تاند، سه شنبه، د اسد لومړۍ: هند، نیپال، بنګله دېش او پاکستان کې د مون سوني بارانونو له کبله سېلابونو او نورو طبیعي پېښو ۶۵۰ کسان وژلي دي.
راپورونه وایي، سویلي اسیا کې تازه توپاني بارانونو ۱۰۰ میلیونه خلک اغېزمن کړي او زرګونه کورنۍ یې شنه اسمان لاندې کېنولې دي.
د هند په اترپردیش، بېهار او آسام ایالتونو کې د جولای له پیل راهیسې بارانونو ۴۶۷ کسان مړه کړي.
د هند له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، تازه پېښو کې د ۳۷ کسان مړه دي چې اترپردیش کې ورسره د ټول ټال مړیو شمېر ۲۲۸ ته ورسېد.
د بېهار ایالت نیوادا کې بیا د مړو شمېر ۱۰۰ ته لوړ شوی دی او همدا راز آسام کې هم ۶۷ کسان مړه شوي دي.
دغه راز بارانونو او سېلابونو کرناټکا، لویدیځ بنګال، همالیه، مهاراشترا، هیمچال پردیش کې هم ودانۍ نړولي چې د مړو شمېر یې ۷۰ کسو ته رسېږي.
نیپال کې بیا ۹۰ کسان مړه او ۲۹ نور نادرکه دي او بنګله دېش کې بیا د مړو شمېر ۹۷ کسانو ته ورسېد او پاکستان کې یې تر دې دمه ۳۰ کسان مړه کړي دي.