تاند- سویډن د دې لپاره چې خپلې خاورې ته د پناه غوښتونکو د سېل مخه ونیسي له ډنمارک سره په خپله پوله کې دغه هیواد ته د ورتلونکو کسانو د هویت د معلومولو لپاره اسناد او عکسونه ګوري.
سویډن او نورو اروپايي هیوادونو ته اکثره ورغلي او ورتلونکي پناه غوښتونکي د سوریې، عراق او افغانستان اتباع دي.
سویډن له ډنمارک څخه د بس، اورګاډي او بېړۍ له لارې د ورتلونکو کسانو کنټرول سره له ننه پیل کړ.
سویډن غواړي چې خپلې خاورې ته د بې اسنادو مهاجرو مخه ونیسي.
سویډن ته په ۲۰۱۵ م کال یولکو ۶۰ زره پناه غوښتونکي ورغلل چې له جرمني پرته بل هیڅ اروپايي هیواد ته دومره پناه غوښتونکي نه دي ورغلي.
د سویډن حکومت وايي چې نور غیرقانوني پناه غوښتونکی نه شي منلی.