د شیدو چایو کوچنۍ خاورینه پیاله په څومره ځنډ کې تشیږي، همدومره ځنډ کې مې تشه کړه. مخامخ د هوټل پر څوکۍ ناست ملګری مې ځوړند سرلا هم موبایل سره لګیا و.
یو دوه ځله مې ورته وویل، وه هلکه چای دې یخ شو. یوازې ممممم یې کړل.
د هوټل یوه بل لور ته مې وکتل. د ډیلي بلي ماران سیمه کې د هوټل لپاره د زړې ودانۍ تر زینو لاندې ځای یې ښايي غنیمت بللی وي.
هوا په کې ښه چلیده. بهر کوڅه کې له مبالغې پرته د پښې ښوولو ځای په سخته پیدا کېده، خو د ۱۳ څوکیو او دریو میزونو دغه هوټل کې په حساب څلور پنځه کسان ناست و.
مچان البته ډلې، ډلې تله راتله. کله به یې یو میز معاینه کاوه او کله بل. بالاخره په اضافي څوکۍ کې د لندو اوړو پر ډک لوښی میلې ته سره یو ځای کېدل.
دروازې سره د کړايي پخولو لوښي ککړ ایښي وو. په یوه کې لږ ډیزل پراته و، ښايي د غوړیو په توګه به یې کاروول، خو اوس یې اور مړ و.
د لاسو وینځلو ځای یې هم درلود. صابون غوندې یوه توره تيږه ورسره ایښې و. یوه مچ ځغاست لیکه خطا کړه. مخامخ د ملګرې ډکې پیالې ته ورسېد، بل، درېیم… زړه مې تنګ شو. پاڅېدم. ملګري مې راغږ کړ:
– چېرې؟
– ځو به !
هوټلي ته مې پېسې ورکړې. د مچانو شکایت مې هم ورته وکړ. داړې یې جینګې کړې.
اکه پکه یې پنځه، شپږ کاله غاښونه نه وو پاک کړي. بهر کوڅې ته یې سترګې ونیوې.
ملګري ته ستون شوم. هماغسې یې موبایل کې سترګې خښې وې. د چایو پیاله یې تشه وه، پرې چیغه مې کړه:
– چای دې؟
– و مې څښل، زه سوړ چای څښم!