تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: سویسي چارواکو د افغانستان، سویس او ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ په دویمه ناسته کې ویلي، دغه هېواد کې دا مهال ۲۰ زره افغان کډوال مېشته دي، خو دوی اړ دي چې ۲۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې وشړي.

د کډوالو چارو وزارت له قوله چې دا ناسته د چهار شنبې په ورځ په ترکیه کې شوې او د سویس د پلاوي مشر ونسنزه مچولیني په کې ولي چې دوی دا مهال ۲۰ زره افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې د اقامت شرایط برابر کړي دي.

نوموړې ټینګار کړی دی چې له دې ډلې باید ۲۰۰ افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي چې په سویس کې د مېشتو افغان کډوالو یو فیصد جوړوي: (( موږ به ستنېدونکو افغان کډوالو ته نغدې پیسې، کار او نور کومکونه هم برابر کړو.))

خو د کډوالو چارو وزارت مرستیالې ډاکټرې عالمې بیا له سویس څخه د ۲۰۰ افغان کډوالو په خراجېدو اندېښنه ښودلې ده او پر سویس یې غږ کړی چې د افغان کډوالو پر وړاندې له تحمل څخه کار واخلي.

اغلې عالمې همدا راز له سویسي چارواکو غوښتي چې افغانستان ته له نورو هېوادونو څخه هم د افغان کډوالو د راستنېدلو، ځای پر ځای کولو او ادغام مجدد برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *