سردار محمد همدرد

په دې بايد لوی شکر ادا کړو چې زموږ افغانستان له سياست پوهانو ډک دی؛ که دوه سپين ږيري خپلو منځو کې خبرې سره کوي نو د دوی پر خوله به سياست وي، که په کور کې او کلي کې ښځې پر تناره خبرې کوي نو په روانو حالاتو به يې تود بحث شروع کړی وي، که هټۍ ته د سودا لپاره ورسې نو پر سياسي موضوع به راګډ وي، لنډه دا چې په هر ځای کې، ښوونځي کې، روغتون کې، بازار کې، کلي او کور کې سياست دی.

د پورته خبرو موږ او تاسې ټول شاهدان يو خو ما په دې خاطر وکړې چې، په خپل دفتر کې ناست وم يو دوا پلورونکی راته راغی، راته وې ويل غواړم ځان د ولسي جرګې را روانو ټاکنو کې کانديد کړم تاسې مرسته راسره وکړئ، د دغه ملګري خبره په لومړيو کې راته ټوکه ښکاره سوه خو له ټينګار وروسته يې پوه سوم چې ټينګه اراده يې ده، خو ماته د نوموړي دا خبره ډېره جالبه ښکاره سوه، ځکه فکر نه کووم که تر اوسه د افغانستان پر روانو حالاتو هم خبر وي، که ووايم په دې به هم خبر نه وي چې په افغانستان کې اوس څه ډول حکومت دی نو مبالغه به نه وي.

دغه ملګری راسره ناست و چې فېس بوک مې خلاص کړ، وار له واره مې د کابل پوهنتون استاد او سياسي شنونکي ډاکټر فيض ځلاند پر پوسټ سترګې ولګېدې، زه د خپلو پورتنيو خبرو د ښه ربط لپاره د داکټر صیب څرګندونې کټ مټ رانقلووم:

ډاکټر فيض ځلاند ليکلي و: ((د ګران افغانستان د بربادۍ یو ستر لامل زموږ بې سواده سیاستوال دي. زموږ خلک چې بیکاره شي او یا مالداره شي، بیا نو سیاست ته مخه کړي. وه ځوانانو سیاست د بیکاره خلکو کار نه دی. سیاست د عالم، پوه او لوستو کار دی. هغوی چې د افلاطون (جمهوریت)، د ارسطو (سیاست)، د روسو (ټولنیز تړون)، د میکاولي (شهزاده)، د هابز (لیویاتان)، د محمد علیه سلام (سیرت) یې لوستی نه وي، د لینکن، ستالین، چرچل، روزلویلت، ماو، لینن، مندیلا، ګاندي، فخر افغان په ژوند او مبارزې خبر نه دي، د هغوی په سیاست کې ګوتې وهل د ځان او قوم شرمول دي)).

زه د ډاکټر صیب پورته خبرې تايدووم، رښتيا هم کله چې زموږ خلک ډېرې پيسې پيدا کړي، کله چې زموږ خلک بېکاره شي نو داسې مفکوره ورپيدا سي چې راسه ته هم ځان ولسي جرګې يا ولايتي شورا ته کانديد کړه، که بريالی سوې لوی سياستوال به درڅخه جوړ سي، په تلويزونو کې به پر تودو بحثونو کې مېلمه کيږي، ټول خلک به دې وپېژني بالاخره به يو لوی موقف ته ورسيږي.

دغه شان وسول، موږ او تاسې په اوسني افغانستان کې د ډېرو کاذبو سياستوالو شاهدان يو، چې د سياست په مانا او مفهوم هم نه پوهېږي خو د پيسو او زورواکۍ له مخې په يوه او بل نوم وکالت کوي او ځان ته لوی لوی سياستوال وايي.

دغه کار په ډېرو بې سواده او ناپوهه پیسه لرونکو خلکو کې دا انګېزه پيدا کړې ده چې سياست وکړي، دسياست په نوم په ټولنه کې ځان مطرح کړي او دا فکر ورسره وي چې د سياست له لارې به زه لوی سړی سم، بله ورځ به والي سم څه به سم او څه به سم.
زموږ د اوسني سياسي نظام د ناکامۍ يو لوی لامل دا هم دی چې ډېری نالوستي خلک د سياست دعوه کوي، ځان ته سياسي شنونکي وايي خو د دوی سياست د هېواد او ټولنې په زيان تمام سوی دی.

سياست لوی پوهې ته اړتيا لري، سياستوال بايد لومړی خپل ديني او کلتوري ارزښتونه مطالعه کړي، په پوره مانا ورباندې وپوهېږي، د نړۍ روان بهير تر څار لاندې ونيسي، د خپلې ټولنې د ستونزو تل(بېخ) ته ورښکته سي، واقعي مشکلات پيدا کړي، لويه حوصله ولري، په پوره توګه ملي ګټو ته ژمن وي او د ټولنې د خلکو پراخ باور بايد ولري.

نو چې اوس درمل پلورونکی هم زموږ د هېواد په سياست کې ونډه اخلي، داسې څوک به څنګه د خپلو خلکو حق وغواړي چې د دوه خرو وربشې نه سي بېلولی؟؟

زما په اند دا زموږ د ناکام سياست پايله ده چې بې سواده خلک اوس دا جرآت کوي چې سياسي واګې په خپل لاس کې واخلي، زموږ د نالوستو خلکو هغه هېلې چې خپلو سياسينو ته يې لري مړاوې سوي دي، د خلکو د اميدونو څرکونه په تيارو بدل سوي دي، نو خامخا به يو نالوستي سره دا فکر پيدا کيږي چې راسه ته په سياست کې برخه واخله ګوندې خدای سياسي نظام مو سم سي او افغانستان د سيمې له نورو هېوادونو سره په سياست کې سيال سي.

One thought on “سياست که مسخرې؟؟ – سردار محمد همدرد”
  1. همدرد صاحب کور مو ودان چې ډيره ارزشتناکه ليکنه مو کړی ،زه داسی خلک پيژنم چي د1992 کال راوروسته د دوکتوراو خاوندان شول حال داچی د ا
    اشخاصونهم ټولګی هم ندی لوستی ،زه دا ملکونه هم پيژنم چي دا علمی اوبنسټيز خيانت يي زموږ دملت په وړاندی کړی،ملی ولسی جرګه اومشرانو جرګه دپوه او سياسی باسوادو نمايندګانو څخه جوړه شیوی نده، دکوڅو لنډه غرانو نه چی په مجلسونو کی داوی او دا نګلی وکړی،ما دروسيه دپارلمان يوه مقرره اود نماينداګانو لپارترتيب سوی پروګرام ولوسته،چي دپارلمان غړو ته دژب پوهنی لارښود کورسونه په نظر کی نيولی وه،حتی دکليمو داستعمال طريقه يي ورته تدريس کوله ،نو راځی چي وګورو دروسيه په پارلمان کی ټول دعالی اومسلکی زده کړی خاوندان دی نو بياهم دخلکو نماينده ګانوته سياسی کورسونه جوړوی ،زموږ وکيل صاحبان دپيسو ،شخصی ګټو ،اوګروپ بازی مصروف دی دا دبيسوادی نتيجه ده، په سياست کی ليکنه اولوست دسياسی پوهاوی معنی نه ورکوی سياست کول ديوشخص لپاره کمپلکس يا( مجمعه) ده.چي د يو شخص شخصيت تکميلوی .دااوږد مبحث دی. زه خپل پيغام ټولو خلکوته رسوم چي دټاکنو په وخت يا محال دی لمړی هغه وکيل کانديد ته رايه ورکړی چی دلوړو زدکړو خاوند وی .ستاسورايه ومعقول کانديد ته دوطن دابادولو سبب ګرځی .ورنو په ټاکنو کی ددقت څخه کار واخلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *