زموږ مينه په يوه داسې سوځېدلې ځمکه را وټوکېده،چې پېړۍ پېړۍ يې د ژوند د ارامه شنه پسرلي وږمه نه وه حس کړې او د ګلونو نازکو رېښو يې په زړه کې غزونې نه وې کړې. خو دا ځمکه ددې ټول درد او تاو سربېره هم موږ ته له جنته ښکلې وه، ځکه پوهېدو، چې يو ځل د جنتي چينو په خوږو اوبو وينځل شوې او زرګونو پرښته ډوله انسانانو يې چمن او ګلونو ته د خپلو سپېڅلو وينو رنګ او رڼا ورکړې ده.
موږ دې سوځېدلې ځمکې ته د يوه زرغون پسرلي د راتلو انتظار کاوه، د زرګونو سندرو او نغمو تمرين مو وکړ، د مينې او ژوند داستانونه مو خپاره کړل، د جل وهلو مرغانو ژبو او د مړاوو ځنګلونو رېښو ته مو په لپو کې اوبه ور وړې، چې د پسرلي د راتګ پرمهال ټول د يوه شانداره هر کلي لپاره په يوه زرينه ليکه کې په پورته پرتم سره ودرېږو.
موږ پر همدې خواريو بوخت وو، خو ډېر وروسته مو پام شو، چې زموږ ستړې مينې هم د سوځېدلې ځمکې بوى اخيستى او د تودوخې په يوه وړوکې دايره کې راګير يو.
له دې سره سره زه باور لرم، چې پسرلى را روان دى. نن وي که سبا، نو ددې ټاټوبي په لمنو کې به د خپلو کېږديو زرينې مراندې ټک وهي، خو هغه مهال به مرغان زموږ د انګړ د باغچې پر ځاى زموږ په ګلورينه هديره کې د مينې، ازادۍ او ايثار سندرې وايي.
راتلونکي نسلونه بايد پوه شي، چې ډېر ځله دداسې شېبو راتګ ته بايد زرګونه مينې قرباني ورکړي، د قربانۍ جذبه ژوندۍ وساتي او د خپل تاريخ په وروستيو پاڼو کې د تلپاتې مينې بابونه پرانېزي.
٢٠١٤ د مې ١٤ مه