روح الامین نیازی –

ټاکل شوې چې د سویلي افریقا لوبډله د روان کال په اکټوبر میاشت کې هندوستان ته سفر وکړي او له هند سره درې شل اوریزه، پنځه یو ورځنۍ او څلور پنځه ورځنۍ یا ټیسټ لوبې ترسره کړي.

د دواړو لوبډلو تر منځ به لومړی شل اوریزه لوبې بیا یو ورځنۍ او په پای کې به ټیسټ لوبې ترسره کړي چې ټول به 72 ورځې وخت ونیسي.

د دواړو لوبدلو ترمنځ به لومړۍ شل اوریزه لوبه د اکټوبر په دویمه نېټه، دویمه لوبه به د اکټوبر پر څلورمه او دریمه به د یادې میاشتې په اتمه نیټه په کلکته کې ترسره شي، همداراز لومړي یوورځنۍ لوبه به د اکټوبر په یوولسمه کانپورکې، دویمه یوورځنۍ لوبه به د اکټوبر په څوارلمسه په اندور کې، دریمه یوورځنۍ لوبه به د اکټوبر په اتلسمه راجکوټ کې، څلورمه یوورځنۍ لوبه به د اکټوبر په دوه ویشتمه په چینای کې، او اخري یا پنځمه یوورځنۍ لوبه د یادې میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه په کلکته کې ترسره شي.

د ټیسټ لوبو لړۍ به بیا په نومبر میاشت په پنځمه پیل او د ډسمبر په اوومه به پای ته ورسېږي، لومړۍ ټیسټ لوبه په موهالي کې دویمه به ټیسټ لوبه چې د نومبر له 14/ 18 مې نیټې پوري وي په بنګلور کې ترسره شي، دریمه چې د نومبر په 25 پیل او 29 نېټه پای ته ورسېږي په ناګپور کې، او څلورمه چې بیا د ډسمبر په 3 پیلیږي په ډهلي کې ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې دا مهال سویلي افریقا په ټیسټ لوبو کې لومړی خو هند بیا په پنځم مقام کې ځای لري، همداراز په یوورځنیو لوبو کې بیا هندوستان دویم، او سویلي افریقا بیا دریم مقام لري، او په شل اوریزه لوبو کې هندوستان څلورم خو سویلي افریقا بیا په شپږم مقام کې قرار لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *