موږ په خپل ژوند کې ممکن د نړۍ د بل هېواد له اوسېدونکو څخه احساساتي انسانان وو، ډېرې پرېکړې او حتى کله کله ډېر مهم تصميمونه هم په احساساتو ولاړ دي او د احساساتو پرمهال د ځان په اړه داسې سوچ کوو، چې ګني د نړۍ ډېر ځواکمن خلک يو، سيال او دېوال نه لرو، څه مو چې په خيالي او ذهني نقشو کې پنځولي وي، په عمل کې يې هم پيا ده کولاى شو، خو وروسته مو بيا د هر اقدام پايلې څرګندي کړي، چې تېروتلي او له خپلې موخې يا خو په بله لار تللي وو او يا مو هم موخه بيخي تعريف کړې نه وي.
دغه ستونزه نه يوازې چې زموږ په اوسني نسل بلکې په پخوانيو کې مو هم په پراخه اندازه موجوده وه او د خپل تاريخ ډېرې پاڼې مو داسې پرېکړې له ځان سره لري، چې ممکن تر ننه يې هم ناوړه پايلې په يوه ډول نه يوه ډول موږ وځوروي.
مشرانو به متل کاوه، چې که چا درته وويل، چې غوږ دې پېشو يووړ، نو ته ددې پر ځاى چې يو په يوه په پيشو پسې منډې کړې، کوښښ وکړه اول دې خپل غوږ وګوره، چې شته که نه؟ خو له بده مرغه چې ډېرى وختونه زموږ پرېکړه برعکس وي او د خپل غوږ پرځاى مو په پيشو پسې منډه اخيستې وي.
کله چې د افغانستان د ازادۍ ملي اتل غازي امان الله خان د خپلې ځلانده دورې د اصلاحاتو په لړ کې د اروپا سفر پيل کړ او انګرېزانو ته څرګنده شوه، چې نور نو دغه ځوان پاچا د خپل ولس د رابيدارولو او وران هېواد د جوړولو ته په ريښتني ډول ملا تړلې، نو يې د خپل شيطاني او فرنګي فطرت او نيرنګۍ له مخې په تبليغاتو لاس پورې کړې، د هغه د درنې ملکې تصويرونه يې د تصوير جوړونې او فوټو شاپ پروګرام په مرسته، نيمه بربنډ جوړ او بيا دافغانستان په ځينو په ځانګړي ډول د افغانستان په ختيځ کې دشينوارو پښتنو تر منځ خواره کړل او دخپلو افغان او بهرنيو څارګرو له لارې يې داسې پيغام يې ورکړ، چې ګني ستاسې پاچا کافر شوى او خپله مستوره ملکه يې بربنډه کړې ده.
تاريخ ګواه دى، چې احساساتي مشرانو، قومونو او عامو خلکو پرته له دې، چې د موضوع سم ناسم معلوم کړي، يا د خپل پاچا تر راستنېدو انتظار وباسي، نو شور او غوغاه يې ګډه کړه، مرګ پر پاچا او نظام شعارونه يې ورکړل، د خپل غوږ کتلو پر ځاى يې په پيشو پسې منډې کړې او په ناحقه يې په خپل پاچا لعنت ووايه، په هغه پاچا دخپل ولس او هېواد د پرمختګ او سوکالۍ له پاره شپه او ورځ نا ارامه وو، ستړې او سختۍ يې ګاللې، خو خبر نه وو، چې دهغه احساساتي رعيت يو ځل بيا د پرديو په لمسون تېر وتلى او دده د پرمختګ او هېواد پالنې په نقشو چليپا راکاږي.
همداسې بېلکې ممکن تر دې وړاندې هم ولرو، په اوسنيو سياستوالو کې خو ښې پرېمانه دي، په تېره يوه لسېزه کې زموږ د سياستوالو ګڼ داسې سندونه او لاسليکونه شته، چې د بهرنيانو پر وړاندې يې دخپلو ملي ګټو دتعريف پر ځاى پر احساساتو تکيه کړې او منفي پايلې يې ډېر زر را څرګندې شوې دي.
دا په داسې حال کې چې خپله سياست کلمه له اره يوه سپېڅلې کلمه ده، د يوه هېواد، ملت، ټولنې او حتى يوې کورنۍ د نېکمرغۍ مفاهيم په کې رانغښتي، کولاى شي، چې يوه ټولنه د سعادت او نېکمرغۍ لوړيو پوړيو ته ورسوي او له سيالانو سره يې سياله کړي.
د سياست په پخوانيو تعريفونو کې به مو اورېدل، چې د سمې او ناسمې لارې خپلې موخې ته رسول سياست دى، سيال له مخې لرې او ځان په يوه ډول مخکې کړه، يا سياست مخ او شا نه لري، نه په کې دايمي دوستان شته او نه هم دايمي دښمنان او همداسې نور…
همداسې احساسات هم د انسانانو فطري خاصيت يا ځانګړتيا ده، هېڅ انسان هم بې احساساتو نه شو موندلى او هر کله چې احساسات په کې مړه شول، نو مړ يې وګنه، خو دلته مطرح خبره نېک او مثبت احساسات دي، موږ منفي او مثبت يا په بل عبارت ښه او بد احساسات دواړه لرو، خو په دې بايد اقرار وکړو، چې ډېر وختونه مو د منفي احساساتو تله پر مثبتو احساساتو درنه وي، د خپلو کړو کارونو او جوړو کړو پلانونو په پايلو او راتلونکې سوچ نه کوو، ژوند ته ډېر ځله د يوه مسووليت په سترګه نه ګورو، ممکن ډېر اوږد پلان مو هم له يوه کال نه وانه وړي، چې له همدې امله مو هم ډېره ځله لاسونه له لاسته راوړنو خالي او تش لاسي وو.
که چېرته مثبت احساسات له غوره او نېک سياست سره ملګري شي، د خپل هېواد او ولس د خير ښېګڼې خبره په کې په نظر کې نه نيول شوې وي، نو له شک پرته چې هم سياستوال ته په ټولنه کې ځانګړى مقام ورکوي او هم ولس او خلک په سياست او سياسي تګلارو باور پيدا کوي، په پلي کولو کې يې مرسته کوي او د خپل راتلونکي په اړه مثبت سوچ کولاى شي.
زموږ اوسني ډېرى سياستوال، چې د روانو سياسي لوبو لوبغاړي دي او ډېرى په کې په مسلکي ډول هم د سياست، حقوقو او سياسي علومو پوهان پاتې شوي، ډېر ځله په لويو غونډو، خبري غونډو، مناسبتونو او ناستو کې دومره زر او بې مقدمې د احساساتو پر سيند لاهو شي، چې بيا هم خپله اصلي خبره ترې پاتې وي، هم يې خپل پيغام نه وي لېږدولى او هم يې خلک بې لارې کړي وي، په دې مانا چې همدغه ناوړه کلتور زموږ ټولنې او خلکو ته تر ډېره احساساتي روحيه ورکړې او ډېر ځله به د احساساتو بيانيو او ويناګانو پر مهال ترې اورېدلې وي، چې هغه فلانکي ښه وينا وکړه، خپل احساسات يې ډېر ښه څرګند کړل، ډېر جذباتي سړى دى…
کلونه وړاندې مې د کوم افغان ليکوال طنز اورېده، په دغه طنر کې کوم سياستوال، چې د ښځو د کومې مدافع ټولنې رييس وو، د مارچ داتمې يا ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت يوې غونډې ته وينا کوله، خبرې يې په عادي بڼه له دې نه پيل شوې، چې ښځه د کاله ډېوه ده، بايد ونازل شي، قدر يې وشي، په ډوډۍ پخولو، کور جارو کولو، جامو وينځلو، پخلي کولو، ماشوم قرارولو او همداسې … نورو کارونو ورسره زياته مرسته وشي، د وينا وال وينا احساساتي کېږي، ګڼ ناست کسان ورته چک چکې وهي، د ښځو صفتونه چې ډېر زيات وکړي، با الاخره وايه چې ښځه داده او ها ده، ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه نړۍ ده، ښځه زه يم، ښځه ته يې او ښځې ټول يوو…
دلته نو خندا وې شي او په دويمه پرده کې ترې يو څوک پوښتنه کوي، چې ښاغليه تېره ورځ دې ډېره احساساتي وينا وکړه، فکر نه کوې، چې ډېر احساساتي او غوسه وې، دغه سياستوال ورته خاندې او ځواب وکړي…
يره فلانکى خانه! خداى مې دې دا څلورمه ښځه په نصيب کړي، نور به هېڅ کله هم د ښځو په اړه ويناګانې ونه کړم…
په پاى کې بايد ووايو، چې سياستوال( اپوزيسيون او اپوزېشن) بايد هېڅکله د خپل ولس په سترګو کې خاورې ونه شيندي او نه دې د ولس نه دپخوا زمانو تمې ولري، اوس ولس بيدار شوى او د قضاوت دا تله يې پيدا کړې، چې سياسي لوبغاړي، د هغوى پوهه، فهم او سياسي شعور درک کړي.
دوى بايد د احساساتو له نړۍ لرې ولس ته واقعيتونه بيان کړي، سترګې يې وغړوي او دخپل هېواد د نن او راتلونکي تصوير يې مخې ته کېږدي، دا خبره به ځکه ډېره ګرمه وي، چې ممکن راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ډېر نوماندان د ولس پر وړاندې په خپلو وينا ګانو کې په وچو ډاګونو او دښتو باغونه را زرغون کړي، خو مهمه خبره داده، چې ولس بايد د تفکيک او پېژندنې قوي درک ولري او د دا ډول سياستوالو له شره ځان خلاص کړي.

له ملي باور ورځپاڼې په مننه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *