خبریال: سیف الرحمن شیرزاد ـ سټوکهلم – د سویډن د مهاجرینو وزیر مورګان یوهانسون له سویډن راډیو سره د افغان پناه غوښتونکو مهاجرو د بیرته نه لیږلو په اړه وویل چی د م .م او یا هم د ټولو نړیوالو قوانینو پر اساس د کډوالو افغانانو مسولیت د افغان دولت په غاړه دی او افغانستان نه شي کولی چې له دې مسولیت ځان خلاص او دا مسولیت پر نورو هیوادانو واچوي.

د افغانستان د مهاجرینو وزرات څو ورځې وړاندې په یو رسمی لیک کې له اروپا او اسټرلیا وغوښتل چی ترڅو د افغانستان او د دوی ترمنځ نوی قرارداد لاسلیک شوی نه وي تر هغو پوري دې د افغانانو په زور ایستل ودرول شي.

افغان وزیر زیاته کړه، دوی باید د زوړ قرارداد له مخې، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال له اروپايي هیوادونو سره لاسلیک شوی و، نور افغانان اوس بیرته ونه باسي.

د افغانستان د مهاجرینو وزیر له سویډن راډیو سره په یوه مرکه کی وویل چې په ۲۰۰۱ م کال د افغانستان امنیتي وضیعت دومره نه و خراب لکه څومره چې اوس دی. نوموړي په افغانستان کې د غزني ولایت مثال ورکړ چې هلته هیڅوک نشي ارام ژوند نه شي کولی.

خو د سویډن د مهاجرینو وزیر مورګان یوهانسون په یوه مرکه کې سویډن راډیو ته وویل چی تروسه داسي کوم لیک د سویډن دولت او یا هم په افغانستان کې د سویډن سفارت ته ندی راسیدلی چې افغان دولت ترې د افغان پناه غوښتونکو د نه لیږلو په اړه غوښتنه کړې وي، خو د سویډن د دولت نظر دا دی چی له افغانستان سره نوو خبرو ته تیار دی خو د خبرو اصلي شرط به دا وي چې افغانستان د خپلو هیوادوالو مسولیت واخلي. یوهانسون د دې سوال په ځواب کې چې افغانستان د دغو بیرته شړل شویو کډوالو امکانات او ځای نلري وویل، د سویډن دولت دې ته حاضر دی چې له افغانستان سره مرسته وکړو خو موږ هغه پناه غوښتونکي نه شو ساتلی چې د پناه غوښتنه یې نه وي منل شوې او یا هم دلته د پاتې کیدو ضرورت ونلري.

خو له بلې خوا د افغانستان د مهاجرینو وزیر وویل چې د افغانستان امنیتي وضیغت اوس نور هم خراب شوی او ناامنې ډیره شوې ده.

2 thoughts on “سویډن د افغان مهاجرو لپاره د افغانستان وړاندیز رد کړ”
  1. دا خو ډېر شخ سترګی دی، د ده دې دا مېږې غوندې خړې سترګې د شادۍ انۍ خبره په کپنه شي.

  2. والله عجیبه خلک دي، نس مو خپل ټکله مو پربل!! مکتب دلته ووایی، پوهننتون هم همدلته په کابل ووایی کله چی د ملک د ښي شی بیا نو غرت و غرب ته منډه واخلی. لس پنځلس زره ډالر هم ولګوی. و هلکانو دخدای لپاره دا دسوشیال ټکله څومره در باندی ښه لګیدلی او یا مو هلته و ټکسیوانیو او جارو کشیو ته زړه سوی! راځی بد مرغیو خپل و طن ته. دلته سمې ډالری پیداکیږی که لږ سواد او د کار چل در سره وی البته، او دا د ټکسیوانی او جارو کشی کار خو دلته په مفته پیدا کیږي او دا لته خو هغه هم لیسانس درنه غواړی دا شین
    سترګی سړی سمه دمه خبره کوی، خپل وطن وراباندی ګران دی او خیرات خواره بیا دچا خوښیږی

    زنده باد مورګان یوهانسوان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *