملیارد ډالره تصویب کړي دي، په دې پیسو کې د امریکا د پوځ پر عملیاتو ۶۸۰ ملیارد لګېدلې ډالر شامل نه دي.»
سوپکو په خپل تازه راپور کې وویل، فساد په افغانستان کې د امریکا ماموریت ته زیات زیان اړولی ځکه چې د افغانستان د حکومت پر ضد یې د خلکو غوسه پارولې او عملاً یې د یاغیانو ملاتړ ته لاره هواره کړې ده.
ده وویل، امریکا د افغانستان اقتصاد ته په ملیاردونو ډالر تزریق کړل او پر هغه یې څارنه ونه کړه.
د دغه راپور تمرکز په دې دی چې د امریکا د دفاع، بهرنیو چارو، خزانې او عدلیې وزارتونه او د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا اداره څرنګه باید د افغانستان له بیارغونې او په هغه کې له فساده درس واخلي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرپلټونکي تر دې پخوا هم په افغانستان کې د امریکا په مرستو کې د درغلیو او فساد په لسګونو راپورونه چمتو کړي دي.
ده ویلي چې د امریکا بې پوښتنې او بې څارنې مرستو په افغانستان کې فساد زیات کړی دی.
په تېرو دوو کلونو کې محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې لپاره یو لړ ګامونه اخیستي خو په حکومت کې دننه اختلافات سبب شوي چې د ښاغلي غني هڅې هغسی نتیجه ورنه کړي چې نوموړي یې توقع لرله.
د افغان ولسمشر محمداشرف غنی هڅی به څرنګه ځای ونیسی او رنګ به راوړی؟ چی هلته یی دوه سرۍ جکومت منځته راووړاوهماغه مفسدین چی جان سوپکو اوس ځنی ګیلي او ګرماني کوی هغه دوی پځپله په واک کی شریک کړل اودیموکراسی یی په لغته ووهله