د دغه سوئ دي خله وچه سي، خورا ئې پرېشان کړئ يم ، بس وېره راسره ده چي را څخه ولاړ نه سی ، ځکه نو په خاموشۍ ور مخته کېږم ، په ځيګر ور څکېږم ، توپق راسره دئ او غواړم چی ټک ورباندی وکړم . دا مهال که څه هم توره تياره ده ، هري خواته دربيله ده، خو دا مي نيت دئ چی زر تر زره به ې وژنم چی راڅخه ونه تېښتی،ولي چي ښه خبر يم چي منډه ورباندي ختمه ده او څوک نه سي ورسره ځغلېدلي.
سوئ د مخه ډېر لېری وو ، خو زه غلي غلي کېږم ، ورو ورو ور نږدې کېږم ، د لويو ډبرو تر شا پوټېږم او غواړم چی ومی نه وينی. په دغه حال کښي ې په خپلي ساه لا نه خبروم.
زه په توپق باندی ډېر ښه نشان ويښتئ سم او په دغه بابت می خورا انعامونه هم اخيستی دی . ما چی څنګه دئ وليدئ ، نو می نيت سو چی ګولۍ به ورسره کوم او په هوا کښي به ئې الوزوم ، خوعجبه ده ټک می نه ورباندی وکړئ او سم دلاسه ورمخته سوم . نه پوهېږم چي د يو ښکاري په حېث دا بيا زما څه هوشياري وه.
اوس به تاسی واياست چی ستا سترګی جادوګری دی چی په توره تياره کښی دی ليدئ يا يو داسي دوربين درسره وو چي پکښي شپه رڼه ورځ سي، نو ددې پوښتني ځواب به هم درکړم.
نن موږ درې ياران په ښکار راووتلو او شپه سوه ، دوئ دواړه خو ويده سول ، خو وماته زما په خيال په دې خوب نه راتلئ چی دلته په بيديا کښی د کور رنګه پسته بستره نه وه،بس اويښتم پر له را اويښتم او غوښت مي چي خوب راسي. موږ چی و کوم غره ته راغلو ، دا يو مخ ښين دي ، ډېر لېری ځائ دئ او دلته د غره اوزونه خورا ډېر دی چي کله کله ئې رمې هم وليدل سي ، خو دلته راتګ خورا ګران دي،ولي چي ډېر لوړ دي ،ځکه خو هر څوک نه سي راتلي، موږ که راغلو هم نو خپل لېونتوب راوستو.
په دغه حال کښی می ناڅاپه لېری يوه رڼا وليده چی حېران ئې کړم ، دا څه ، دا يو سوئ وو چی له بدنه ئې رڼا راوته . خو بيا می دغه حېرانتيا نوره زياته سوه چی دا می وليدل چی سوئ د سرو زرو دئ ، که بل څوک واي ،نو د مردوزمي خيال ې ورباندي کوي او وېري اخيستي ، خو زما په زړه کښی د پېری يا مردوزمی وېره نسته ، ځکه نو دغسي ورا ولاړ سم او چی ور نږدې سم ، نوهغه سوئ په رښتيا چی د سرو زرو وي او زما د سترګو دهوکه نه وي.
اوس چی څنګه زه د يو لوئ کاڼي تر شا پټ سم ، نو سترګی وموږم چي څه په يو جادو کښي خو نه يم را ګېر ، دا خو په رښيا د سرو زرو دي ،ولي چي واي غرونه هم درانه وي او د پېريانو ورباندي باچهي وي ، خو دغه خيال هم وغورځوم.
دا مهال په زړه کښي دا هم راسي چی که ما ټک ورباندي وکړئ ، نو به می ملګری خبر سی او خپله برخه به غواړي ، څه داسی چم نه سی کېدئ چی سوئ ژوندئ ونيسم او بيا ئې يوه بله ورځ پټ يوسم چي ټول زما وي ، ولي چي ملګرو ته به نو ولي حق ورکوم ،خوارۍ ټولي زما دي ،خپلي ستړياوي مي پر بل برناحقه نه سي پيرزو ، خو داسی هم ناممکنه وی ، ولی چی سوئ به دا رنګه وتښتی . اوس زما حرص ما وار خطا کړی.
ناڅاپه زه له مجبورۍ توپق تيار کړم او له يوې ډبری سره په کسده پښه ووهم چی که په دې ږغ سوئ وغورځېدئ ، نو ټک به ورباندی کوم ، کنۍ ور مخته کېږم به ، کېدي سي چي ژوندي ې ونيسم.
سوئ زما کړپئ واوری خو نه وغورځی . اوس و ماته موقعه په لاس راسی او ډبره ورسره کړم . دا څه ډبره ئې سمه پر سر ونيښلی او هغه را چپه سی. زه چی ور منډه کړم ، نو سوئ بيا مړ وی ، خو دا څه هغه په رښتيا سوي نه وی بلکه د سوي په شان د سرو زرو بت وي. دا بت دلته څنګه راغي ، چا راوړي ، زه حېران سم، خو هوس ټول حس را مړ کړي ، بس و هيڅ وېري ته مي نه پرېږدي.
زما بيا هم يقين نه کيږی . زه سوئ له هری خوا وګورم، وا ئې ړوم ، راوا ئې ړوم ، خو هغه په رښتيا د سرو زرو وی . لکۍ ، سر ، غو ږونه ، پښې او و جود ټوله ، بلکه دواړی سترګی ئې دغسي لاندي ځني را ايله سی چی خورا ښکلی او ګران بيه غمی وی چي برېښي او بيه به ې په لکهاو وي. دا رنګه ئې زه اوس په هغه کڅوڼي کښی واچوم چی زما په غاړه ځړېږی .
اوس بله وېره را ولوېږي چي که مي سوي بل ځاي پټ کړي او سحار چا وړي وو ، بيا ، ځکه مي نو سوي هلته نه سي زړه . بهرحال په واهمکي زړه بيرته د ملګرو په لور راسم. او دا وېره مسلسل راسره وی چی سحار که په خبر سول چی له ده سره لس دولس سېره سره زر دی او دوه قيمتي ملغلري هم ، نو مړ به می کړی. ولی چی يو خو سوئ خورا غټ وی او بيا ډېر دروند هم ، بل پوټېدي هم نه سي. يه نو ، راسه دوئ مړه کړه کنۍ که خبر سول ، نو لانجه به جوړه سی ، خو بيا دا و زړه ته راسی چی که زه وتښتېدلم هم ، نو و به نيول سم . خو دا څه حېرانۍ واخلم ، دواړه ملګری می وختی لا له خنجرانو سره زما په انتظار ولاړوی چی سره زر درسره دی ، خزانه دي را اخستي ده ، په يکړ سر ئې وړې او تښتې.، موږ هم د سوئ په نيولو وليدې او هم په دې چې په وړې ګونۍ کښی دی راواخيستئ ، څه موږ په تا نه يو خبر .
ددوئ دا خبره ما حېران کړي او زه ولړزېږم . اوس له ما هيڅ انتظار نه وسی ، بس لېونتوب راسره ملګرئ وی ، دغسي توپنکچه له جېبه را وباسم او سم دلاسه لس دولس ټکان ورباندی وکړم. په توره شپه کښی زما د توپکچې له خلې سره اورونه راووزی او دواړه په وينو لړلي ، ځاي پر ځاي مړه سي ،خو دا څه له ظالمانو داسي وينه را ايله وي لکه يو رود چي راسي ، دا شي ما نور وار خطا کړي چي که مي منډه نه وکړه ، نو د وينو په دغه عجب سېلاب کښي به ډوب سم . دا څه زه منډي وهم او وينه لکه يو طوفاني سين را پسې وي.
اوس کڅوڼه په وږو په رښتيا يو عجب لېونتوب او وېره راسره وي. دا څه زه په تېرو وړو کاڼو کښی غوځارېږم ، خوږېږم او منډي وم. واخ دلته خو ازغي هم وي چي په بدن مي جګيږي . خبر نه يم چی دا د سوئ رڼا وی چی له کڅوڼی راوزی که څه چی ناڅاپه يو تور زمرئ زما و مخته راسی چي خورا بدي سترګي ې وي چي د سړي روح ورکاږي او بيا يو څو ژړ پړانګان هم چی پر ما ټوپ وهي ، خو زه ئې په توپق مړه کړم چي شاته وګورم ، نو د سرو وينو سېلاب لا را پسې وي چي ما زيات وار خطا کړي .
په دا حال کښی يو بد غوندي شور سی ، څه وينم چی اوس بيا په سوو ماران او لړمان راپسې دی . زه حېران سم چی له دوئ سره به څه کوم ، ولی چی دوئ خورا په ډېر شمېر کښی وی . دا ډول می ماغزه کار نه کوی چی کوم کوم به وژنم ، ځکه شاوخوا وګورم چی د تېښتی لار پيدا کرم او و يوې غونډۍ يا لوړي ډبري ته وخېزم ، خو هر څه ناممکنه وی . ولی چی ماران او لړمان دومره تېز وی چی چار چاپېره می را وګرځی . اوس زيات وار خطا سم چی په دومره ډېرو کښی به کوم کوم وژنم.
دغسی پشارئ سی او يو غټ ښامار چی پنځه سرونه ئې وی او د هر سر له خلې ئي اور راوزی ، خبر نه يم چي له کومه را مخته سی . اوس چی څرنګه به دئ پر ما حمله کوی او وژنی به می . يو دم د چا خندا مي تر غوږه سي. سترګی می خلاصی سی . دا څه دواړه ملګری می و سر ته ولاړ وی . زه په حېرانتيا شاوخوا وګورم ، خو دا يو خوب وي چي ما ليدلي وي ، يو بد او لړزانده خوب.
“اېپی برت ډې ټو يو ، د ژوند نوئ کال دی مبارک سه ، عمر دی ډېر سه “. دواړه خورا په خندا و ماته ګوری ،سندره واي او خپړي ټکوي.
اوس زه شکر وکاږم چی دا هر څه خوب وو او رښتيا نه وو. ناڅاپه زما دواړه ښکاری ملګری دوه شيان را مخته کړی او مسکېږي چی موږ وختی راکښېنستو ، ولی چی ستا په سالګره خبر وو ، دلته بل سوغات يا تعفه خو نه وه ، بس دغه دوه پرايزز را پيدا سول . اوس ګورو چی په موږ کښي کوم زيات درباندی ګران دئ او تعفه ئې خوښوې .
د دواړه سوغاتونه خورا جلا وی . رښتيا وايم ، پر ما د دواړو هيڅ فرق نه وي ، دواړه را باندي ګران وي ، خو دواړه خورا په ضد وی ، يو وای چی زما تعفه به اخلې ، بل وای چی نه زما او دغه عجب ضد ئې دوام لری .
دا وخت که څه هم د بد خوب له سوبه زما و جود په خولو کښی ډوب وی ، زړه می په زوره زوره غورځی او ماغزه مي کار نه کوي ، خو ناڅاپه د دواړو سوغاتونو ته يو ځل بيا ښه په ژور نظر وګورم او په لوړ ږغ په خندا سم ، پاي د يوه تعفه قبوله کړم ، د يوه نه. د کوم دوست سوغات چی نه ځني واخلم ، له هغه سره يو کڅوڼه وی چی سوي پکښې وی ،خو د دويم سوغات چي قبول کړم ،هغه يو نازک ښائسته ګل وی چي د سپين رنګ وي.
پای
جون 2014