تاند- په سویډن کې یوې محصلې په خپل احتجاج افغانستان ته د یوه افغان پناه غوښتونکي د بېرته لېږلو مخه ونیوله.

ایلن ایرسن په الونکه کې د افغان پناه غوښتونکي له لیدو وروسته د الوتکې پر سیټ یا چوکۍ له کښېناستو انکار وکړ او ویې ویل تر هغو به کمربند ونه تړي او پر سیټ به کښېنني چې افغان پناه غوښتونکی له الوتکې کښته کړای شوی نه وي.

ایلن ایرسن خپل احتجاج د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپراوه.

له هغې د الوتکې عملې بیا بیا وغوښتل چې پر حپله چوکۍ کښېني خو دې تر هغو انکار ته دوام ورکړ چې د الوتکې عمله او پلیس مجبوره شول چې د افغان پناه غوښتونکي له لېږلو تېر شي.

د الوتکې ځینو سپرلیو د اغلې ایرسن ملاتړ وکړ خو ځینو نورو ورته وویل چې د دوی وخت دې نه ضایع کوي.

دې په ځواب کې وویل«تر څو چې یو تن هم په الوتکه کې ولاړ وي پېلوټ الوتکې ته حرکت نه شي ورکولی. زه یوازې دا غوښتنه لرم چې دا پناه غوښتونکی دې په زوره نه استول کېږي. څه چې زه کوم قانونی دي او هیڅ جرم نه دی.»

خو د سویډن پولیس وايي، هغه سپرلۍ چې د پېلوټ د غوښتنې خلاف کار وکړي، ممکن مجرم وګڼل شي.

 

2 thoughts on “سویډنۍ محصلې د یوه افغان پناه غوښتونکي د ایستلو مخه ونیوله”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *