نواب محمد اسلم ريساني له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د بلوچستان د لوی وزير په توګه کار وکړ، په دې موده کې ښاغلي ريساني ډېرې داسې خبرې وکړې چې د پاکستان د پيپلز ګوند د پزې پېزوان او د پاکستان د خبري تلويزوني کانالونه د خبرونو سرټکي ترې جوړ شول.د ده دا خبره خو ګردسره متل شوې وه چې “ڈګری ڈګری هوتی هے چاهيے اصلی هو یا نقلی.” د لوی وزير پر دومره لويه دنده باندې پر کار کولو سربېره د ده هره خبره د پاکستاني ولس لپاره تر يوې ټوکې کمه نه وه. دی له هېواده دباندې و چې له دندې ګوښه کړل شو. له راستنېدو سره سم يې رسنيو ته وويل چې ” تر دې سياست خو چې سړی نصوار خرڅوي لا ښه دی.”

زه چې د افغانستان اوسنی سياسي اکر وينم نو د اسلم ريساني هماغه خبره مې سترګو ته جګه ودرېږي.

دلته چې ځوان د سياست پر ډګر پښه ږدي تر هغه وړاندې يې بايد مرګ ځان ته منلی وي.

څه موده وړاندې مې يوه ملګري وپوښتلم، چې سياست څرنګه زده کړي؟ زما بيا هم د نواب اسلم ريساني خبره خولې ته راغله خو تم شوم، له سياست سره د ده لېوالتيا ته په کتو مې، دا خبره مې ورته ونه کړه. د يوې شېبې لپاره پټه خوله پاتې شوم وروسته مې ياد شوه چې يو وخت مې ژورنالیستانو ته د يوه لوی ليکوال سپارښتنې لوستې وې، پر حافظه مې زور راوړ، پر هماغه کرښپل لاړم د هماغه ليکوال څه خبرې مې ياد ته راغلې او ځينې مې خپلې ور اضافه کړې ومې ويل:

د ډېرو نورو پوهنو په څېر د سياست پوهنې د ملا تير هم مطالعه ده، که ته غواړې چې د سياست تل ته ښکته شې نو تر هر څه وړاندې بايد په دې ډګر کې ژوره مطالعه وکړې.

مطالعه بايد داسې عادت کړې لکه چای و ډوډۍ چې خورې، ته بايد د نورو کتابونو تر څنګ سياسي کتابونه وګورې. لومړی، اوسني او پخواني ليکل شوي سياسي کتابونه. دا کېدای شي چې د نړۍ د سياسي مشرانو ژوندليکونه او د کار پر مهال پر هغوی باندې راغلي سړې او تودې وه اوسي. لکه د نلسن منډېلا (Long Walk to Freedom). لکه د پاکستان پخواني لوی درستيز او هېوادمشر چې د خپلې مشرۍ تر ختمېدو وروسته په خپل کتاب (In The Line of Fire) کې د خپل ماموريت د مهال ټولې سړې و تودې لوستونکو ته وړاندې کړې. همدا ډول په دې وروستيو کې د رابرټ ګېټس کتاب (Duty) ډېر نوم وکړ. تر هغه وړاندې د امريکا د پخوانيو هېوادمشرانو بل کلنټن (My life) او د جورج بوش (Decision Point) کتابونه ډېر اوڅار ول. همدا ډول د CIA او نورو څارګرو ادارو د افشا شويو مالوماتو لوستنه به هم ستا په سياسي بصيرت کې پاموړ زياتونه وکړي، لکه د سټيو کُول کتاب (Ghost Wars) چې ارواښاد غلام محمد زرملوال په پښتو کې هم د (د پېريانو جګړې) په نامه ژباړلی او خپور کړی دی.

دويم، ته بايد ورځپاڼه لوستل د خپل ژوند يوه برخه وګرځوې، خپل د خوښې دوې نړيوالې ورځپاڼې او دوه نړيوال کالم‌ليکوالان وټاکه د دغو ورځپاڼو غټ ټکي او يا هم سرمقاله لوستل يوه ورځ هم مه پرېږده. او د خپل خوښې د نړيوالو کالم‌ ليکوالانو هر کالم لوستل د ځان دنده وګڼه.

د فېسبوک نيم وخت کتاب ته ورکړه، بيابه وګورې چې دا کتابونه ستا پر سياسي ليد څومره مثبت اغېزه کوي.

زما د دې خبرو تر اورېدو وروسته يې را غبرګه کړه “چې دومره په پوهېږې نو دا کار پخپله ولي نه کوې؟”

دلته مې نو نواب اسلم ريساني خبره په خوله کې وه نه درېده، بېواکه مې ورته وويل “تر دې سياست خو چې سړی نصوار خرڅوي لا ښه دی.”

0 thoughts on “سياست او نصوار/ نورالباري مل”
  1. د افغا ني سیا ستوالو تر سیا ست همغه د رییساني خبره د نصوارو خرڅول زر ځلې شرف لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *