محمد ابراهیم سپېڅلی

نسوار يې تف کړه او پر شناوۍ ږېره يې ترلاس تیرولو وروسته خپلي ښځي ته په ډډ ږغ وویل: « سمه ښځه له مېړه سره جوابونه نه وايي، پوه سوې که یه ؟»

له دې سره سم يې یوڅو پرله پسې ښکنځل ورته کتار کړل.

د واده يې پنځه ویشت کاله کیږي، خو د « سپوږمۍ » داسي ورځ هیڅ نه ده په یاد، چي د مېړه له خوادي نه وي ځورول سوې.

په پېغلتوب کي د دې په زړه کي د یو منظم کور ارمان ټوپونه وهل، خو د واده په شپه يې په تریو تندي ورته وویل:« ښځه لکه د پښو چپلکه، ډیري پيداکیږي، نارینه قربان سم، نوم يې قربان سم. »

دې خبري يې زړه لکه هنداره ټوکر، ټوکر کړی، خو سهار يې مور ورته وویل، لوری په دې خبرو پسې سرمه ګرځوه هرنارینه په اول سرکي دغسي ترخې خبري کوي، بیا وروسته خپله سمیږي، «ستا پلار هم په ځوانۍ کي دغسي ؤ، اوس څنګه ترموږ ځان قربانوي.»

د مور په دې خبره يې زړه یوڅه ډاډه سو، خو افسوس ! چی له پنځه ویشت کالو تېریدو وروسته يې هم په ژوند کي مثبت بدلون رانغی.

سپوږمۍ اوس د غمونو سره اشنا ده، په کومه ورځ، چی يې په کورکي جنجال، وهل، ټکول او ښکنځل نه وي، نو خپل کور نابلده ورته ښکاري.

ددې مېړه له هغه لومړيو ورځو خواري نه کاږي، د نسوارو پيسې هم له سپوږمۍ څخه غواړي، خو په کومه ورځ، چي د پيسو په ورکړه کي ځنډ پېښ سي، نو په جنجال يې ټول کلی خبریږي.

سپوږمۍ دوه ځوانان زامن  لري، خو مېړه يې دواړه  له کوره ځکه شړلي، چي دده پر ناحقه کارونو نیوکي کوي اود مور سرې اوښکي نه سي زغملای.

د ده دواړه زامن له وچي مجبورۍ څخه  د ماماګانو په کور کي ژوند کوي، مور د خپلو اولادونو په دیدن پسي ړندیږي، خو څوک ميړه يې نه پریږدي، چي د خپلو ورڼو کورته د زامنو لیدولو ته ولاړه سي.

درې ورځي ترمخه د سپوږمۍ  د کوزده سوي لورخسر سل زره افغانۍ ولور راوړ، دې  ولور په پړوني کي وپېچی، ترڅو د لور د نوی کور لپاره سامان په رانیسي، خو میړه يې د یادو پيسو په لیدولو لیونی سو

« زما لور ده او ولور يې هم باید زه واخلم، زه پوهیږم، چي په دې پیسوهرڅه په کوم تاسي د پوښتني هیڅ حق نه لری.»

میرمنی يې  په ژړغوني ږغ ډېر ورته وویل، د لور او خور ولور د خوړولو لپاره نه دی، دايې ددې نجلۍ لپاره  د سامان رانیولو په موخه راوړی دی، هیڅوخت داسی نه دي سوي، چي لور په تش لاس د خسر کورته څوک ولیږي

« دنجلۍ خسرګنۍ زموږ سیالان دي او اړ یو، چي دغه پیسې د لور په کور او کالیو مصرف کړو، زه يې تاته نه سم درکولای، اوکه چیري داپیسې هم زما د میاشتګۍ د پیسو په ډول په جیب کی واچوې، نو هغوی به بیا ترقیامته زموږ لور ته پېغورونه ورکوي.»

داخبره نه وه د ټوپک ټک ؤ، چي پر شهباز باندی وسو، سمدستي يې نارې او جنجال جوړ کړ، سترګی يې سرې سوې لنګوټه يې وغورځوله د میرمني او کوچنیو اولادونو په وهلو يې ځان ستړی کړ

« زه په دې کورکي ترځان مشران نه سم منلای ، تاسي ټول وژنم ، تاسي زما سره ژبه چلوی ماته بهانې کوی.»

شپه تیره سوه، سهار وختي ترلمانځه وروسته سپوږمۍ په زړو ټکرانو چای پخولو ته کښېناسته، ناببره شهباز په زاړه سطل کي پټرول پرخپلي میرمني وپاشل او له نغري څخه يې لګیدلي ټکران هم ورپسې وغورځول، یودم د ښځي جامو اور واخیست، نارې سوې چیغي سوې « د خدای پار دی مسلمانانو ما وژغوری !»

شهباز، چي خپله میرمن په سرولمبو کي ولیده، وارخطاء سو، په ځغاسته له کوره ووت، د کلي خلک او نژدي ګاونډیان راغلل هرچا ترخپله وسه هڅه کوله، چي اور مړ کړي « هلئ ژر کوئ ! اوبه پر واچوئ !»

د اوبو په اچولو سره  د اور لمبې اود سپوږمۍ چیغي نوري هم لوړي سوې، یوبل چا بیا نارې کړې « زوړ تلتک پر واچوئ، د پټرولو اور بل رقم نه مړکیږي !»

همداسی يې وکړل د اورلمبې خاموشي سوې، خو سپوږمۍ د سرای په غولي کي بې هوښه پرته ده، جامي يې پرویلي سوې  او له لانده بدنه يې په یخه هوا کي لوګي پورته کیږي .

ګاونډیانو يې سمدستي په ټکسی موټرکی روغتون ته يې ور وړل.

ډاکټران وايي، د سپوږمۍ دوه لاسونه، دواړي پښې، مخ، ځیګر او سر سوځول سوي دي.

د سپوږمۍ  په سوځیدلې مخ کي له سترګو راتوی سوي اوښکی ورغړېدې زړه يې راډک سو « ددغه ظالم لاسه زما زړه خوړین دی.

زه غواړم، چي دی  هم دغسي وسوځول سي ، زه يې ډېره ځورلې یمه، زما د نارینه له نامه څخه کرکه کیږي، ایا ټول نارینه داسي بې زړه سویه دي؟»

08 – 02 – 2017

کندهارښار، عینو مېنه

نوټ : دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په (۴۳۵) ګڼه کي هم خپور سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *