تاند- یوې سویډني رسنۍ نن /جمعه/ اعلان وکړ چې سویډن ممکن یوه ۱۰۶ کلنه افغان پناه غوښتونکې بېرته افغانستان ته ولېږي.
د سویډنۍ خپرونې بلانک پوست د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې بي بي حال ازبکي بېرته خپل هیواد افغانستان ته واستول شي.
بي بي حال، چې په نړۍ کې تر ټولو د زیات عمر پناه غوښتونکې ده، هغه مهال له کندوز ولایته سویډن ته لاړه چې د دغه ولایت مرکز وسله والو طالبانو ونیوه.
دې د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې د اروپا په لور ډېر مزل له خپلې کورنۍ سره پلی وکړ.
بي بي حاله د خپل زوی او لمسي له لوري ډېره لار په شا یووړل شوه.
دوی له کرویشیا څخه سویډن ته لاړل، خو داسې څرګنده شوې چې سویډني چارواکو د دې د پناه غوښتنلیک رد کړی دی.
که د بي بي حال اپیل یا د استیناف غوښتنه ونه منل شي، ممکن افغانستان ته په زور ولېږل شي.
په ۲۰۱۶ م کال سویډن ۷۰ زره تنو ته پناه ورکړه.