د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو

تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي، له طالبانو سره د سولې له موافقې وروسته به هم دا هیواد پر نړیوالو مرستندویانو او بهرنیو مرستو متکي پاتې شي.

د سیګار مشر جان سوپکو دا خبره د پنجشنبې په ورځ /مارچ ۲۸/ د افغانستان د مهمو خطرونو په اړه په یوه نوي راپور کې کړې ده.

سوپکو له پالیسي جوړوونکو څخه د «سبا ورځې» د پلان جوړولو غوښتنه کړې او ویلي دي، د سولې موافقه به په اتومات ډول د افغانستان ګڼ کړکېچونه حل نه کړي.

د سوپکو له راپور سره سم، که ټاکل شوې وي چې سوله ټینګېږي او که دا سوله پایښتي وي، اضافي قیمت به لري چې یوازې یې بهرني مرستندویان له عُهدې وتلی شي.

د سوپکو په راپور کې د ناامنۍ خپرېدا، د پولیسو کمزورتیا، د فساد عاموالی، د اقتصاد خرابوالی، د طالبانو له لوري د مخدرو موادو کاروبار او د ښځو حقونو ته ګواښونه د اندېښنې مهم ټکي بلل شوي دي.

راپور وايي سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی خو طالبان لا هم د پخوا په شان هره ورځ خونړیو حملو ته دوام ورکوي.

سوپکو وايي، که د سولې موافقه وشي، بله اندېښنه به د افغانستان په ټولنه کې د شاوخوا ۶۰ زره وسله والو طالبانو او د هغوی د کورنیو جذبېدا وي.

راپور وايي، مرستندوی هیوادونه حاضردمه د افغانستان د ۵ ملیارد ډالره مصرفي بودجې شاوخوا په سلو کې ۵۱ پیسې برابروي.

2 thoughts on “سوپکو: له طالبانو سره موافقه به د افغانستان ستونزې حل نه کړي”
  1. FOR THIS QUESTION Mr SUPCO ONLY DOCTOR ASHRAFGHANI CAN ANSWER.
    DOCTOR ASHRAF GHANI HAVE ENOUGH ECONOMIC STRATEGY FOR AFGHANISTAN.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *