منان د وروستی ځل لپاره هیندارې ته وکتل؛ په نویو جامو او نوي سټایل  کې ځان ورته ډیر ښکلی  ښکاره شو .

   خپل ټیلیفون ته یې بیانظر واچاوه :

– توبه خدایه! چې دا نجلۍ به کله زنګ وهی؟

  له ویرې یې  ټیلیفون له ځان سره حمام ته راوړی وه؛ چې خدای مکړه منیره به زنګ ووهی ،او  دی به ژر ټیلیفون ته ور ونه رسی .

بیا ځان سره وډونګیده:

   –  باید په همدې شیبو کې یې زنګ وهلی وه. دتل په څیربیا ځنډ کوي .

هغې وعده کړې وه چې  غرمه مهال به احوال ورکوې، خو دغه دی او س نژدی درې بجې کیدونکی دي، نه زنګ شته نه کوم احوال !

         ځان ته یې ډاډینه ورکړه ، فکر یې پدې سم کړ چې :

  _  دومره مي چې حوصله وکړه ، لږ به نوره هم وکړم ،  باید خپل فکر پریشان نکړم  چې د نن ورځی مزه خرابه نشی . نن  بیله ورځ ده ،  داسې خوشالی خو  تل نه وي .

      په همدې فکر یې یو ځل بیا د پطلون د ننه خوا  په جوړ شوی کوچنی جیب باندی لاس راتیر کړ، ورغوی یې د پیسو بر جستګې حس کړه ، زړه یې بیا  ډاډه شو .

       له حمامه راووت. همسې غلی غلی له کوره هم رابهر شو. هڅه یې کوله چې په دهلیز کې له چا سره مخامخ نشی . که یې دمور دا نوی قیمتي جمپر تر سترګو شو ، بیا خو به یې په لس رقمه  کترو کنایو وزوروي .

       مور خو به بیا هم یو څه ووایي یو څه به پریږدی ، خو که چیری په دهلیز کې  کومه یوه ورینداره پری را برابره شوه ، بیا نو راشه اوس یې ورسره ګزوه . هسې خوبه  مخامخ خوله هم ورته چوله نکړي ، غلی غلی به د پلو لاندی برګ برګ ورته وګوري  بیا نو بیګا ته وخته خبره د میړو په غوږو کې ور څڅوي.

          بیا نو راشه که یې ګوري  ، د ورورڼو دومره بیانیې او نصیحتونو به دې غوږونه در ډک کړي،  چې له خپلې کردی به پښیمانه پښیمانه شی.

         وایي به ؛ څه بد مي وکړل چې پدې جمپر مي دومره پیسې  ور کړې……… له جمپره به دې زړه تور شي ، ته وایي ؛ راوایې خله ، چاقو ورته ونیسه ، ریښکې ریښکې یې کړه ..

     خپله کورنۍ یې ښه پیژندله ؛ په ښه والی کې؛ چې ویې کری ، پیدا به یې نکړی . خو چې د پیسو ځای راغی ، په پڅه چاړه یې حلال کړه خو په اشتباه هم که وي ، د کوم سل ګون خواست ترې ونکړي .

  (سوګتان!) ! ټوله دنیا یې په همدې نامه  په رسمیت پیژني .

        د دې نوم په یادیدو یې زړه څړیکه وکړه ، د منیرې هغه ترخه خبره ورپه یاده شوه.

         په یاد یې شول ؛ څویم ځل وه چې دوی د منیره کره ریباران ورلیږل ، خو هغوی به له نن خبره بلې اونۍ ته واچوله ، بیا به چې بله اونۍ راورسیدله ، بیا به یې بله پلمه کوله ،چې د نجلۍ تره کابل ته تللی ،صبر وکړئ چې هغه راشی. بیا به کله چې کاکا مبارک پخیر له کابله تشریف راوړ، کوم څوک به ناروغه شو ،ودریږئ چې هغه له خیره جوړ شی . ورپسې به کومه بله بهانه را وټوکیده ،چې هغې ته به یې چرت سره واهه ،نوې پلمه به …………..

      دی پوه شو چې نه ولله ، خبره بل چیرې ده ،دا کاکا او ماما روغ او نارو غ ټولې پلمې دي ، هسې دا خلک پخپل مینځ کې نه سره جوړیږي . نه هو راته ویلی شی او نه ، نه !

        طاقت یې نور پوره ختم شوی وه ، بل ځل یې چې منیره ولیده ، سترګې یې سپینې کړې ، ترې وی پوښتل :

 – منیرې څه فکر کوي؟ چې زما دمور او خویندو به څو جوړې بوټان ستاسو د کور په لاره شلیدلې وي؟

      منیره خوارکۍ وشرمیده. لاسونه یې داسې هسې سره وسولول ،  نیم ژبې نیم ژبې ځواب یې ورکړ:

 – ته رښتیا وایي…….زه پوهیږم…..داسې ده چې …….اصلا”……..

 کوم قانع کوونکی ځواب یې ورته پیدا نکړ .

منان دا ځل سیده د زړه خبره ورته وکړه:

 – ځه ګرانې رښتیا ووایه!څه بد مو راکې موندلی ؟

  منیره اله ګکه اله ګکه شوه:

 – نه په خدای که هغسې وي. ستا خو ټول صفت کوي….یوازی وایي چې کورنۍ مو ………….

منیرې نور جرءت ونکړ. خبره یې همسې نیمګړۍ  پریښوده .

      خو په منان همدا نیمه خبره هم ښه ونه لګیده . ښایې دا به د دوی د دوستۍ په دې ټول  دوران کې لمړی ځل وه چې په منیرې په غوصه کیده ، په تیره ژبه یې ورته وویل :

 – ښه وایه …وایه …زموږ په کورنۍ څه ټکه رالویدلې ؟ چا ته مو څه نوغی رسیدلی؟

  منیره له کړې خبرې پښیمانه شوه :

– ته ژر مه په قاریږه ، په خدای که زما هسې مقصد وه . ما یوازی ویل چې ځینی کسان داسې نظر لري، دا د ټولو خبره  نده ……

   دی هم پوه شوه چې ولله ډیر توند لاړم ،بیا یې لږ په مدار وویل :

– ښه  وایه  دا ځینی خلک څه نظر لري؟

         نوره  نه کیده . منیره مجبوره شوه ، ده مجبوره کړه . پوهیدله که نوره یې هم ترې پټه کړی ،ورنه خپه کیږی ، که په خوله ونه وایي ، په زړه کې ورنه مروریږي .

 د زړه په زور یې ورته وویل :

 – په خدای که دومره بده خبر وي چې ته داسې ورته احساساتی شوی .ټول مزار ستاسې کورني پیژنی . ستاسو ښه چاته ندي مالوم . یوازی بعضی کسان وایي چې له پیسو سره لږ ډیره سختی کوي ، لږ سوګت دي.

  لکه د سړی سر چې په ډبره ولګیږی اوپه کوپړې او ماغزو کې څړیکه شی، دې خبرې همسې په منان بده اغیزه وکړه ؛  ځان او منیرې ته سپک  بی پته بی عزته شو.

   په زړه کې یې تیر شول :

 _ رښتیا وایي، رښتیا وایي .سخت و سوګت خو پوره سوګت یو . چې نور  له ډیر ښه والی ټول د سرو زرو شوو،آسمان ته وخیژو ، پونده مو د لرګی ده .  دا دبیزو زخم راسره ده .کله ترې خلاصیږو .

      بیرته یې هڅه وکړه چې حداقل همدا اوس ، د دې خوشالې په وخت کې خو به دا زړې غمجنې خاطرې یاد ته نه راولي .

  هر څه چې وه ،اوس تیر شوې دي .

        دغه ده اوس شکر هرڅه سم روان دي .دا د ډیرې اوږدې مینې ثمر یې واخیست ، له خپلې خوږې منیره سره یې کوژده وشوه، اوس دواړه د یوبل په زړه خواږه نامزدان دي .

        هو ،نن له ټولو خوشاله ورځ ځکه ده چې اوس به دی ځی او وروسته له دې شپږو میاشتو کوژدې به منیرې ته د دې په زړه سوغاتونه اخلی . د ده ټوله خوشالی په دې کې ده چې کورنۍ یې خبره نده او ده بخششی معاش اخیستی.

        په موسسه کې یې پنځو کسانو ته د کال په آخر کې دیارلسمه تنخواه ورکړه، چې یو یې دی وه .

  ده هم په ټول عمر کې لمړی ځل دا غیرت وکړ، د دیارلسم معاش په اړه یې  نه یې مور خبره کړه ،نه ورورنه .

  اوس یې ټول څوارلس سوه ډالره په جیب کې اچولي، د منیرې جانې تر خوږو سترګو به یې ځاروي .

  آخرد شرم وړ خبره ده ؛ پدې شپږو میاشتو کې یې د نمونې لپاره یوه جوړه جرابې هم ندي ورته اخیستې.

  مګر د خدای داد ته ګوره ! چې درکوي یې،نه وایي د چا زوی یي . له غیبه دې چاره کوي . بس ده ته هم خدای له آسمانه ډالرې راختا کړي ؛ بخششي تنخواه!!!

   آه چې څه مزه یې وکړه؛ په هغه ساعت یې چې د دفتر له موبیل بانکه یوزراوڅلور سوه ډالره را “کش”(نغد) کړل . شنه شنه نوی نوی ډالر . داسې نوی چې چرګ په حلالیده  .

   او اوس به ځی،لمړی خو به منیره هغه لوی لوکس پلورنځي ته بیایي، چیرې چې ده جامې ورته خوښې کړي . دهغو جامو لیدو ته خو خدای پوهیږی ،کم ترکمه لس ځله به راغلی وي  !

   ځان سره یې مجسموله؛ چې د دې نانځکۍ په ځان دومره ښې بریښی ، که منیره یې واغوندی ،په خدای چې سور اور خو به راباندی بل کړی .

   بیا به یې بیایي، په زرګریانو به یې ګرځوي . چې ګرانۍ نامزدۍ یې څه خوښ کړل ، بس دوهمې خبرې ته به یې نه پریږدی،ورته اخلی به یې؛ په خوشالې،په خندا ،په مینې، په ویاړ………….

  نن به له خیره د دغو شپږو میاشتو ټولو قصور باسی. دا ښکلۍ نجلۍ به دومره خوشالوی چې بیا یې په عمر کې په زړه کې هم ونه ګرځی چې ګواکی دوی سخت وسوګت دي .

  له خوشالی یې پرواز کاوه ؛ ویل یې چې کاشکی دا لار نوره هم لنډه شوې وه چې ژر ترژره یې منیره لیدلې وه ،ژر یې بازارته بولې وه ،ژر یې د دې په حیرانو سترګو کې د تعجب او خوښې سیل کړی وه .

  په همدې همدې چرتو کې ، خود په خود یې  په زړه کې سندره په غږیدو شوه :

  نن د جانان دیدن ته ځمه ،تورې نرې وروځې……

  خدایه ته لنډ کړی داد ځمکې تنابونه ،وسوم اور د مینې …..

خندا ورغله ؛ دومره پخوانۍ د زړو خلکو سندره یې څنګه ور په زړه شوه .

  مګر سره له هغه یې هم خوښه شوه .لږ تر لږه  همدا اوس خوډیره ښه لګیږی .

  بیا یې کرار کرار ،دوباره د شونډو په سر زمزمه کړه :

   نن دجانان دیدن ته ځمه،تورې نرې وروځې……………..

  خدایه ته لنډ کړی دا د ځمکې تنابونه ……..

 دا دوهم برخه یې په زړه لا ښه چسپیږي؛

خدایه ته لنډ کړی دا د ځمکی تنابونه………..

خدایه ته لنډ کړی دا د ځمکی تنابونه………..

     له خپلې کوڅې نه د وتو په حال کې وه . ترهغو چې دی تر ښاره ور رسیږي ، منیره لس ځله د سخی جان تر روضې راتلی شی . د هغوی له کوره چې تر روضی رامنډی هم کړی ،سا دې نه سوځی ، ځان رارسوی .

         ټیلیفون یې یو ځل بیا امتحان کړ؛ ګل شوی نه وي، غږ یې تصادفا” ټیټ شوی نه وي پاتی ،آنتن ورکوی که نه؟…….

   ناشناس یې یوازی نه پریږدی ، یوځای ورسره روان دی ؛

خدایه ته لنډ کړی دا دځمکی تنابونه …..

  همدا چې له فرعی کوڅې د عمومي سړک سر ته راورسید ، ترنګ ، د ټیلیفون غږ شو.

  دوهم زنګ ته یې پرینښود:

 – بلی …بلی سلام!

   منیره په بیړه بیړه ،په یوه ساه غږیدله :

– سلام! ګوره راته په قار نشی چې ټیلیفون  مي ونکړ. دواړه ترورانې مي له ټول پرسونل سره  زموږ کره راغلي ، سرګرولو ته وزګاره نه وم ، پاتی خو لا زنګ وهل شول . کنه یوه شیبه مي هم له یاده نه یي وتلی.   زه اوس نوره نشم غږیدی،پوره په پنځه نیمو به هملته اوسم. سمه ده؟

 ده وارخطا ځواب ورکړ:

 – سمه ده….سمه ده…

  بیا لکه چې کومه مهمه خبره یې له یاده وتلې وي،ژر یې ور ناری کړی:

 – منیرې ! قربان دې له غږه شم ..صدقه دې له پلموشمه ….

  منیرې کرار کرار وخندل :

 – زه هم همداسې…….ښه نو حاضر د خدای په امان !

 – دخدای په امان !…..

 پوهیده چې د منیرې مقصد له (هملته )کوم ځای ده ؛ هملته یانی روضی ته ډیر لنډ د بزازیو تر مخه . د دوی د ملاقاتونو ټاټوبی……

  ساعت ته یې وکتل ،لاتر اوسه یو څو د ګوتو په شار دقیقې له څلورو تیرې دي . تر پنځه نیمو پوری یو د خدای وخت شته، چیرې یې تیر کړی .

   فکر یې وکړ:

–  راځه د استاد عصمت پوښتنه وکړم ،وی ناروغ دی .

  بس همدا یې فیصله شوه ؛ راځه یوه پوښتنه به یې وکړم . هم به خرما شی ،هم  ثواب  . هم به وخت تیر شی د منیری لیدل به رالنډ شی ، هم به استاد زما په پوښتنې خوشاله .

   د سړک له سره بیرته راوګرځید. چې د استاد کور ته په رسید وه ، د هغه زوی یې په کوڅه کې ولیده .

   منان ېی له وضعیته پوه شوچې په کورنۍ یې ښه تنګسیا راغلې ؛ د هسې ډولی پلار او مور زوی، اوس دا سې پیکه میکه .

      کمیس او پطلون یې په ځان کې یو ژړل نه . له ډیر مینځلو یې اصلی رنګ داسې بدل شوی وه لکه چا چې سړه لری تبه تیره کړې وي . ټولې بخې یې راسپخیدلې وي .

      دواړه یو ځای د هغوی په کور ور ننوتل . په انګړ کې د استاد له میرمنې سره مخامخ شو. منان ځان سره په چرت کې شو:

 –  چې دا خوارکۍ څومره خرابه شوې ؟ د نیستې دې بر پدر لعنت شی .

   د ده په یاد وه چې استاد له دې سره په عشق وعاشقې واده کړی وه ،آوازه یې ټول مزار نیولی وه .

         هغه وخت دی لا هلک سړی وه ، مګر د دوی واده ورځ یې داسې په یاد وه لکه پرون . دا میرمنه څه چټه پیغله وه . ځمکې ته یې ویل  منت داره مي اوسه !  چې درباندی ګرځم

  اوس ته ګوره ، څه ترې جوړ شوی ؛ نیمه نده پاتې نیمه . خړه پړه، لکه د دنیا ټولې خوارې چې دې ګاللي وي.

      استادپه خونه کې د کړکۍ لاندی ،لکه پنډوسکی غوندی راټول شوی ،غونج منج پروت ، د ده په لیدو لږ ورته راولټیدچې ستړی مشی ورکړی، دی ورګړندی شو ، پری نښودچې ډیر وښوری .

        ده  لا دومره ګومان هم نه کاوه چې له هغه شیک او ډولی استاده دې داسې څه جوړ شوې وي ؛ څلور هډوکي.

         رنګ یې داسې ژیړ شوی لکه کورکمن. ښکارې چې د زړه په زور موسکا کوی.

     غمبوري یې یوه یوه ګوته په مخ ورننوتلي . سترګې یې له لمدبله ډکې ،د سر په کاسه ورغوچې شوي. هغه ښکلی منظم ،تل غوړ ویښتان یې سره نښتی ، په سر ورسریښ  ، خړ پړ، نا مینځلی ،بی ږمنځه ښکاری .

   د ډیرو کیسو او خبرو حوصله او زغم هم ترې کډه شوی .مقصد منان یې دومره پوه کړچې په وینه کې یې کوم څه شی ورزیات شوی،باید وینه ټوله بدله کړی . هغه هم دلته دننه  په وطن کې نه کیږی ،باید بهر لاړ شی .

    په خبروخبروکې  منان  دوه درې ځله د هند د تګ وریاده کړه    خو استاد خبره دېخوا هغې خواته ځغلوله ، له ځوابه تښتیده . خو چې ده په بیابیا ورته تکرار کړه:

  – استاده ! که هند ته لاړ شی د ژر تداوی چانس دې له پنځوسو ،سلو ته لوړیږي .

  بیا نو استاد عصمت مجبور ځواب ورکړ :

 – زما هم همداسې قصد دی .  څه اقتصادی مشکلات لرم ، منتظر یم رییس مو له بهره راشی ، د قرضې عریضه به ورکړم . انشاءلله اجراء کوي یې .

  ده بیا  ځان شله کړ :

  –  رییس مو څه وخت  راستنیږی؟

استاد سترګې سره غونجې کړي . نه غواړی چې رښتیا ځواب ورکړي ، ځان خلاصوي :

 – همدې نژدې وختو کې ، د یوه کورس لپاره کوریاته تللی .

– یانی داسې دوه ،درې ورځو کې …. …؟

    استاد عصمت شونډې په زحمت په ژبې لمدې کړي .ځان یې لږ نور هم په بالښت  ښکته وښویاوه :

 – فکر کوم چې دومره ژر هم نه ، کورس د یوې میاشتې لپاره وه . دوی همدې روانې اونۍ کې تللي .

 دی هم ورته غلی شو . څه به یې ورته ویلي وه ؟

  چای راوړل شو ، د ده مخ ته یې کیښود . پطنوس تش ښکارې .

    د استاد عصمت کره به چې راغلی ; میرمنې به یې له چایه میلمستیا درته جوړه کړه ؛ شل رقمه میوې او چاکلیټ، کیک او کلچې به یې درته قطار کړي . اوس ورته ګوره………….. .

        د ده ورته پام شو؛ د استاد میرمنې پوړنې په غاښو کې چیچه ، په خالی پطناسه شرمیږی . ټول عمر یې ښه دسترخوان درلود، دې آخره کې یې عمر خوار شو .

       بیرته یې پام استاد  لورې شو . ځان سره یې قیاسوله :

 –  که دا د دوی رییس رښتیا هم میاشت تیره کړی، په خدای که د بیچاره استاد وجود تر هغو طاقت وکړی . ورته ګوره ، هسې هم څه شی نه دې پکې پاتې . بس څلور وچ هډوکي، تیار اسکلیټ دی اسکلیټ .

      کمیس یې په ځان کې داسې ښکاری ته وایي په کوټ بند کې دې ځوړند کړی . مظلوم استاد خلاص دی خلاص . خدای دې د بیچاره وسیله له غیبه وکړي.

           منان ژر ژر دوه درې غوړپه چای وڅښه او په راپاڅیدو شه . هم وخت کم پاتې،هلته  به منیره ولاړه وي؛ دا یې یو او بل یې دا چې زړه یې هم ډیر خپه شو . استاد ته خپه شو ، د استاد دې بدمرغې ورځې ته خپه شو .

        پوه شو چې نور دا سړی له لاسه وزی ،د پاتې کیدو شیمه پکې نشته . خدای پوهیږی او کار یې،خو د سر په سترګو چې ورته ګوری  میاشت به آخر نکړی.

    همسې له شین زړه سره په کوڅه کې روان وه .

  قدمونه یې ګړندی کړل ؛ اوس به یې ښکلۍ منیره سترګې په لاره ولاړه وي ، کله به وارخطا وارخطا د بزازیانو دې سرته راشی د بلخ د دروازی سړک به څاری او کله به بیا بیرته په بیړه بیړه هابل سرته راوزی د منډوی پلو سړک ته به ګوری .

 بیا یې چې نه دلته ومومی نه هلته ، بیا به نو له قاره غاښونه په یوبل ټینګ ټینګ ور کیکاږی او پوزه به پورته پورته کش کړی .

  منان وارخطا غوندی شو:

 –  خدای وکړی ،موټر ژر پیدا شی ،د استاد سره په خبرو شوم ،بالکل راباندی ناوخته شوه .

        بیا یې بیرته زړه آرامه کړ :

 –  ځه خیر که لږ ناوخته ورغلم . په عوض کې ، نن به یې داسې په سوغاتونو کې ډوبه کړم چې ځان ترې هیر شی .

       خو …….خو چې هرڅومره یې ځان ته ډاډ ورکړ،،هرڅومره یې چې منیره په خیالونو کې ښکته پورته کړه ، هیڅ ځای نه نیسي ؛ زړه یې شین ده،نه رغیږي .

    نور یې نه زړه د ناشناس سندره غږوي ، نه هغه ښایسته جامې یې چې د منیرې لپاره خوښی کړې وي ، ورته په زړه پورې دي ،اونه خپلې ګرانۍ کوژدنې ته د زرو اخیستلو څه په شوق راوسته .

         لاړه ، هرڅه لاړه . ځیګر یې د استاد عصمت دې خوار وزار حالت ورخوړین کړ . هم شوق ترې وتښتیده هم خوشالې.

     له فرعی کوڅه پوره وتلی وه ، پښه یې په قیر سړک ولګیده چې یو په یو یې مخ بیرته را تاوکړه. بیرته را وګرځید .او په یوه ساه یې ځان  د استاد کور ته راورساوه .

دا ځل هلکی په کور کې نه وه ،د استاد میرمنې خپله ور ورخلاص کړ .

 په حیرانو سترګو ورته ځیر شوه . چې یانی خیریت ؟

  ده خپله خبره ورته واضح کړه :

 – سلام خاله ! استاد ته ورځم ، یو څه کار ورسره لرم .

 میرمنه همسې چوپه خوله له مخې لرې شوه ، لار یې ورته خوشی کړه .

 خونی ته ورننوت ؛ ګوری استادهمسې سر په زنګنو ایښی ،چرت وهی .

چې د دروازې تړک شو ،سترګې یې پرانیستلې ،پورته یې منان ته وکتل

   په حیرت یې وپوښتل :

 – منان جانه ،انشاءلله  خیریت خو به وي ؟ کوم شې دې  له یاده وتلی ؟

 – هو استاده ،یو مهم کار رانه هیر شوی وه .

او همسې مخ په استاد ور وړاندی شو

  بیا یې ژر پام بیرته شا لورې د استاد میرمنې ته شو ،ورته یې وویل :

 – خاله ،بخښنه غواړم ، یو ګیلاس اوبه به راوړي؟ که زحمت نه کیږی .

– هو په سترګو …..

 د استاد میرمنه په اوبو پسې ووتله ،دی د استاد مخته کیناست ، له جیبه یې همغه ډیر پرې ګران دیارلسم معاش راوویست، په دواړو لاسو یې د استاد مخکې په توشکه کیښود :

 – استاده زما همدومره له وسه پوره ده . دا واخلئ، خپله درملنه پرې وکړئ .

 د استاد په سترګو کې د شک او نه باور کولو څپې راپیداشوي .څو ځله یې سر په سر ده ته وکتل ،بیا پیسو ته، ده ته ،بیا پیسو ته…….بیا یې په احتیاط پیسې را پورته کړي،ویې شمیرلي. لکه رښتیا چې نه ورته ښکاری ،ترې وې پوښتل:

 – منان جانه! دا خو پوره څوارلس سوه دي، څوارلس سوه ډالره !

 – هو استاده، څوارلس  سوه دي. اوس یې واخلئ ، یو څه مرسته به درسره وکړی . بیا چې هر وخت له خیره  ښه شوي،دا تنګسیا مو لری شوه ،بیا به یې راکړي .

 همسې ژر راپورته شو :

 – زه نور ستاسو په اجازه لاړم ،یو څوک مي د سړک په سر انتظار پریښي ، ښه به راته په غوصه وي .

  بیا یې ور په یاد شوه :

 – رښتیا استاده ! غوښتل مي ووایم ؛ دا زما شخصي پیسې دي . بل هیڅوک هم خبر ندي . ماویل چې دا خبره دې یوازی زما او ستاسو تر مینځه وي .

  او  راوخوځید .

     د دروازې په خوله کې د استاد میرمن د اوبو د ګیلاس پطنوس په لاس کې ورسره مخامخ شوه .

   میرمنه سمه په خبره نشوه پوه ؛ کله به یې ده ته کتل ،کله د استاد په لاس کې ډالرو ته …….

  ده ته طاقت پاتې نه وه ، ژر یې د اوبو ګیلاس راواخیست ، په بیړه یې په سر واړولي . که یې همداسې نه وه کړی ،زیاتی یې ځان نشوه نیولی ،ژړا ورتله.

اوبه یې په ډیر تلوار، قړوت قړوت له ستونی تیرې کړي ، مقصد زړه یې پری سړاوه .

   د کوڅې مینځ ته چې راورسید منیرې ته یې زنګ ورتیر کړ :

 – بلی…….

 – ګرانې سلام ! ما وبخښه چې ناوخته مي کړه، چې ته راته خفه نشي . زه همدا اوس په لاره یم ،در روان یم . انشاءلله ژر در رسیږم .

  منیره پرې پوه شوه چې ضرور څ�� پیښ شوي؛ غږ یې له ورایه لړزیده .

 – خیریت خو دی ، ولی دې اعصاب خراب دي ؟کوم چا خفه کړی یي ؟

 – نه نه ګرانې، هیڅ خفه نه یم . برعکس ډیر خوشاله یم ، ډیر خوشاله یم . په ټول عمر کې دومره خوشاله شوی نه وم .

غاړه یې له سره تازه کړه، ژړا یې وخوړه :

_ ګرانی هیله کوم ؛ ته هملته اوسه ، زه دستې در رسیږم . غواړم دا خوشالی تا سره وویشم . زما زړه په یوازی ځان د دومره خوشالی زور نلری ، تاسره یې ویشم . ته به هم خوشاله شی ،له ما څخه به ته ډیره خوشاله شی .

  ستونی یې ډک شو ، ټیلیفون یې ژر قطع کړ، چې منیره یې د ژړا غږ وانه وری . اوس به وایي ،هم  مرسته کوې او هم بیا په پیسو پسې ژاړې .

    په کوڅه کې خلک ښکته پورته روان دي . ده سترګې دیوال پلو کړې  چې لارویان یې په مخ راروانې د خوښې اوښکې  ونه وینی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *