پنځم څپرکی
لومړۍ برخه
د سياسي تبليغاتو بنسټونه
اوسني(معاصر) سياسي تبليغات چې په مخکنيو برخو کې په ترتيب سره وڅېړل شول، د پخوانيو تبليغاتو او ان د تېرې پېړۍ سره ډېر بسنټيز توپيرونه لري.
د دې تبليغاتو توپيرونه او تضادونه کولی شو له څو اړخونو مطالعه کړو. په تبليغاتي سيمه اختلافونه، تبليغاتي وسايل او تکنيکونه د تبليغاتو د بېلوالي مهم ټکي دي.
الف: د تبليغاتو چاپېريال
اوسني سياسي تبليغات چې په اوسنۍ ټولنه کې سرته رسېږي د فرانسوي ټولنپېژندونکي ريمون آرون (صنعتي ټولنه) او بل فرانسوي ټولنپوه آلن تورن (غوښتونکې صنعتي ټولنه) نومولي دي. په نوې اوسنۍ ټولنه کې په ښارونو کې اوسېدل ډېر شوي او د ښاري وګړو او په کليوالي سيمو د اوسېدونکو ترمنځ ډېر کم توپيرونه ليدل کېږي.
لومړی: ښاري او کليوالي ټولنې
په ښاري ټولنو کې د سياسي تبليغاتو اغېزې د ډېرو وګړو په علت يو منل شوی امر دی. خو دا د وېرې خبره نه ده چې په کليوالي سيمو کې چې وګړي يې لرې ـــ لرې پراته وي تبليغات دې اغېزه ونلري.
په وروستۍ لسييزه کې د راډيو او ټلويزيون د ډېر موثريت او پرمختګ د دې سبب شوی چې سياسي تبليغات په کليوالي سيمو کې ډېر ګټور ثابت شي.د ټلوېزيونونو او راډيوګانو تبليغاتي خپرونې، که څه هم په ټوله کې به د کليوالي وګړو فکر، روحيه او سلکونه بدل نه کړي، خو څه ناڅه بدلونون په کې راوستلی شي، ځکه د ښاري وګړو په پرتله دوی د راډيو او ټلوېزيون ليدو او اورېدو ته ډېر وخت لري، د همدې اړخه د ښارونو په نسبت په کليو کې د راډيوي او ټلوېزيوني تبليغاتو اغېزه ډېره وي.
د دې سربېره په کلتوري او د ټولنې د خبرېدنې له لحاضه هم د ښاري او کليوالي وګړو ترمنځ توپيرونه بايد ومنو. کليوال وګړي د ښاريانو په پرتله د بېسوادۍ پر وړاندې او کلتوري پرمختګ خپرونو په شتون کې له ښاريانو وروسته پاتې شمېرل کېږي او په ټولنيزو او سياسي مسايلو ېې سر کم خلاصېږي او په پايله کې د سياسي تبليغاتو په وسيله کېدای شي د هغوی ډاډ او باورونه ترلاسه شي.
راډيويي خبرونه او ټلوېزيوني ويناوې په کليو کې خوله په خوله ګرځول کېږي. او کوم سياسي او ټولنيز مسايل چې د وياندويانو او ليکوالو له خوا خپرېږي، خپله په کليوالي سيمو کې د تبليغاتو اغېزناکې نښې دي. په همدې اساس په لوېديځو هېوادونو کې د ټاکنيزو مبارزاتو کې راډيو او ټلوېزيون مهم رول لري. تر دې چې د سياسي سلکونو د رول په اړه څېړنې ښیي چې د راډيو ګانو او ټلوېزيونو په وسيله په ټاکنيزو منډو تړلو اغېزې د کليوالي او وړو ښارونو په پرتله په لويو ښارونو کې کمې دي.
دوهم: رژيمونه او سياسي ايډيالوژيانې
سياسي تبليغات په بېلا بېلو هېوادونو کې چې د سياسي رژيمونو په وسيله اداره کېږي او ځانګړي ايډيالوژۍ لري، بېلا بېلې پايلې او بڼې غوره کوي. په لويديځو ديموکراتيکو رژيمونو کې د آمرانه هېوادونو د رژيمونو په پرتله په کې پروپاګند کمې اغېزې لري. ځکه په دې هېوادونو کې د مخالفو ګوندونو او ډلو شتون، د نيوکو امکان او همدارنګه د خلکو هوښېارتيا او عمومي وېښ افکار د تبليغاتو مخه نيسي. په داسې حال کې چې په آمرانه او قدرتمند رژيمونه لکه نازيسم او فاشېزم چې تر ۱۹۴۵زکلونو پورې په المان او ايټاليا کې موجود و د مخالفو ګوندونو باندې بنديز او د عمومي خپلواکو افکارو نشتون د پروپاګند لپاره د پرمختګ زمينه برابره کړې وه او په ځانګړي توګه هيټلري تبليغ ګرانو تر دې کچې پرمختګونه وکړل چې اوس هم په زياتو هېوادونو کې چې په کې آمرانه رژيمونو چلېږي، د هغوی د تجربو په اساس په کې سياسي تبليغات مخې ته ځي.
په پخوانيو سوسيالېستي هېوادونو کې هم ګونديز سياسي تبليغات چې اساس يې په ايډيالوژيکو پلانونو او برنامو ولاړ و ډېر ځليدلي وو، خو بڼې یې د هټلري پروپاګندونو سره توپير درلود، ځکه د کمونيستي پروپاګندونو اساس په خاصو روزنيزو ايډيالوژۍ ايښی او ځانګړې فلسفي بڼه يې درلوده. په داسې حال کې چې په نازي او فاشيستي رژيمونو کې سياسي تبليغاتو شخصي بڼه درلوده او د يو رهبر يا مشر په ګټه به سرته رسيدل. په دې بايد پوه شوو چې د معاصرو سياسي تبليغاتو د پرمختګ يو مهم عامل په سياسي ژوند کې د ايډيالوژيو نفوذ وو.
په ټوله کې د فرانسې د انقلاب د پېر وروسته په ايډيالوژۍ ولاړ نظريات د يو ګټورې سلاح په توګه د قدرت په ګټنه کې منځته راغلل او د کورنيو سياسي مبارزو او خارجي جنګونو په برخه کې ستراتيژيک ځای ونيو. څنګه چې د ايډيالوژيک تبليغات په داخل کې، انګېزې، شوق او همغږي رامنځته کوي او په بهر کې د ښمن کمزوری او متزلزل کوي، نو په همدې طريقې سره داخلي او خارجي سياسي جنګونه په يو ټول اړخيز تبليغاتي جنګ بدلوي.
د شملې پېړۍ په کورنيو او بهرنيو انقلابونو او نړېوالو جګړوکې تبليغاتو او وسلو ګډ فعاليت درلود، مګر د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته اود سړې جګړې په شروع کېدو سره دوو دښمنو بلاکونو شرق او غرب ترمنځ تبليغاتو د وسلو څخه تر يوې اندازې زيات ځای نيولی.
ب: تبليغاتي وسايل
دېته په پام سره چې سياسي تبليغات رواني اړخ لري، نو په انسانانو يې د اغېزې لپاره بايد د هغوی د حواسو او په ځانګړي توګه د هغوی له سترګو او غوږونو استفاده وشي. د همدې لپاره کولی شو همدې خواسو ته په پاملرنې سره تبليغاتي وسايل ډلبندي کړو. په زړو تمدنونو لکه ايران، يونان او روم چې ليکونو په پير کې يې ژوند کاوه د پوهانو او فېلسوفانو د اثارو د ساتلو لپاره د ليک څخه ګټه پورته کېده او د مستقيمو تبليغاتو لپاره به په لويو عمومي ميدانونو کې له ژبو او د وينا ګانو ګټه پورته کېده او ويناوالو به په خپلو ګرمو او ولوله انګېزو خبرو وګړي تر خپل اغېز لاندې راوستل. خو فني اختراعاتو ژبې او ليکونه لږ څه شاته پرېښودل. څنګه چې په صنعت کې پرمختګونه رامنځته کېدل او د چاپ صنعت هم رامنځته شوو، ګرافيکي تمدن پراختيا ته زمينه برابره شوه او ارتباطي وسايلو(راډيو او ټلوېزيون) سر راښکاره کړ، نو د سياسي تبليغاتو لپاره د خبرونو او معلوماتو د خپرولو په پار نوي وسايل په لاس ورغلل.
اوس کولی شوو تبليغاتي وسايل په دوو ډولونو وويشو، ۱.چاپي(ګرافيک) ۲.غږيز او انځوريز.