تاند- سویډن له بېړیو، پوځیانو او هیلي کوپترو څخه کار اخلي څو د خپل هیواد پلازمېنې ستوکهلم ته نژدې تر اوبو لاندې د بهرنیانو د فعالیتونو په اړه پلټنه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سویډن پوځ وویل، دا پلټنه، چې د سویډن د رسنیو په وینا د یوه ناپېژندل شوي اوبتل لپاره ده، د تېرې جمعې له ورځې پیل شوې ده.

په سویډن کې پوځي ماهران وايي چې اوبتل د روسیې دی خو حکومتي چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي چې دا اوبتل د کوم هیواد دی.

سویډنۍ ورځپاڼې (Svenska Dagbladet) په یوه راپور کې وویل چې پوځ په روسي ژبه وارخطا زیګنالونه کشف کړي چې په کیلنګراد کې د بالتیک سمندرګي له بندره د سمندري ځواکونو یوې اډې ته لېږل شوي دي.

سویډن په داسي حال کې د دغه مرموز اوبتل په اړه پلټنې پیل کړي چې له روسیې سره د سویډن په ګډون د سکاندنیايي او بالتیک هیوادونو اړیکې د اوکراین د کړکېچ پر سر ترینګلې شوي دي.

تېره اوونۍ فنلنډ د روسیې سمندري ځواک د فنلنډ د چاپېریال د څېړونکې بېړۍ په چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.

سویډن تېره میاشت ویلي و چې دوې روسي الوتکې د دغه هیواد هوايي حریم ته داخلې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *