تاند- په سویډن کې د مهاجرت د سختو مقرراتو له عملي کېدو وروسته د کم عمره افغان پناه غوښتونکو په منځ کې د ځان وژنې هڅې ډېرې شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د کډوالو د چارو کارکوونکو او رضاکارانو په دې اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ وویل، په تېرو دوو اوونیو کې ۷ افغان پناه غوښتونکو، چې سرپرستان یا د کورنۍ نور غړي ورسره نشته، د سویډن د پناه غوښتونکو په بېلو بېلو مرکزونو کې د ځان وژلو هڅه کړې ده.
د هغوی په منځ کې ۳ تنه مړه شوي دي.
محبوبه مهدي، چې د یوې ناحکومتي ډلې له لوري د بې سرپرسته پناه غوښتونکو په مرکز کې کار کوي، وايي چې د ځانوژونکو پناه غوښتونکو عمرونه تر اتلس کلونو لږ دي.
دې زیاته کړه«دوی بېرېږي چې له سویډنه به وایستل شي او نور راتلونکي ته هیڅ هیله نه لري.»
د سویډن د مهاجرت ادارې د افغانستان د امنیتي وضعیت بیا ارزولی، چې جزییات یې د دسمبر په میاشت کې خپاره شول. په دې بیارارزونه کې ویل شوي چې د افغانستان ځینې سیمې له دې سره سره چې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، لږ خطرناکې دي.
دې ارزونې سویډني چارواکو ته لاره پرانیسته چې رد شوي افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.
د سویډن د مهاجرت د ادارې یوه ویندوی فرانس پریس اژانس ته وویل «په افغانستان کې ځینې سیمې شته چې څوک بېرته ورتلای شي.»
د ده اشاره غالباً د افغانستان مرکزي سیمو ته وه چې تر نور افغانستان ارامې او د طالبانو له حملو خوندي دي.
ده په عین حال کې وویل چې تر اتلس کلونو کشر پناه غوښتونکي به په هغه صورت کې بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي چې د کورنۍ غړي او یا خپلوان یې ساتنې ته تیار نه وي.
د پناه غوښتونکو یوې رضاکارې ښوونکې سارا ایدواردسن اهرنبورګ، چې د یوې ناحکومتي ډلې له لوري د پناه غوښتونکو خدمت کوي، وویل، بې سرپرسته افغانان په ځانګړي ډول زیات اندېښمن دي چې د پناه غوښتنلیکونه به یې رد شي.
په ۲۰۱۵ م کال خپل نفوس ته په پام سویډن په اروپايي هیوادونو کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي ومنل. په دغه هیواد کې ۱۶۰۰۰۰ تنو د پناه غوښتنه وکړه.
تېر کال ټولو سکندنیايي هیوادونو ۲۱۰۰ تر ۱۸ کلونو کشرو افغانانو ته پناه ورکړه او ۶۰۰ یې رد کړل.