خبریال: میرویس جلالزی

د سویلي کوریا دولت د افغانستان له دوو برخو سره د څه نا څه سل ملیونه امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د دغه هیواد سفارت په کابل کې وویل چې دوی د افغانستان د ښځو او کورنیو چارو وزارتونو سره د سل ملیونو ډالرو په ارزښت مرستي کوي.

د مرستو لومړۍ نیمایي به د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د را کمولو او د هغوي د وړتیاو د لوړولو لپاره د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې لګول کیږي.

په کابل کې د کوریا د سفیر چه یانګ چیل پر وینا چې د مرستو لومړۍ برخه یي ۴۳ ملیونه امریکایي ډالره ده چې په  راتلونکو دریو کلونو کې به د افغانستان د افغان میرمنو د ژوندانه د ښه کولو او ښې حکومت ولۍ د ټینکولو لپاره لګول  کیږي.

له دغو ۴۳ ملیونو ډالرو څخه به ۱۹ ملیونه د ملګرو ملتونو د پراختیایي اداري له لاری د ښځو د ژوندانه د ښه کولو، صحي مرکزونو ته د هغوي د لارسي د زیاتیدو او تر څنګ یي د ولایتي شورګانو د تقویي لپاره ولګول شي.

نږدي ۱۷ ملیونه نور به بیا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لاري د میندو او ماشومانو د مړیني د کچې د راکمولو لپاره په مصرف ورسول شي.  او پاتي نور به د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې پانګه شي.

 د نوموړي په خبره چې څه باند ۵۰ ملیونه نور ډالر به د کورنیو چارو وزات په چوکاټ کې د افغان پولیسو د تقویي او ملاتړ لپاره لګول کیږي.

 د ښاغلي چیل په خبره چې تر ډیره به دا پیسي د افغان ښځينه پولیسو د روزني لپاره ولګول شي.

اوس مهاله د افغان پولیسو په لیکه کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه یي ښځینه دي چې ویل کیږي د ژوندانه حالت یي ډير سم نه دی.

ویل شوي چې تر ډیره بریده به دغه مرستي د ملګرو ملتونو سازمان له لاری په افغانسان کې د حکومت په نږدې ملګرتیا ولګول شي.

د سویلي کوریا دولت له تیرو څو کلونو راهیسي له افغانستان سره د سلګونو ملیونو ډالرو مرسته کړي چې د افغانانو د ژوندانه د ښه کولو لپاره ډیري موثري شمیرل کیږي.

دغه هیواد تیر کال د افغانستان د حکومت شاوخوا سل تنه حکومتي مامورین په بیلا بیلو برخو کې د روزني لپاره د دغه هیواد مرکز سیول ته بیولي ول او هغوي ته یي مسلکي روزني ورکړې.

سویلي کوریا اوس مهال د افغانستان په پروان کې یوه ملکي شفاخانه په واک کې لري او هلته افغانانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندي کوي او تر څنګ یي د افغان کوریا په نامه یو روزنیز مرکز مشري هم کوي چې پکې ځوان کول افغانانو ته مسلکي روزنه ورکول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *