تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، لا هم د دغه هېواد لوی شمېر ښوونځیو کې د طالبانو نصاب تدریسېږي.
سویډن کمېټه وايي، طالبانو ترې څو ځله غوښتي دي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې دې ښوونځیو ته د نصاب جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مشر اندریس وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې چې دوی هم ځینې فعالیتونه کوي، ورته معلومه شوې چې ښوونځیو کې د طالبانو په خوښه نصاب تدریسېږي.
ښاغلي انډرس زیاته کړې چې دوی ته هم په لرې پرتو سیمو کې د طالبانو له لوري تر ټولو لویه ستونزه د امنیت ده ځکه ښکیل لوري د جګړې قوانین نه مراعاتوي.
سویډن کمېټه له ۴۰ کالو راهیسې په افغانستان کې بشري او ښوونې برخه کې مرستې کوي، خو په دې وروستیو کې یې د څو کارمندانو د وژل کېدو له کبله په افغانستان کې خپل فعالیتونه تر نامعلومې مودې وځنډول.