تاند : سوډان کې د پوځي شورا د حکومت پر ضد د لاریونونو یوې تازه څپه کې بیا پولیسو سره نښته کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان دي.
د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه د سوډان دولتي اژانس خبر ورکړی، خو د ډاکټرانو ټولنې بیا ویلي، چې تازه لاریونونو کې د وژل شویو شمېر ۵ کسانو نه لوړ نه دی.
د لاریونونو یو تنظیموونکی حامدي کرام الله وايي، لاریونوال د هغو کسانو کورونو ته ور روان وو چې د عمر البشیر د واک رانړولو وروسته د پوځي شورا ضد لاریونونو کې وژل شوي وو، خو پوځیانو سره یې اخ و ډب راغلی او هغوی پرې اوښکې بهوونکي ګاز او نورو وسلو نه کار اخیستی دی.
د لاریونوالو د رهبرۍ بنسټ سوډان پروفیشنل ایسوسي ایشن ویاند محم یوسف المصطفی وايي، لاریونوالو هیڅ نه دي ویلي، بلکې امنیتي ځواکونو وار پرې لومړی کړی دی او پر هغوی یې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.
سوډان کې د ۳۰ کاله واکمن عمرالبشیر د حکومت له راپرځېدو وروسته لاریونونو کې تر اوسه ۱۲۸ کسان وژل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *