سابه او میوه مې راواخیستل. کتار اوږد و. چې د پیسو ورکولو ځای ته ورلنډ شوم، همهغې ښځې سودا پلورله چې هرځل یې سوړ چلند راسره کړی دی.
عراقی الحیدري مې شاته ولاړ و، مخ مې ورواړاوه:
– که د لین له سره پوهیدمه چې دا ښځه سودا خرڅوي نو په بل کتار کې دریدمه
الحیدري وخندل:
– ته سودا واخله چې بیا یې کیسه درته وکړم.
ما سودا د پلورونکې مخې ته کیښوده. چې پاتې پیسې یې بیرته راکولې ورته ومې ویل:
– که مهرباني وکړې د دغه سلګون پر ځای ماتې پیسې راکړه بس ته مې پکار دي
ښځې شونډې بوڅې کړې بیا یې زما سودا وړاندې ټیله کړه، یعني ځه. ما سودا په کڅوړه کې واچوله. الحیدري ته ودریدم. دوکاندارې هغه ته میده پیسې ورکړې. الحیدري ته مې وویل:
– ودې کتل ماتې ورسره وې
الحیدري خپلې ماتې پیسې ماته ونیولې او د سوپرمارکیټ مخې ته یې سګریټ ولګاوه، بیا یې وویل:
– دې پلورونکې یو عرب ملګری درلود
زه ورته ځیر شوم. ده د سګریټ لوګی پورته پوف کړ بیا یې وویل « ملګری یې فلسطینی و. یو وخت دا د برنو ښار ته تللې وه چې بیرته راغله سوی یې نه و. دې له خپل ملګري د سوی پوښتنه کړې وه، پوهیږې چې هغه څه ورته ویلي وو؟»
– څه یې ویلي و؟
– هغه ورته ویلي و چې وږی ومه په سوی مې چاړه راتیره کړه ومې خوړ
– ویش سوی خوارکی
– د سوی له حلالیدو راوروسته د دې نجلۍ دغه زموږ ستاسو په رنګ خلکو څخه کرکه کیږي، ما ښه پیژني خو بیخي مې سترګو ته نه ګوري.
اخ، پسرلی صاحب!
دې مېرمنې ته هغه ویډیو وښييه چې طالبان د ځوانو هلکانو سرونه غوڅوي او بیا فوټبال ورباندې کوي.
د فلسطيني دې بېخ وځي په دې کار